ایران وايي، د امریکا له متحد ایالتونو سره د اټومي خبرو اترو بل پړاو د جون په ۱۵مه نیټه ټاکل شوی، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې بل پړاو خبرې به د جون په ۱۲مه یعني بل سبا ترسره شي.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جون ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره به د پنجشنبې په ورځ خبرې وشي او تر هغه وخته به انتظار وکړي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دا خبرې به د دې اختلاف سربیره دوام وکړي چې ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړل شي که نه.
د امریکا ولسمشر د یورانیمو غني کولو په اړه د ایران ټینګار د اټومي خبرو اترو لپاره ترټولو مهم خنډ بللی او ویلي یې دي چې هغه له تهران سره د یوې معاملې په لټه کې دی ترڅو د ده په وینا د وژلو او ویجاړولو مخنیوی وشي.
ښاغلي ټرمپ دا څرګنده نه کړه چې ایا دا غونډه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اټومي خبرو اترو شپږم پړاو دی که نه دی. تر دې مخکې د دواړو لوریو استازیو پنځه ځله خبرې سره کړې دي.
ولسمشر ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له تلیفوني خبرو اترو څو ساعته وروسته دا خبرې وکړې. د امریکا ولسمشر وویل چې له ښاغلي نتنیاهو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ایران په اړه هم غږیدلی دی.
د اسراییل د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ټرمپ نتنیاهو ته ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو به "د اونۍ په پای کې" ترسره شي.
د بیان له مخې، ټرمپ دا هم وویل چې "متحده ایالاتو ایران ته یو معقول وړاندیز کړی او تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې به ځواب ترلاسه کړي."
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي اعلان وکړ چې د اټومي خبرو اترو بل پړاو د راتلونکې یکشنبې په ورځ د عمان په مسقط کې پلان شوی دی.
ښاغلي بقایي دا هم وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د اوسلو په ۲۲مه غونډه کې د ګډون لپاره ناروې ته سفر وکړي.
په ۲۰۱۸ کال کې، د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې په ترڅ کې، ډونالډ ټرمپ د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ له اټومي تړون څخه ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.
تهران او واشنګټن د روان کال د مارچ له میاشتې راهیسې د اټومي خبرو اترو پنځه پړاوونه ترسره کړي دي، او د راپورونو له مخې، د غني کولو مساله په دې خبرو اترو کې د جنجال یوه موضوع ګرځیدلې ده.
ډونالډ ټرمپ او د هغه د ادارې چارواکو، د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف په شمول په وروستیو اونیو کې په مکرر ډول ټینګار کړی چې له ایران سره به په احتمالي تړون کې د یورانیمو غني کول شامل نه وي.