خبرونه
په بلوچستان کې د وسلوالو برید کې ۱ سرتېری وژل شوی ۶ ژوبل دي
د بلوچستان چارواکي وايي په شیراني سیمه کې د لیویز ځواک او پولیسو په دوو تاڼو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د شیراني مرستیال (ډېپټي) کمېشنر حضرت ولي کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د شیراني په میرعلي خېل سیمه کې وسلوالو پر دوو تاڼو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. د نوموړي په وینا وسلوالو د لیویز ځواک یو سرتېری هم له ځانه سره بېولی او وسله یې هم وړې ده.
د تازه بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې. په یاده سیمه کې تر دې وړاندې د ترسره شویو ورته مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اتو اروپايي هېوادونو باندې ۱۰ فیصده تعرفه اعلان کړه
ښاغلي ټرمپ ویلي په متحده ایالتونو باندې د ګرینلنډ د پلور تر هوکړې پورې به له دغو اتو اروپايي هېوادونو د توکو په وارداتو لس فیصده تعرفه د فبروري له لومړۍ اجرا شي.
په تروث سوشیال کې د ښاغلي ټرمپ د بیان په اساس دا اته اروپايي هېوادونه ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسه، جرمني، هالنډ، فنلنډ او بریټانیا دي.
هغه ګواښ وکړ چې د جون له لومړۍ به دا تعرفه ۲۵ فیصدو ته لوړه کړي.
ګرینلنډ د ډنمارک یوه نیمه کورواکه سیمه ده.
د ګرینلنډ چارواکي او خلک له امریکا سره ضمیمه کېدل نه غواړي او د ولسمشر ټرمپ د مکررو غوښتنو په غبرګون هلته پرون ځینې لاریونونه هم شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو واره ویلي چې غواړي ګرینلنډ وپېري او هغه ان د دې چارې لپاره د زور کارول هم نه دي رد کړي.
ولسمشر ټرمپ دلیل راوړي چې ګرینلنډ د ستراتیژیک موقعیت او پراخو طبیعي زیرمو او هم د امریکا د ملي امنیت په خاطر حیاتي ارزښت لري.
د ګرینلنډ په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته اروپايي مشرانو کلک غبرګونونه ښوولي دي.
ّّپه کراچۍ ښار کې یوې لویې اورلګېدنې شپږ کسان وژلي دي
د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې د ودانۍ ځینې برخې ویجاړې کړې او شپږ کسان یې وژلي دي.
ویډیوګانو کې ښکاري چې له ودانۍ څخه اور پورته کیږي پداسې حال کې چې اور وژونکي د اور د کنټرول په لټه کې دي.
اور د شنبې په شپه (د جدي ۲۷) ولګېد او لامل یې لا نه دی معلوم.
د پولیسو یوه چارواکي وویل چې شپږ جسدونه د کراچۍ ملکي روغتون ته وړل شوي او ۱۱ ټپیان هم تر درملنې لاندې دي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې د ودانۍ ځینې برخې نړیدلي او د ژغورنې کارکونکي ویره لري چې ټوله ودانۍ به ونړیږي.
بنګله دیش ته د شاوخوا ۵۰ افغان سوداګرو سفر؛ د بازار موندنې نوې هڅې
د افغانستان شاوخوا ۵۰ ملي سوداګر نن بنګله دیش ته تللي څو له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو او د سوداګرۍ د کچې په لوړولو خبرې وکړي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه بیان کې ویلي د دغه پلاوي مشري د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد کوي.
د بیان په اساس د دغه سفر هدف د سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د کورنیو محصولاتو لپاره د صادراتي فرصتونو زیاتول او د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ پياوړتیا ده.
دا پلاوی همداراز هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره نوې لارې ولټوي ځکه د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د تړل کېدو په سبب سوداګرو ته په سلګونو میلیونه ډالره زیان اوښتی.
په پاکستان کې په دوو ترافیکي پېښو کې شاواخو پنځوس کسانو ته مرګژوبله اوښتي
د پاکستان په پنجاب او بلوچستان صوبو کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۴کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه پېښې پرون شنبې رامنځته شوي دي.
په وژل شویو او ټپيان کې ماشومان هم شامل دي.
د ازادي راډيو د مشال برخې د راپور له مخې، په بلوچستان کې په ترافیکي پېښه کې مرګژوبله د سنید صوبي مزدورانو ته اوښتې ده.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانونو بې احتیاطي په پاکستان کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه بلل کیږي.
د افغانستان د نولس کلنو لوبغاړي نن له ویسټ اندیز سره لوبه لري
د افغانستان د نولس کلنو د کرکټ ملي ټیم نن په نړیوال جام کې له ویسټ اندیز سره مخ دی.
