د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۷

د خبریالانو مرکز: افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه په ( بې ساري) کچې زیات شوي دي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په دې هیواد کې د رسنیو او خبریالۍ پر فعالیتونو محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

دې مرکز د یکشنبې په ورځ د لړم ۱۱مه د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بیان کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د معافیت د کلتور دوام، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو، فشارونو او محدودیتونو د زیاتوالي سربېره، د ټولنې او د هیواد د پراختیا پروسې لپاره ناوړه پایلې لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه تر ۲۰۲۵ کال د اګست تر ۱۵مې په تېرو څلورو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د حقونو د سرغړونو لږترلږه ۶۴۰ قضیې ثبت شوې دي.

په بیان کې وړاندې راغلي چې د ملي راډیو تلویزیون د دوو کارکوونکو په ګډون چې د پاکستاني ځواکونو په برید کې وژل شوي وو پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو له ۲۶۵ څخه زیاتې قضیې هم ثبت شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو چې خبریالان د خپلو دندو له امله نه دي نیول شوي او دوی د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون ویاند، حشمت وجداني وايي چې رسنۍ په افغانستان کې د طالبانو د څلورو کلونو واکمنۍ پرمهال د ازادۍ له کمښت او پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي. "د هرې ورځې په تېرېدو او د محدودیتونو په لګولو او د طالبانو لخوا د یو اړخیزه قوانینو تصویبولو سره، خبریالان او رسنۍ یې له بېلابېلو او پرلپسې ننګونو سره مخ کړي دي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله نوې اعلامیه کې د طالبانو له حکومته دا هم غوښتي چې هغه فرمانونه لغوه کړي چې په بې ساري ډول یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده، هر خبریال ته اجازه ورکوي چې په آزاده توګه خپل اساسي حقونه وکاروي او د پیښو د انعکاس کولو او حقیقت څرګندولو توان ولري.

د رسنیو د حقونو فعال او د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) پخوانی مشر صدیق الله توحیدي وايي چې طالبان باید د سیاسي او نړیوال فشار له لارې اړ کړل شي چې وضعیت بدل کړي او د رسنیو محدودیتونه لرې کړي. "طالبان باید پر سیاسي فشار اړ شي چې دا وضعیت بدل کړي، که نه باوري نه یم چې له طالبه زموږ په غوښتنو څه بدل شي."

مخکې له دې، د رسنیو او خبریالانو ځینو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې د دې وضعیت دوام کولای شي په هیواد کې د بیان آزادۍ ته نور هم زیان ورسوي.

د دې بنسټو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو د حکومت لخوا ټاکل شوي مقرراتو سره سم او تر څار لاندې فعالیت کوي، او یو شمیر رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولي یا یې محدود کړي دي.

XS
SM
MD
LG