د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

خبرونه

اوکراین نن ماتم اعلان کړی

 Kyiv, April 24, 2025- سوفیاتوشینڅکي، تر برید وروسته
Kyiv, April 24, 2025- سوفیاتوشینڅکي، تر برید وروسته

کییف نن د هغو دولسو کسانو لپاره د ماتم ورځ اعلان کړې چې د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په بریدونو کې پرون په اوکراین کې ووژل شول.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کییف او بهر کې به د اوکراین په دیپلوماتیکو ماموریتونو کې بیرغونه نیم ځوړند شي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وویل، په داسې حال کې چې د کییف اوسیدونکي د قربانیانو ویر کوي او انبارونه پاکوي، د اوکراین استخبارات د دې لټه کوي چې وګوري په دې بریدونو کې په شمالي کوریا کې جوړ شوي توغندي استعمال شوې دي که نه دي.

زیلینسکي زیاته کړه، که دا ثابته شي دا به د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د ګډ جرم بل ثبوت وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو بریدونو سره غواړي نړۍ یرغمله کړي

 دمتحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف
دمتحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف

دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو هوايی بریدونو سره «هلې ځلې کوي چې نړۍ یرغمله کړي. »

مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ ( دکب په اتلسمه ) واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د یو لړ مراسمو په ترځ کې ایران دیرغمل نیونکوو ترټولو لوی ملاتړی هیواد وباله او ټینګار یې وکړ چې متحد ایالات داسې چلند نه شي زغملی او په ټکو یې د یرغمل نیونې دیپلوماسۍ ته نه داخلیږي.

ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې واشنګتن ایران سره په جګړه کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لور ته روان دی.

دوشنبې په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو دګډو بریدونو په لسمه ورځ د تهران ، کرج، اصفهان ، شیراز او اهواز په شمول دایران په څو ښارونو کې د هوايي بریدونو او چاودنو رپوټ ورکړل شو.

د اسرائیلو اردو په خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې «د بریدونو یوه پراخه همهاله څپه یې دایران په بنسټیزو تاسیساتو په تهران ، اصفهان او د ایران په جنوب کې پیل کړې. »

په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل

د کابل ، بدخشان ، کونړ ، ننګرهار نورستان، بادغیس ، میدان وردګ ، بامیان او هرات په شمول د افغانستان په ۲۳ ختیځو، شمال ختیځو ،مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې سه شنبې د واورې او باران اټکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت د هوا پیژندنې د ادارې له اټکل سره سم د باران کچه له ۱۰ تر۳۰ ملی میترو او دواورې کچه له ۱۰تر۳۰ سانتي مترو اټکل شوې او دغه وریا به په ځینو ولایتونو کې له تلندې او برښنا سره وې.

د ملګرو ملتونو دبشری چارو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي رپوټ کې وویل چې سږ ژمی د افغانستان په ځینو برخو کې د واورې پوښښ د تیر کال د ورته مودې پرتله خورا ښه حالت کې دی.

د دې ادارې په ټکو، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شوي تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمو سیمو کې یې پر ودې مثبته اغیزه ولري.

یونیسیف په خوارځواکۍ اخته سلګونو زرو ماشومانو ته مرستې رسوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونووجهي صندوق یونیسیف وايي په پام کې لري چې په روان میلادي کال کې افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته یو ملیون او درې لکه کوچنیانو ته مرستې ورسوي.

یونیسیف د دوشنبه په ورځ ( د کب اتلسمه) خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې خپلو شریکانو سره یې په تیر ۲۰۲۵ کال کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته د څه دپاسه شپږلکو ماشومانو درملنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه اداره خبرداری ورکوي چې خوارځواکي په افغانستان کې د کوچنیانو ژوند ګواښي.

د نړیوال خوراکي پروګرام WFP د شمیرو په اساس ، په افغانستان کې ۳.۷ ملیون کوچنیان او ۱.۲ ملیون ښځي په خوارځواکۍ اخته دي.

سریلانکا افغانستان سره لوبلړۍ لغوه کړه

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

سریلانکا افغانستان سره په متحدو عربي اماراتو کې د کریکټ لوبلړۍ تر نامعلومې نیټې وځڼډوله.

د سریلانکا د کریکټ بورډ یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل د افغانستان په وړاندې د ۶ لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه روانه اونۍ په متحدو عربي اماراتو کې پیل شي ترنامعلومې مودې پورې وځنډول شوه.

دغه چارواکي ویلي چې لوبې د پروازونو د وضعیت او په سیمه کې د روانې جګړې له امله لغوه شوې.

ټاکل شوې وه چې ددواړو هیوادنو ټیمونه دافغانستان په کوربتوب د روانې مارچ میاشتې په ۱۳، ۱۵ او ۱۷ په شارجه کې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې او د مارچ په ۲۰، ۲۲ او ۲۵ په دبی کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي.

د فبروري په ۲۸مه د متحدوایالاتو او اسراییلو له خوا په ایران له برید وروسته چې تهران غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل، په منځني ختیځ کې جګړه خپره شوې ده.

د دبی د هوایی ډګرپه شمول د سیمې په هیوادونو کې پروازونه مختل شوي.

د دبی هوايی ډګر د شنبې په ورځ د لنډ وخت لپاره ځکه وتړل شو چې ایران د خلیج په هیوادونو کې اهدافو باندې هوايی بریدونه وکړل.

