د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۳

افغانستان کې د کبانو د غوښو موسم، خو بیه یې لوړه شوې


کب پلورونکی
کب پلورونکی

افغانستان کې د کبانو کاروباریان او پیریدونکي وایي چې دې شپو ورځو کې د کبانو بیه لوړه شوې ده. دوی یې لامل پاکستان سره د لارو بندېدل بولي.

د کابل د تایمنیو پروژې یوې اوسېدونکې ذکیې شنبه د نومبر په ۲۹ مه ازادي راډیو ته وویل، کبان یې اخیستل، خو وایې نه خیستل، ځکه په خبره یې ډېر ګران وو:" نن مې کبانو ته زړه شوی و، ولاړم بازار ته چې کبان واخلم، خو ډېر ګران شوي وو، خام کبان کیلو په دوه نیم سوه، درې سوه، څلور سوه، نو ومې نه شول اخیستلای، بېرته کورته راغلم. "

کب پلورنکي هم دا خبره مني چې، کبان دا شپی ورځې ګران شوي دي.

د ننګرهار ولایت د مخابراتو په چوک کې کب پلورنکي نعمت ازادي راډیو ته وویل:"پاکستان نه چې مال راتلو، کیلو په ۹۰ افغانۍ، سل افغانۍ مونږ ته ښه کب راتلو، چې کولمې به هم په کې نه وي، او غټ ماهي چې له هغې ښه ماهي نه و ۱۷۰ افغانۍ کیلو، خو اوس چې له ایران راځي، ۴۰۰ سوه، درې سوه، د هرې ورځ نرخ بیل وي، ډېر ګران تمامېږي، غریب سړی خو یې بیخي په خوله هم نشي کېښودلی."

کبان چې بېلابیل ډولونه لري او د افغانستان په بازارونو کې په خام او هم پاخه ډول خرڅېږي د هوا په سړېدو سره یې بازارونه ګرمېږي او خلک یې ډیر اخلي.

په افغانستان کې د کبانو یو شمیر سوداګر وايي، د کبانو د بیو د پورته کېدو اصلي لامل پاکستان سره د لارو بندیدل دي.

له دې ډلې د کبانو سوداګر اخترګل ازادي راډیو ته وویل:" کله چې اوازه شوه چې په ۲۵یا ۲۶ دروازه خلاصېږي، نو ما کبان بار کړل ښه زیات، خو چې دروازه خلاصه نه شوه ما ډېر زیات تاوانونه وکړل، دې کې مې ۲۵ لکه افغانۍ تاوان وکړ، زما اوس په پاکستان کې د ۶۵ کروړه پاکستاني روپیو فارمونه دي، زه ورته خپه یم چې دا کبان زه څه ډول راواړوم. "

اختر ګل وايي اوس چې لاره بنده ده یوازې له ایرانه کبان راځي، چې ګران دي.

له ده مو وپوښتل چې ولې همدا پانګونه په افغانستان کې نه کوي، هغه یې راته ځواب کې وویل:" ولې یې نه کوو، خو چې مونږ ته په افغانستان کې څوک دومره ځمکه راکړي ، زر جریبه، یو نیم زر جریبه دا هم د افغانستان ډېر کم وخت لپاره کېږي، مونږ ته ډېره ځمکه پکار ده کمه نه، او بیا د کبانو خپله ځمکه پکار ده. چې هغې ملک کې پانګونه کوو ولې یې خپل ملک کې نه کوو. "

د اختر ګل د دې غوښتنې او دا چې دا مهال په افغانستان کې د کبانو څومره فارمونه شته او څومره کبان په کې تولېدېږي د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم وپوښت خو نوموړي د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

خو مخکې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي راډیو تلویزیون د دغه وزارت د ویاند په حواله په خپله ویب پاڼه کې لیکلي وو، چې په دغه هیواد کې د کبانو دوه زره او ۸۷۰ فارمونه شته چې د خصوصي سکتور له خوا جوړ شوي او په کلني دول نېږدې ۱۳ زره مټریکه ټنه کبان تولیدوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي هم شنبه د نومبر ۲۹ مه ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې افغانستان ته کبان ډیر له پاکستان راتلل چې اوس په خبره یې نه راځي خو دا چې په کومه اندازه دا واردات ترې کېدل په دې اړه یې څه ونه ویل .

د یادونې ده چې پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې لارې د اکتوبر په یولسمه د ډیورند کرښې په اوږدو طالبانو سره تر نښتو ورسته تړلې دي.

ازادي راډیو سره د مرکه شویو کسانو د خبرو پر بنسټ چې مخکې په بېلابیلو راپورونو کې ورسره خبرې شوي او هم د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونې د مسوولانو په خبره د کبانو په ګډون په افغانستان او هم پاکستان کې، د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو او نورو هغه توکو بیې لوړې شوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG