د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۷

خبرونه

په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتېدا په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام خبرداری

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د لا زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره لوړېږي. خو له دې سره سره، د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بودجې د کمښت له امله يوازې د اړو خلکو له يوې کوچنۍ برخې سره د مرستې توان لري.

دې ادارې، په یوه پیغام کې، چې پر خپله اېکسپاڼه (پخوانی ټوېټر) کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ژمي له رسېدو وړاندې د افغانستان د اړمنو خلکو د مرستې لپاره عاجل اقدام وکړي.

تر دې وړاندې، د خوړو نړيوال پروګرام د روان کال د حمل (وري) په مياشت کې ويلي و چې په هرو ۱۰ ثانیو کې يو افغان ماشوم د خوارځواکۍ ښکار کېږي.

د دې ادارې د وړاندوينې له مخې، د روان کال تر پايه به ۳.۵ ميليونه افغان ماشومان د سوې تغذيې له جدي خطر سره مخامخ وي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په اوسني بحران کې د لسيزو جګړې، پرله‌پسې وچکالۍ، د خوراکي توکو د بيې لوړېدا، او د پاکو اوبو محدود لاسرسی د خوارځواکۍ او لوږې د زياتېدو بنسټيز عوامل دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پیل کې مکسیکو او جنوبي کوریا سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړه

د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور
د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لومړۍ ورځې لوبو کې مکسیکو او جنوبي کوریا خپلو سیالو ټیمونو ته ماتې ورکړه.

د مکسیکو ټیم د جنوبي افریقا ټیم ته ۲-۰ او د جنوبي کوریا ټیم د چیک جمهوریت ټیم ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.

دجام دغه لوبې د متحدوایالاتو ، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.

لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له اداري خنډ سره مخ شوی

بروکسل کې د اروپايی کومیسیون  دفتر
بروکسل کې د اروپايی کومیسیون دفتر

لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له ادارې خنډ سره ځکه مخ شوی چې د پلاوي غړو تراوسه د ویزو لپاره غوښتنلیکونه نه دي سپارلي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت یوویاند یوراکتیف رسنۍ ته ویلي چې تراوسه یې د طالبانو د پلاوي د غړو لخوا د ویزې غوښتنلیکونه نه دي ترلاسه کړي.

د اروپايی کومیسیون په بلنه د کډوالو په هکله د "تخنیکي خبرو" لپاره دغه لیدنه ښايي روانه میاشت ترسره شي.

دغه بلژیکي چارواکي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي به دپلاوي مشري کوي.

د بروکسل څخه د طالبانو د پلاوي احتمالي لیدنه د اروپايي پارلمان د غړو ، نا دولتي سازمانونو اونورو اروپايي سیاستوالو له انتقادونو سره مخ شوې ده.

دوی وايي چې دا ډول تعامل او اړیکې ښايي د طالبانو رژیم ته چې له بشري حقونو څخه په شدیدو سرغړونو تورن دی مشروعیت ورکړي.

خو د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د اروپايي اتحادیې لخوا د بلل شویو مېلمنو مخنیوی به یو خطرناک دود (سابقه) رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان :د هرات په وروستیو مظاهرو  کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

د هرات جبرئیل ښارګوتي کې د طالبانو امنیتي تدابیر
د هرات جبرئیل ښارګوتي کې د طالبانو امنیتي تدابیر

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي د هرات په وروستیو مظاهرو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څه دپاسه ۲۰ کسه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د هرات د لاریونوالو پر وړاندې له حده زیاته زور کارولی او د دغه زورزیاتي په نتیجه کې د یوه هلک په شمول لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

په دې اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي (جوزا) په ۲۱مه ناوخته خپره شوې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له لوري د ښځو نیول او له معترضینو سره زور زیاتی غندلی دی.

دوی له طالبانو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارونې په اړه ژر تر ژره، اغېزمن، خپلواک، بې پرې او شفاف تحقیقات ترسره کړي.

تر دې مخکې، په هرات کې د طالبانود حکومت د پولیسو ویاند سید مسعود حسیني د فرانسې خبري اژانس (AFP) سره په خبرو کې د هرات د لاریونونو پر مهال د هر ډول وسلې کارول رد کړي وو او معترضین یې تورن کړي وو چې د «عامه نظم د ګډوډولو» هڅه یې کوله.

خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې، د بشري حقونو د څارسازمان ، یوناما او ځینو نورو بنسټونو په خپلو اعلامیو کې ویلي چې طالبانو د سې‌شنبې په ورځ هرات کې د مظاهرو په مهال د معترضینوپه لور ډزې کړې دي.

ټرمپ: امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري.

دونالد ټرمپ دا خبره یوې انتخاباتي غونډې ته چې جزئیات یې د تلویزیون له لارې جورجیا ایالت کې خپاره شول وکړه.

ترمپ چې د جورجیا والي هم ورسره وو دغې غونډې ته وویل : "نه پوهیږم چې اوریدلي مو دي کنه ، خو مونږ نن ورځ ایران سره جګړه پای ته ورسوله. او هغوی منلې چې هیڅکله به اټومي وسله نه لري . دا هغه څه دي چې مونږ ورباندې ټینګار کړی وو."

ټرمپ زیاته کړه : "دا د مونږ ټول هدف و، ۹۵ سلنه دا وو ،او هغوی دا کار ترټولو پیاوړي ممکن ځواک باندې وکړ. "

د متحدو ایالاتو ولسمشر یو ساعت مخکې ویلي وو چی امریکا او ایران کولای شي ډیر ژر ددې اونۍ ترپایه د سولې توافق لاس لیک کړی او هرمز تنګی د بیړیو په مخ پرانیزي.

خو دایران بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې وویل چې د جنګ د پای ته رسولوپه هکله خبرې "یو ګمان دی" او د هوکړې جزئیات تراوسه نهايي شوي نه دي.

دطالبانو حکومت تایید کړه چې کابل کې د یوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو پیښه کې ۳ نجونې ټپیانې شوي

کابل کې دیوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو د پیښې یو انځور
کابل کې دیوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو د پیښې یو انځور

افغانستان کې دطالبانو حکومت تایید کړه چې کابل کې د یوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو پیښه کې ۳ نجونې ټپیانې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد زدران وايی دغه پیښه په شپږمه ناحیه رامینځ ته شوې او ټپي شوې نجونې روغتون ته انتقال شوي او د روغتیايی وضعیت د ډاډ وړدی.

هغه د پنجشنبې په ورځ پرته له نورو جزئیاتو خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې تورن کس پیژندل شوی او دنیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

په یوه ویډیو کې چې ظاهرا د امنیتي کامرو لخوا ثبت او خواله رسنیو کې خپره شوې لیدل کیږي دغه موټر په ډیر سرعت د یوې ډلې نجونو په لور چې په سړک روانې وي ورځې او په هغو کې څو کسه وهي.

دا څرګنده نه ده چې پیښه کله رامینځ ته شوې او علت یې څه وو خو ویډیو یې له نشر وروسته د پنجشنبې په ورځ خواله رسنیو د ډیرې پاملرنې وړ شوه.

ملګري ملتونه :د افغانستان او پاکستان ترمینځ نښتو کې نجونې او ښځې تر نورو زیاتې زیانمنې شوي

برمل ولسوالۍ کې یو کور چې د پاکستان وروستي برید کې ویجاړ شوی
برمل ولسوالۍ کې یو کور چې د پاکستان وروستي برید کې ویجاړ شوی

ملګري ملتونه وايي د افغانستان او پاکستان ترمینځ نښتو کې نجونې او ښځې ترنورو زیاتې زیانمنې شوي دي.

افغانستان کې د یاد سازمان د ښځو څانګې د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره چې ۱۳ ولسي خلک په کې ووژل شول د پنجشنبې په ورځ وویل ددغو نښتو ترټولو زیات زیان ښځو او نجونو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي ښځې او نجونې روغتیايي څارنې ، خوړو او سرپناه ته دلاسرسي لپاره زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

بلخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ، یوناما ، دپنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په کونړ ، خوست او پکتیکا د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې یې د ۱۳ ولسي خلکو وژل کیدل او د ۱۰ نور ټپي کیدل مستند کړي.

یوناما وايي د چهارشنبې د شپې ددغو بریدونو اکثر قربانیان ښځې او ماشومان وو.