د دوی لوبه د نامیبیا په وینډهوک کې پلان شوې چې تمه ده د افغانستان په وخت د غرمې دولس بجې پيل شي.
دا لوبه د نولس کلنو د کرکټ د نړیوال جام په ډي ګروپ کې ده.
په دغه ګروپ کې په افغانستان او ویسټ اندیز سربېره د جنوبي افریقا او تانزانیا ملي ټيمونه هم شامل دي.
افغانستان او ویسټ اندیز خپلې دواړه لومړۍ لوبې ګټلي.
افغانستان د جمعې په ورځ د نولس کلنو په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د ویسټ اندیز په وړاندې وګټله.
د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام د زمبابوې او نامیبیا په کوربه توب د شپاړسو ټیمونو په ګډون پيل شوی.
ټرمپ؛ د دې وخت دی چې په ایران کې د نوی مشر په لټه کې شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، «وخت یې رسیدلی چې په ایران کې د نوي مشر په لټه کې و اوسو.»
ښاغلي ټرمپ چې له پولیټیکو پاڼې سره په مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې په ایران کې د علي خامنه ای د ۳۷ کلن حکومت د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
ولسمشر ټرمپ یوه ورځ وروسته تر هغه دا تازه څرګندونې کړي چې د ایران له مشرانو یې د څه باندې اته سوه اعدامونو د لغوه کولو لپاره مننه کړې وه.
ښاغلي ټرمپ ویلي خامنه اي د خلکو په ځپلو او تاوتریخوالي سره داسې جرم کړی چې ساری یې نه دی لیدل شوی او له امله یې دا هېواد بشپړې نابودۍ/له منځه تلو سره مخ کړی.
په ایران کې د ګرانیو او د تومانو د بې سارې لوېدو په غبرګون مظاهرې د حکومت له پراخ محدودیت سره مخ شوې او په ترڅ کې یې د بشري حقونو د فعالانو په خبره زرګونه کسان مړه او ټپيان شول.
د امریکا ولسمشر څو واره ګواښ وکړ چې که ایران د مظاهره چیانو وژلو ته دوام ورکړي د امریکا له سخت ګوزار سره به مخ شي.
په افغانستان د پخوا پرتله د چین د دولتي رسنیو فعالیت زیات شوی
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د چین د دولتي رسنیو فعالیتونه زیات شوي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د یوه څېړنیز/تحلیلي راپور په اساس چې د شنبې په ورځ خپور شوی چینايي رسنۍ په افغانستان کې د بیجینګ د مثبت رول په منعکسولو بوختې دي او د بیوزلیو، ناخوالو او د بشري حقونو د نقض موارد نه راپور کوي.
ځینې خبریالان چې د چین له ملاتړ برخمنو خبري اژانسونو او رسنیو سره کار کوي د خپلو کارونو په اړه له نورو رسنیو سره له خبرو کولو منع شوي او ګواښ ورته شوی که چېرته دا کار وکړي له دندو به وایستل شي.
د راپورونو په اساس چین له کلونو راهیسې ځينې خصوصي او دولتي رسنۍ او خبري اژانسونه تمویل کړي.
دمګړۍ هم د چین نړیوال ټلویزیون سي جي ټي ان او د چین مرکزي ټلویزیون سي سي ټي وي په کابل کې دفترونه لري او له ځینو دولتي او خصوصي رسنیو سره همکارۍ او اړیکې پالي.
شفیق مُرید؛ طالبانو راته د ریان په نوم د ماشومانو رونتون تړلی دی
د افغانستان یوه پيژندل شوي سندرغاړي شفیق مُرید شکایت کړی چې د طالبانو حکومت په کابل کې د رایان په نوم د ده یوه پرورشګاه یا د ماشومانو روزنتون تړلی دی.
ښاغلي مُرید د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پيغام کې ویلي چې طالب چارواکو له کومې مخکینۍ خبرتیا پرته دا اقدام کړی او ماشومان یې دولتي روزنتونو ته وړي دي.
شفیق مُرید وايي چې په رایان پرورشګاه کې ۲۱ تنو کارکوونکو او ښوونکو د ګڼو هغو ماشومانو روزنه او پالنه کوله چې له بیوزلۍ، لوږې او بې سرپرستۍ سره مخ وو.
هغه ویلي دوی د رایان روزنتون له لارې دغو ماشومانو ته د اوسېدو یو مناسب ځای او د روزنې ښه محیط ورته برابر کړی وو.
له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي.
د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده.
د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.
په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه
د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله.
د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو.
له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي.
د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.