جګړه ځپلي افغانستان هیڅکله په هیواد کې دننه د کرکټ د کومې نړیوالې لوبې کوربتوب نه دی کړی او پرځای یې له خپلې خوا د بین المللي لوبو کوربتوب هند یا متحده عربي اماراتو کې کوي.

متقي : افغانستان له تحمیلي جګړې سره مخ دی

افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ،ارشیف
افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ،ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سیمه کې روانې جګړې او کړکیچونه د اندیښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو هیوادونو سفیرانواو دنړیوالو سازمانو له استازو سره د روژه ماتې په غونډه کې په افغانستان باندې د پاکستان بریدونه وغندل او وویل چې پاکستاني ځواکونو په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې بمبارد کې د ښځو او کوچنیانو په شمول ولسي خلک وژلي دي.

امیرخان متقي وویل چې افغانستان د پاکستان له لورې له یو تحمیلي جنګ سره مخ دی او دافغانستان دفاعي اقداماتو کې په پوځي اهدافو تمرکز شوی دی.

په داسې حال کې چې اسلام اباد وايي چې د تحریک طالبان پاکستان کسانو په افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پاکستان کې دننه بریدونو تنظیموي او کوي یې متقي یو ځل بیا وویل چې د TTP ستونزه یوه پخوانۍ او د پاکستان کورنۍ مسئله ده او واک ته د طالبانو له راتګ سره نه ده رامینځ ته شوې.

امیرخان متقي د امریکا ،اسرائیلو او ایران ترمینځ جګړه د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ وباله اوخواشیني یې څرګنده کړه چې دغه نښتې دسیمې نورو هیوادونو ته غځیدلي اوغوښتنه یې وکړه چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

ولادیمیر پوتین د ایران نوي ټاکل شوي مشر ته مبارکي ورکړې ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مشر مجتبی خامنه ای ته د مبارکۍ پیغام ورلیږلی دی.

هغه نن دوشنبې د مبارکۍ په پیغام ویلي،"روسیه د ایران لپاره د باور وړ شریک و، او وي به".

د پوتین په ټکو،" په داسې حال کې چې پر ایران تیری شوی، په دغه لوړ مقام ستاسې ټاکنه زوړتیا او فداکاري غواړي".

پوتین د نړۍ له لومړنیو ولسمشرانو دی چې د ایران نوي ټاکل شوي مشر مجتبی خامنه ای ته مبارکي ورکوي.

د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې ناوخته د ایران د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه زوی مجتبی خامنه ای د ایران د مشر په توګه وټاکه.

سبا سه شنبې په ۲۳ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا سه شنبې په ۲۳ولایتونو کې د واورې، باران او تالنده بریښنا اټکل کړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې هوا پیژندنې ریاست خپره کړې د کابل په ګډون په لغمان، کونړ، کاپیسا، پنجشیر، هرات، بادغیس، بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د جګړې دوام

که څه هم په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه یو څه ارامه شوې، خو د ډیورند کرښې په اوږدو کې لا هم نښتې روانې دي.

د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کې يې د پاکستاني ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات ورکړي نه دي او هم پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي دي.

بل پلو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطالله تارړ ادعا کوي چې پاکستاني پوځیانو د جګړې له پیل راهیسې ۵۸۳ طالبان وژلي او ۷۹۵ نور يې ټپیان کړي دي.

خو طالبانو بیا ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان ملکیان په نښه کوي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعاوې تاییدولی نشي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړمه ورځ ویلي و،" د افغانستان په لسو ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۱۸۵ملکیان وژل شوي او په سلهاوو نور ټپیان دي".

نژدې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.

دغه جګړه د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له هوايي بریدونو وروسته پیل شوه، هغه برید چې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي په کې ووژل شول.

د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې.

له ۲۰۲۲کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د یوې بوشکې تیلو بیه ۱۱۷ ډالرو ته پورته کیږي.

د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ پیل شوې جګړه له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي.

له دغه تنګي د نړۍ یو پر پنځمه برخه د تیلو صادارت تیریږي.

د نړیوالو اژانسونو د راپور له مخې، د تیلو تولیدونکي هېوادونو نړیوالو بازارونو د تیلو عرضه کمه کړې ده.

عراق، کویټ او قطر لا له وړاندې دا اقدام کړی.

راپورونه وايي، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم غواړي ورته اقدام وکړي.

د ایران نوي مشر ته د ټرمپ خبرداری؛ "و به ګورو چې څه کیږي"

د ایران د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه ای ټاکل کیدو غبرګونونه راپاولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "و به ګورو چې څه کیږي".

هغه دا خبره پرون ناوخته د مجتبی خامنه ای له ټاکلو کیدو وروسته یوې اسراییلي رسنۍ ته کړې ده.

ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، که چیرته ایران د نوي مشر په ټاکلو کې لومړی د هغه تایید ترلاسه نشي، نو نوی مشر به "ډیر وخت دوام ونه کړي".

بل پلو، چین بیا د ایران په چارو کې د امریکا او اسراییلو له هر ډول مداخلې سره مخالفت څرګند کړې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګایو جیاکون نن دوشنبې ویلي، "پکن د ایران په کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو له هر ډول مداخلي سره چې په هره بهانه وي، مخالف دی او باید د ایران امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وشي".

له ایرانه پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د نوي مشر د ټاکلو کیدو له اعلان وروسته د حکومت پلویان د "الله اکبر" نارې وهي، په داسې حال کې چې د تهران په ځینو سیمو کې خلک "مرګ پر مجتبی" شعارونه ورکوي.

د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې مجتبی خامنه ای د نوي مشر په توګه وټاکه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG