خبرونه
په خوست کې طالبان وايي، د پاکستان حملې ته یې ځواب ویلی
په خوست ولایت کې طالب چارواکي وايي چې د دوی ځواکونو ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو د حملې په ځواب کې برید کړی دی.
د خوست ولایت د والي ویندوی مستفغر ګوربز د افغانستان کورنیو رسنیو ته ویلي، پاکستاني پوځیانو پرون ناوخته بریدونه پیل کړل چې د دوی د ځواکونو له ځوابي اقدام سره مخامخ شول.
ده نور جزییات نه دي څرګند کړي، خو د ترکیې انادولو خبري اژانس وايي، چې یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه څرګندېدو په شرط ورته ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته د کورمې د قبایلي سیمې په شورکو سیمه کې ونښته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بلوچستان کې ترافیکي پیښې لس افغانان مړه کړي
لږ تر لږه لس افغانان د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ترافیکي پیښې مړه کړي دي.
ځایي چارواکو د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې پېښه پرون یکشنبه په چاغي ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر او ټانکر د ټکر له کبله شوې.
یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، وویل چې دغه ازبک ټبره افغانان د ځایي قاچاق وړونکو په مرسته ایران ته پر لاره وو.
تراوسه د پيښې ډېر جزییات معلوم نه دي او پاکستان کې د طالبانو د حکومت سیاسي استازو هم پر پیښه تبصره نه ده کړې.
سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو په مخ خلاصه شوه
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د سالنګ لار پرون ماښام د مسافر وړونکو موټر په مخ خلاصه شوه.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سالنګونو کې لا هم د واورو د پاکوالي هڅې روانې دي څو لار د ترانسپورتي موټرو تګ ته هم چمتو شي.
سالنګ لاره پرون یکشنبه سهار مهال د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ بنده شوه.
سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.
دغه غرنۍ او له پیچومو ډکه لار د ژمي پر مهال ډېره زیانګالې ده او وخت نا وخت د ترافیکو په مخ بندېږي.
پاکستان د ۱۹ کلنو د کریکټ اسیایي جام خپل کړ
د پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د اسیا کپ په پنځوس اوریزو لوبو کې هند په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
دغې پایلوبه کې د پاکستان او هند لوبډلې مخامخ شوې وې.
پاکستانۍ لوبډلې هند ته د ۳۴۸ منډو هدف ورکړ، خو د هند ټول لوبغاړي په اووه ویشتم اور کې اوټ شول او یوازې ۱۵۶ منډې ېې جوړې کړې.
د اسیا کپ دغه جام کې، چې په دوبۍ کې ترسره شو، افغانستان هم د خپل ګروپ له درېو څخه دوه لوبې وبایللې او لوبه کې له پرمختګه پاته شو.
کیلیان امباپه د کال د ګولونو په شمېر کې د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه
د ریال مادرید د فوټبال ستوري کیلیان امباپه په یوه کال کې خپلې لوبډلې ته د ۵۹ ګولونو په وهلو سره، د کریستیانو رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه.
امباپه چې د خپلې زوکړې په ورځ یې لوبه کوله، د لوبې تر پایه فرصت ته په تمه شو، خو وروسته یې پنالټي ضربو کې ګولونه ووهل او ځان یې د رونالډو د ۲۰۱۳ کال ریکارډ ته ورسوه.
دغه ۲۷ کلن یرغلیز لوبغاړي دغه شیبه په هغه معروف حرکت سره ولمانځله چې معمولا یې رونالډو ترسره کوي.
په دغې لوبه کې چې تیره شپه ترسره شوه، ریال مادرید خپلې سیالې لوبډلې سیویا ته دوه- صفر ماته ورکړه.
اوس د لالیګا د سیالیو په جدول کې ریال مادرید له بارسولونا وروسته په دویم کتار کې دی.
سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي، دغه لویه لار د توپان او واورو له کبله بنده شوه
په شمالي سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي او ۴۲ نور یې ټپيان کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي چې پیښه تیره شپه د کنګل له کبله د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړنکي بس د چپه کېدو له کبله شوې.
د پنځو تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
بل لورته نن یکشنبه ماسپښین مهال دغه لاره د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړل شوه.
سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.
د سیدني د تیرې یکشنبې ورځې د برید د قربانیانو په یاد، یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه
د سیدني په بوندای ساحل کې نن لسګونه زره کسانو د تیرې یکشنبې خونړۍ پیښې د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
رویټرز لیکلي چې پر ځایي وخت ماښام ۶ بجې او ۴۷ دقیقې دغه چوپتیا په راډیویي او ټلویزیوني شبکو کې هم مراعات شوه.
د تېرې یکشنبې په ماښام همدغه مهال دوو وسله والو د یهودانو پر مذهبي مراسمو ( حنوکا ) ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۱۵ تنه یې ووژل.
د نننیو مراسمو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي د برید په ځای کې قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ.
روسي مرکچي د فلوریدا د تیرې شپې خبرې ( رغوونکې) بللې دي
د اوکراین د جګړې په چارو کې د روسیې ستر مرکچي کیریل دیمیتريف په متحده ایالتونو کې د تیرې شپې خبرې " رغونکې" بللې دي.
دیمیتریف، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سلاکار هم دی، ویلي چې خبرې پرون پېل او ټاکل شوې سبا هم دوام ولري.
خبرې د فلوریدا په میامي ښار کې ترسره کېږي.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر هم په خبرو کې ګډون لري.
دا په اوکراین کې د روسیې د ناموجه جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هڅو تازه ګام دی.
ټرمپ په نومبر کې پر اوکراین فشار پیل کړ او د سولې په برخه کې یې ۲۸ ماده ییز پلان وړاندیز کړ، خو منتقدان وایي، دا وړاندیز تر ډېره د روسیې په ګټه دی.
د تایلینډ او کمبوډیا ترمینځ سرحدي نښتو یو ملیون کسان کډه کړل
د کمبوډیا د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې له ګاونډې هیواد تایلند سره د دوه اونیو له درنو نښتو وروسته په کمبوډیا کی نیم ملیون خلک له خپلو کورونو کډه شوي دي.
چارواکي وايي په روانه میاشت کې د اسیا په جنوب ختیځ کی ددغو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ دد غو نویو نښتو له امله چې په کې ټانک ، توپخانه او ډرون وکارول شول لږترلږه ۲۲ کسه په تایلند او ۱۹ کسه په کمبوډیا کې وژل شوي دي.
د نښتو لامل د ځمکو او د ۸۰۰ کیلومترو پولې د ټاکنې په سراختلاف دی چې د استعمار له دورانه پاته دی.
تایلند هم ویلي چې ددغو تازه سرحدي نښتو له امله شاوخوا ۴۰۰ زره کسان په دغه هیواد له خپلو سیمو کډه شوي دي.
په تیرې جون میاشت کې هم د دواړو هیوادونو ترمینځ ۵ ورځنۍ سرحدي نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان ووژل شول او دواړو هیوادونو پر یوبل د بریدونو د پیل او د ملکي خلکو د په نښه کولو تورونه ولګول.
د کابل د منډوي د بوټانو په مارکېټ کې اورلګېدنې زیانونه اړولي دي
د کابل په منډوي کې نن سهار اورلګېدنې زیانونه اړولي دي.
د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د لومړنۍ ارزونو له مخې یې دوکاندارانو ته د ۷ لکه ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.
د مڼدوي د بوټانو په مارکیټ کې د دغې اورلګېدنې لامل د برښنا شارتي بلل شوې.
په خبرپاڼه کې د اورلګېدنې د احتمالي انساني زیان یادونه نه ده شوې.
جهانزبورګ کې خونړی وسله وال برید، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي
د جنوبي افریقا په تر ټولو لوی ښار جهانزبورګ کې وسله والو لږ تر لږه ۹ تنه وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې وسله وال نن یکشنبه( د لیندۍ ۳۰مه) سهار وختي د جهانزبورګ په جنوب لویدیځ کې یوه بار ته ننوتلي او ډزې یې کړي.
پولیسو ویلي چې یوه بریدګر کلاشینکوف درلود او له پاته نورو سره تفنګچې وې.
بریدګرو تر برید وروسته له وژل شویو او ټپيانو څخه د مبایلونو او پیسو په ګډون قیمتي شیان غلا کړي دي.
د ډزو ورته پيښه د دسمبر په ۶مه هم شوې وه چې لسګونه کسان په کې وژل او ټپيان شوي وو.
په جنوبي افریقا کې د جرمونو کچه لوړه ده او دا ډول پیښې د تنظیم شویو شبکو او ډلو له خوا کیږي.