د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د فقر او خوارځواکۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د مرستو د کمښت له امله د افغانستان په څېر هېوادونو کې د دوی د فعالیت وړتیا سخته اغېزمنه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال اجراييوي رئیس کارل سکاو له الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې چې «ډبیلو اېف پي» د یکشنبې په ورځ د «ډسمبر ۷مه» په خپله اېکس پاڼه خپره کړې ویلي د مالي سرچینو د کمښت له امله په افغانستان کې د دوی مرستې د ۱۰ میلیونو وګړو څخه ۲ میلیونو ته راټیټې شوې دي.
نوموړي ویلي چې ۲۰۲۵ کال د ملګرو ملتونو لپاره د بشري مرستو د سرچینو د خوندي کولو په برخه کې تر ټولو ستونزمن کال و.
کارل سکاو ویلي چې نړۍ د بشري اړتیاوو د بېساري زیاتوالي او د مالي سرچینو د چټک کمښت له «بشپړ توفان» سره مخ ده.
په یو شمېر سیمو کې موږ خپل عملیات ۸۰ سلنه کموو، په افغانستان کې موږ خپلې مرستې له ۱۰ میلیونو کسانو نه ۲ میلیونو ته راټیټې کړې دي. په هغو سیمو کې چې مونږ پوهېږو د ژمي په رارسېدو سره به ماشومان ژوند وبایلي، نه یو توانېدلي چې وار له مخه خواړه چمتو او ذخیره کړو.د ډبلیو اف پي مرستیال اجرایوي رییس
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو اېف پي) دغه راز خبرداری ورکړی چې فقر او خوارځواکي به د افغان ښځو او ماشومانو په منځ کې په چټکۍ لوړه شي او هغې کچې ته به ورسېږي چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه درلود.
په همدې حال کې یو شمېر بې وزله افغان وګړي وايي د بې کارۍ او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د ۱۴ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده او دا چې ان د کور د کرایې د ورکړې پیسې لا نه لري.
دغه مېرمن چې خپله هم کونډه ده او په خبره یې د خاوند بله کونډه او د یو مړ شوي زوی کورنۍ هم ور په غاړه ده له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده:
«وضعیت مو ډېر خراب دی، په کور کې درې کونډې یو، واړه یتمیان راپه غاړه دي، وضعیت داسې دی چې د کور د کرایې د ورکړې توان نه لرو، د کور مالک راباندې برېښنا قطع کړې ده، نه لرګی لرو، نه بخارۍ شته، ژمی دی، ماشومان ټول ناروغان دي، له یو سخت امتحان سره مخ یو.»
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یوې بې وزلې مېرمنې هم له ورته وضعیت شکایت وکړو او ازادي راډیو ته یې وویل چې خاوند یې سپین ږیری، زوی یې ناروغ او د کار لپاره هېڅوک نه لري.
دې هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل:
«اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي، د الله ازموینه راغلې، یوازې په موږ نه ده په ټولو خلکو راغلې ده، کار نشته، که وي هم زموږ د کار څوک نشته، سړی سپین ږیری دی او زوی مې ناروغ دی.»
دوی له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په روان ژمي کې له دوی سره د بېلابېلو توکو مرسته وکړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي رئیس دا هم ویلي چې په نړۍ کې ۳۲۰ میلیونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او د دې سازمان بودجه له ۴۰ سلنه څخه زیاته کمه شوې ده.
د هغه په خبره د بودجې د سخت کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی چې خپل شاوخوا ۵ زره کارمندان له دندو ګوښه کړي.
دا په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ یو د خوړو له سختو ناورینونو سره مخ هېواد دی چې د شمېرو له مخې په دې هېواد کې درې نیم میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ څخه رنځ وړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روانې ډسمبر په ۲مه په یو راپور کې اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱ عشاریه ۹ افغانان چې د افغانستان د نفوسو ۴۵ سلنه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دغه ادارې په خپل راپور کې د خوړو د ناامنۍ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي و احتمال لري چې راتلونکي کال کې ۱۷ عشاریه ۴ میلیونه کسان د خوړو د خوندیتوب له شدید کمښت سره مخ شي.
اوچا ویلي له دې ډلې څخه به ۵ عشاریه ۲ میلیونه په بېړني حالت کې وي داسې مهال چې د یادې ادارې په خبره دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده دی.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې د نورو هېوادونو په پرتله په لوړه کچه کې پاتې دي.
د راپور په ټکو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو خراب بشري وضعیت، د خوړو ناامني، د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې وچکالي، د کډوالو په لویه کچه راستنېدنه، زلزلې، سېلابونه او بېلابېلې ناروغۍ هغه ستونزې دي چې په دې هېواد کې یې وضعیت لاپسې خراب کړی دی.