د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۰

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ خبرې بیا پیل شوې


د ترکیې استانبول ښار
د ترکیې استانبول ښار

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ خبرې یوځل بیا پیل شوې.

رویټرز خبري آژانس د دریو سرچینو له قوله خبر ورکوي چې وايي، خبرې د دوو منځګړو هېوادونو ترکیې او قطر په غوښتنه پیل شوي او روانې دي.

همداراز یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې د دې هېواد استازي به بیاهم پر خپله دې غوښتنه ټینګار وکړي چې افغانستان باید د اسلامپالو وسله والو ډلو پرضد چې د دوی په وینا د افغانستان په قلمرو کې ځالې لري او پر پاکستان حملې هلته تنظیموي، اقدام وکړي.

افغان طالبانو ته یوې نژدې سرچینې رویټرز ته ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف وړ ډېری مسایل حل شوي خو د پاکستان یوازې څو غوښتنو ته د حللارو موندلو لپاره وخت ته اړتیا شته، ځکه د هغو منل ګران دي.

رویټرز د سرچینو هویت نه دی ښودلی ځکه هغوی د خبرو اجازه نه درلوده.

په کابل او اسلام آباد کې چارواکو تراوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو پاکستاني چارواکو له دې مخکې ویلي و، چې په استانبول کې د دوی او طالب استازو خبرې ناکامه شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ پرون په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو.

ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ حللار ونه موندل شوه.

همداراز د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود.

خواجه اصف بېګا د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې هند د افغانستان له لارې د پاکستان خلاف نبابتي جنګ پیل کړی دی.

په عین حال کې نوې ډېلي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې هند د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی.

هندي رسنیو د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند رندهیر جیسوال له قوله راپور ورکړی چې نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې هغه څه چې ده د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه کړکېچ وباله، د نه منلو وبلل.

ښاغلي جیسوال ویلي نوې ډېلي د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوي.

جیسوال وویل، زه پر خپله هغه وینا بیا ټینګار کوم چې پاکستان د افغانستان پر خپلو سیمو له حاکمیت څخه په غوسه دی.

په عین حال کې د پاکستان پوځ پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کوي. د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د قاري امجد په نوم د پاکستاني طالبانو دا قوماندان په باجوړ کې وژل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې قاري امجد او درې نور وسله والو د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ننوتو پرمهال په نښه شوي دي.

د پوځ د اعلامیې له مخې قاري امجد د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مشر نورولي محسود مرستیال او د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی و. نوموړی همداراز د امریکا د تروریستانو په فهرست کې هم و.

پاکستاني طالبانو د قاري امجد مړینه تایید کړې ده.

XS
SM
MD
LG