دبشري حقوقو د څارسازمان: طالبانو هرات کې د معترضو ښځو په وړاندې له ډیر زور کار اخیستی

دبشري حقوقو د څارسازمان وايي طالبانو هرات کې د معترضو ښځو په وړاندې له ډیر زور کار اخیستی دی.

یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل چې متعرضې ښځې وهل ډبول شوي او په لور یې ډزې شوي چې په نتیجه کې یو کوچنۍ وژل شوی او یو شمیر نورکسان ټپیان شوي دي.

دغه راز یو شمیر لاریون کوونکي نیول شوي چې شمیر یې نه دی څرګند. دهرات جبرئیل ښارګوټي کې مظاهرې د طالبانو له لورې دیوشمیر ښځو پرنیول کیدو د اعتراض لپاره د تیرې سه شنبې په ورځ وشوې.

هرات کې د طالبانو د حکومت د پولیسو ویاند سید مسعود حسیني د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې د مظاهرچیانو په وړاندې له هیڅ ډول وسلې کار نه دی اخیستل شوی اوتور یې ولګاوه چې مظاهره چیانو نیت درلوده چې عامه نظم ګډ وډ کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم په دغو مظاهرو کې دیوه کوچني د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.

یوناما مخکې ویلي وو چې طالبانو د جون میاشتې په ۶ او ۷ ورځ شاوخوا دیرش ښځې دټاکل شوي حجاب د نه رعایت کولو په تور نیولي دي.

ولسمشر ټرمپ وايي په ایران نوي بریدونه یې لغوه کړ

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي دایران له مشرانو سره خبرو کې د پرمختګ له امله یې په دغه هیواد د جمعې دشپې بریدونه لغوه کړل.

دونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال ولیکل: " لدې امله چې دایران اسلامي جمهوریت سره خبرې دایران ترټولو لوړ مشرتابه ته راجع شوي او د هغوی لخوا تایید شوي، زه د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه هغه پلان شوي بریدونه او بمباري لغوه کوم چې ټاکل شوې وه نن شپه ترسره شي. "

ټرمپ زیاته کړه چې له ایران سره د موافقې عمومي او تفصیلي ټکي د ټولو ښکیلو لوریو لخوا تایید شوي چې په کې امریکا، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، ترکیه، پاکستان، بحرین، کویټ، اردن، مصر او نور هېوادونه شامل دي.

د امریکا ولسمشر د دې موافقې د جزئیاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د موافقې د لاسلیک وخت او ځای به ډېر ژر اعلان شي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې پر ایران لګېدلې سمندري محاصره به تر هغه وخته دوام ولري څو دا موافقه نهايي شي.

د افغانستان د کرکټ ابدالیان لوبډلې د هند له الف لوبډلې لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ابدالیان یا الف لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن (پنجشنبې) د هند له الف لوبډلې لوبه وګټله.

لوبه د باران له امله ودرول شوه او د ډي ایل ایس سیسټم پراساس د افغانستان لوبډلې د څلورو منډو په توپیر سیالي وګټله.

د افغانستان، هند او سریلانکا د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ دا درې اړخیزې پنځوس اوره سیالۍ د سې شنبې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوې او د جون تر یوویشتمې دوام کوي.

د سې شنبې په ورځ د هند الف لوبډلې کوربه سریلانکا ته په لږ توپیر ماتې ورکړه.

د ایران او امریکا ترمنځ د تازه شخړو له امله د تیلو بیې بیا لوړې شوې

د ایران او امریکا د تازه بریدونو له امله په نړۍ کې د تیلو بیې لوړې او ذ ونډو بازار رالویدلی دی.

نن پنجشنبې د شمالي سمندرد برېنټ تیلو بیه ۱،۷ سلنه زیاته شوې او د هربیرل بیه یې څه کم ۹۵ ډالرو ته رسیدلې او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیې شاوخوا ۲ سلنه لوړه شوې او د یوه بیرل بیه نژدې ۹۲ ډالرو ته رسیدلې.

د ختیځې آسیا د اسعاروپه بازارونو کې امریکایي ډالر د یورو، پونډ او ین په وړاندې خپل ارزښت یوڅه له لاسه ورکړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG