د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۴

طالبانو ۲ تنه پر چینایانو د برید په تور نیولي؛ امام علي رحمان له افغان خاورې پر تاجکستان بریدونه غندلي


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په امنیتي ناسته کې
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په امنیتي ناسته کې

طالب چارواکو ویلي په بدخشان کې یې دوه تنه پر چینايي وګړو د برید په تړاو نیولي دي.

دا خبره د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار رسنیو ته کړې ده.

هغه ویلي دا دوه کسان په مایمې ولسوالۍ کې نیول شوي.

تر دې مخکې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له خاورې پر تاجکستان بریدونه غندلي وو او هغه یې ناقانونه او پاروونکي اقدامات بللي وو.

رحمان له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ټينګار کړی چې کوټلي ګامونه پورته کړي څو د دغسې ناوړه پېښو مخه ونیسي.

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن په یوه بیان کې زیاته کړې چې تېره یوه اوونۍ د افغانستان له خوا په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د افغانستان - تاجکستان سرحدي سیمې
د افغانستان - تاجکستان سرحدي سیمې

وژل شوي کسان چینايان دي چې هلته یې د سرو زرو په کان او د سړک جوړوونې په یوه شرکت کې کار کاوه.

لومړی برید د نومبر په ۲۶مه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د سرو زرو د وینځلو په یوه فابریکه شوی چې لږ تر لږه دری چینایان مړه او یو بل سخت ټپي شوی.

دویم برید د نومبر په دېرشمه همدا یکشنبه د سړک جوړوونې په کارګرو شوی چې لږ تر لږه دوه چینایي کارګران پکې وژل شوي او څو نور ژوبل دي.

له دې سره جوخت چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د تاجکستان – افغانستان له سرحدي سیمو ووځي.

طالبانو د وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو د تېرې اوونۍ د پېښې په غبرګون یې ویلي وو چې ځینې کړۍ پکې ښکېلې دي او غواړي د سیمې د هېوادونو تر منځ بې ثباتي، ګډوډي او بې اعتباري رامنځته کړي.

پر چینايي وګړو داسې وخت د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې دوه واره تېره اوونۍ بریدونه شوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او تاجکستان د حکومتونو تر منځ اړیکې زیاتې شوي.

یو لوړپوړی تاجکستانی پلاوی تېره میاشت کابل ته تللی وو او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

کابل ته د تاجکستان د پلاوي تر سفر مخکې د طالبانو چارواکي له هغې ډلې د بلخ لپاره د طالبانو والي یوسف وفا تاجکستان ته تللی وو.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG