د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمیشنر دن یورګنسن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې اروپا به د تل لپاره د روسیې د ګازو بهیر ودروي.
د شوي موافقې له مخې د اروپا له کمیسیون څخه غوښتل شوې دي چې په راتلونکو میاشتو کې داسې طرحه چمتو کړي چې هنګري او سلواکیا ته د روسیې د سون موادو د لیږد مخه ونیول شي.
اروپایي ټولنې په دوه زره دوه ویشتم کال کې چې کله روسیې پر اوکراین برید وکړ دا هڅې پيل کړې چې له روسیې د سون مواد وارد نه کړي او ورو ورو یې مخه ونیسي.
اروپایي ټولنه په دې باور ده چې روسیې د خپلو ګازو او تیلو په پیسو جګړه توده ساتلې ده.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان ډیر لاین د دسمبر په ۳مه په یوه بیان کې وویل چې اروپایي ټولنه د روسیې د فوسیلي سونګ توکو په تدریجي ډول بندولو سره "نوي پړاو" ته ننوځي.
اورسولا وان ډیر لاین زیاته کړه چې د روسیې د ناموجه یرغل په پیل کې، اروپايي اتحادیه روسیې ته د فوسیلي سونګ توکو لپاره په میاشت کې ۱۲ ملیارده یورو (۱۴ ملیارد ډالر) ورکول، خو اوس دا اندازه په میاشت کې ۱.۵ ملیارد یورو ته راټیټه شوې ده.
تر پرونۍ پریکړې وروسته د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارتو وویل چې "د هنګري لپاره ناممکنه ده چې د بروکسل دا حکم ومني او پلي کړي."
سیجارتو په ټویټر کې په یوه پوسټ کې زیاته کړه: "هرڅومره ژر چې دا پلان په رسمي ډول تصویب شي، هنګري به سمدلاسه دا د اروپايي ټولنې په محکمه کې ننګوي."
د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان، چې ډیری وخت یې په اروپا نیوکه کړې وویل چې د روسیې انرژي د هنګري لپاره "حیاتي" ده.
سلواکیا، چې د روسیې د سرچینو د پرې کولو اغیزو په اړه یې هم شکایت کړی، ویلي چې د نویو اقداماتو په وړاندې د غبرګون په اړه فکر کوي.