افغانستان
تاج محل ته د امیرخان متقي سفر لغو شوی
هندي رسنیو له هغې ډلې ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې تمه وه متقي نن یکشنبه په اګره ښار کې تاج محل ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یو اوونیز سفر په هند کې دی.
د هغه سفر تاج محل ته له مخکې پلان شوی وو او ګڼ هندي ځواکونه په سیمه کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي وو.
هندي چارواکو له هغې ډلې د اګرې ادارې د متقي د سفر د لغوه کېدو په تړاو زیات جزییات نه دي ورکړي.
امیرخان متقي په هند کې نن خبري کنفرانس هم درلود او د افغانستان او پاکستان په سرحد کې یې د وروستۍ سختې نښتې په تړاو غبرګون وښود.
متقي وویل چې په پاکستان کې ځینې کړۍ د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي. د هغه په خبره چې طالب ځواکونو د ځان دفاع وکړه، خپل اهداف یې ترلاسه کړل او عملیات یې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه ودرول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان په فوټسال کې مالیزیا اوه پر صفر ماته کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مالیزیا ته ماته ورکړه.
دا د اسیا د ملتونو په اتلولۍ لوبو کې د افغانستان دویمه بریا وه.
په نننۍ لوبه کې افغانستان اوه پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړه.
له دې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په خپله لومړنۍ لوبه کې سعودي عربستان ته درې پر صفر ماته ورکړې وه.
تمه ده د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د اسیايي ملتونو په اتلولۍ کې د ګروپي دور وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د ایران په وړاندې ترسره کړي.
د ازادي راډیو ۲۴مه کلیزه
نن د ازادي راډیو ۲۴مه کلیزه ده.
د ازادي رادیو خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په دېرشمه پیل شوې.
ازادي راډیو د افغانستان د مولټي میډیا مخکښه رسنۍ ده.
په اوسنیو شرایطو کې چې د افغانستان دننه رسنۍ او د بیان ازادي له محدودیتونو او بندیزونو سره مخ ده ازادي راډیو تر بل هر وخت زیات د بې پرې او پر وخت معلوماتو خپرولو ته ژمنه ده.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې افغانستان ته د نغدو مرستو د درولو لایحه تصویب کړه
د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د نغدو مرستو د درولو لپاره یوه لایحه تصویب کړه.
د دې کمیټې مشر جیم ریش په یوه اعلامیه کې ویلي، دا لایحه، ډاډمنوي چې: " د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو یو ډالر هم په افغانستان کې ترهګرو سازمانونو لکه طالبانو ته نه ځي."
تمه کېږي چې یاده لایحه د سنا مجلس ته د رایګیري لپاره وړاندې شي.
سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره چې فعالیتونه یې د جنوري له ۳۱ ختمیږي په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ چې امریکا د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره له ۳.۸۳ ملیارد ډالرو څخه ډیرې بشري او پرمختیایي مرستې کړې دي.
امریکا د راپورونو له مخې هره اوونۍ کابل ته د ۴۰ میلیونو ډالرو بستې لېږلې.
د افغانستان د فوټسال لوبډله نن له مالیزیا سره مسابقه لري
ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله د اسیایي جام لوبو په ترڅ کې د مالیزیا له ملي ټیم سره مسابقه وکړي.
افغان لوبډلې د دې جام په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له سعودي عربستان څخه درې د صفر په وړاندې ګټلې ده.
دا لوبې په څلورو ګروپو کې د شپاړسو لوبډلو ترمنځ په اندونیزیا کې د جنوري په اووه ویشتمه پیل شوې دي چې پایلوبه به یې د فبروري په اوومه ترسره شي.
افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له مالیزیا، سعودي عربستان او ایران سره یوځای شوی دی.
نولس کلنه افغان کرکټ لوبډله نن په نړیوال جام کې له ایرلنډ سره مخامخیږي
له نولس کلونو لږ عمره کرکټ نړیوال جام کې نن افغان لوبډله له ایرلنډ سره مهمه مسابقه لري.
که چیرته د افغانستان ټیم ایرلنډ ته ماتې ورکړي نو د دې نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې د وتلو چانس خورا لوړیږي.
افغانستان د دې نړیوال جام په الف ګروپ کې له دریو لوبو دوې ګټلې او یوه بایللې چې له استرالیا وروسته دوهم ځای لري، ایرلنډ هم درې لوبې کړې دي او درې سره یې بایللي دي.
دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب د جنوري په پنځلسمه پیل شوی دی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.
سیګار اداره سر له سبا خپل فعالیتونه دروي
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره( سیګار) د شنبې له ورځې خپل فعالیت رسما پای ته رسوي.
دې ادارې په ایکسپاڼه لیکلي دي چې فعالیتونه یې د دوه زره شپږ ویشتم کال د جنوري په یو دیرشمه پای ته رسیږي.
د سیګار اداره د امریکا د کانګرس له لورې په دوه زره اتم کال کې رامنځته شوه او هدف یې په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو څارنه وه.
سیګار د خپل فعالیت د ختمیدو په تړاو په خپاره کړي بیان کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې ده چې په تیرو اوولس کلونو کې یې د دې ادارې ملاتړ کړی دی.
درې ورځې پرله پسې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د وړاندوینې له مخې نن، سبا او بل سبا د افغانستان په اوولس ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته.
د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې په یوه بیان کې لیکلي دي چې په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، رزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، پروان او کابل کې به واورې او بارانونه وشي.
د خبرپاڼې له مخې په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو امکانات شته.
له افغانستان سره د متحدوایالتونو پر مرستو د څار د ادارې فعالیت ډېرژر پای ته رسېږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو څارونکې ادارې سیګار اعلان کړی چې د روانې جنوري میاشتې په ۳۱مه یې فعالیت پای ته رسېږي.
سیګار د چارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۸مه- د جنوري ۲۸مه) په یوه بیان کې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د دې ادارې ملاتړ کړی، فعالیتونه یې څارلي دي او یا یې ګټه ترې اخیستې ده.
د امریکا کانګرس نوموړې اداره په ۲۰۰۸ کال کې په دې مقصد جوړه کړه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت پر مرستو څارنه وکړي.
سیګار په دې کلونو کې د افغانستان د پرمختګ په پروژو کې د فساد په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړل او ویل یې چې په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو په میلیونونه ډالره مرستو کې فساد روان دی.
د سیګار د معلوماتو له مخې متحدوایالتونو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هم له افغانستان سره څه باندې ۳ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې د تېرکال په جنوري میاشت کې د امریکا بهرنۍ مرستې بندې کړې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له مالیزیا سره لوبه کوي
د آسیا د فوټسال د جام د سیالیو په دوام افغان لوبډله سبا جمعه (د سلواغې ۱۰مه) له مالیزیا سره لوبه کوي.
دا به په روانه لړۍ کې د افغانستان دوهمه لوبه وي. افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د چارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته درې- صفر ماتې ورکړه.
افغانستان د آسیا د فوټسال د جام په لړۍ کې په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یوځای دی.
د اندونیزیا په کوربه توب د لوبو دا لړۍ د ۱۶ لوبډلو په ګډون د روانې سلواغې میاشتې په اوومه پیل شوه او د همدې میاشتې تر ۱۸مې پورې دوام کوي.
د طالبانو او روسیې د دفاع وزارت مرستیالانو په مسکو کې د دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړي
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د ستراتيژۍ او پالیسۍ په چارو کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت مرستیال له خپل روس سیال سره د کتنې پرمهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړي.
انټر فکس خبري آژانس پرون د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړ چې محمدفرید په مسکو کې له خپل روسي سیال واسیلي اوسماکوف سره د دې همکاریو په اړه مشورتي خبرې کړې دي.
په خبر کې راغلي دي چې دواړو چارواکو د علاقې وړ برخو کې د پوځي همکاریو د پیل اړه خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې د منظم کار د پیل لپاره به لازم ګامونه اوچتوي. د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت له روسیې پرته د نړۍ بل هېڅ هېواد تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.