د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۵

ملګري ملتونه: معلولې نجونې د توپیرپالنې له سختو ډولونو سره مخامخې دي


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، افغان معلولیت لرونکې ښځې او نجونې د توپیر له سختو ډولونو او با عزته ژوند لپاره د اړینو خدمتونو له لویو خنډونو سره مخ دي.

دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په درېیمه نیټه، د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په دوام په یو راپورر کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو د معلولیت کچه د نارینه وو په پرتله ۲۰ سلنه لوړه ده او له نږدې هرو شپږو ښځو یوه یې له شدید معلولیت سره مخ ده.

د راپور له مخې د روغتیایي خدمتونو او بشري مرستو د ترلاسه کولو په وړاندې د خنډونو زیاتواي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د خطر ډېروالي،او هغه ژور رواني زیانونه چې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله رامنځته شوي د افغان معلولو ښځو شمېر لوړ کړی دی.

راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې نږدې نیمايي افغانان په ۲۰۲۵ کې بشري مرستو ته اړتیا لرله، ډیری معلولیت لرونکې ښځې او نجونې ان د مرستو د وېش مرکزونو ته د رسېدو توان هم نه لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ملاتړو خدمتونو پر پراخې پانګونې، د بشري مرستو په سکتور کې د ښځینه کارکوونکو پر زیاتولو او په ښه ډول د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو د اړتیاوې پوره کولو په موخه د مرستندویه ادارو د ظرفیت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې، یو شمېر معلولې ښځې وايي په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې ژوند سخت شوی دی.

یوه له دوی چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دیرش کاله پخوا یې د جګړې له امله یوه پښه پرې شوې ده:"موږ د جمهوریت په دوره کې شاوخوا ۶۰ زره افغانۍ معاش ترلاسه کو,، خو کله چې امارت راغی، هغه یې نیمایي کړ او ۳۵ زره افغانۍ مو ترلاسه کولې. دوه کاله کېږي چې هغه یې هم نیمایي کړ. زه ډېر سختې اقتصادي ستونزې لرم، له خپلې سپین سرې مور سره ژوند کوم، د کورنۍ لپاره نفقه ګټونکی نه لرم."

"ابتکار راهیاب" غیر انتفاعي مؤسسه چې د معلولینو د پیاوړي کولو په برخه کې فعالیت کوي، وایي د دوی موندنې ښیي چې ښځې او نجونې، په ځانګړي ډول ذهني معلولیت لرونکې یا هغوی چې رواني او ټولنیزې ستونزې لري، له هر لوري له پامه غورځول کېږي او کافي ملاتړ نه ترلاسه کوي.

دغه مؤسسې په خپل تازه راپور کې چې د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې یې د معلولیت لرونکو کسانو د بشري حقونو وضعیت، روغتیا، تعلیم، کار او عدالت ته لاسرسی څېړلی، لیکي چې ډېری معلولې ښځې له بې وزلۍ، کورني تاوتریخوالي او ټولنیزې انزوا سره لاس او ګرېوان دي.

په دې ۴۲ مخیز راپور کې چې یوه نسخه یې ازادي رادیو سره شریکه شوې، ویل شوي چې جوړښتي، ټولنیز او سیاسي خنډونه، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نور هم سخت شوي، د دغو معلولینو محرومیت زیات کړی. راپور ټینګار کوي چې د ملاتړ میکانیزمونو پیاوړتیا، روغتیا، تعلیم او کار ته د لاسرسي پراخول او د تبعیض ډولونو سره مبارزه بېړني اقدامات غواړي.

د بشري حقونو فعاله او د دې موسسې بنسټ ایښودونکی بنفشه یقوبي وايي، د طالبانو حکومت مکلف دی چې دغو معلولینو ته لازم خدمتونه برابر کړي:" دې کسانو ته دې د کار اجازه ورکړل شي، د هغوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره دې بودیجه ولري، د دې زمینه دې ورته برابره شي چې په بیلابیلو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعاله برخه ولري، که څه هم واکمن نظام منل شوی او مشروع نه دی؛ خو دا چې افغانستان د معلولیت لرونکو کسانو کنوانسیون غړیتوب لري، نو هر نظام چې په دې هېواد کې واکمن وي، مکلف دی چې د دې کنوانسیون سره سم عمل وکړي."

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په درېیمه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په ټول افغانستان کې یو لک او ۸۳ زره او ۹۲ معلولین ثبت شوي چې هغوی ته هره میاشت د بانکي سیستم له لارې نغدي مرستې ورکول کېږي او د خوراکي توکو مرسته هم ورسره کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وایي چې نږدې ۱.۵ میلیونه افغانان له شدید معلولیت سره ژوند کوي چې ډېری یې د څو لسیزو جګړو پایله ده.

یوناما د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ماشومان د دې وضعیت تر ټولو دروند بار وړي.

د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق (ی، ان، اف ، پي ، اې) هم په خپل راپور کې ویلي چې په لرې پرتو ولایتونو کې د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیاني شویو کسانو ژوند دوه چند سخت دی او باید ورنه ملاتړ ډېر شي.

مخکې له دې، یو شمېر معلولینو ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او ښه اقتصاد نه لري او د زده کړو، کاري فرصتونو او مناسب ټولنیز ملاتړ څخه بې برخې دي.


XS
SM
MD
LG