د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۳

خبرونه

ولسمشر ټرمپ د پاپ د خاورته سپارلو په مراسمو کې ګډون کوي

Pope Francis is mourned
Pope Francis is mourned

واتیکان اعلان وکړ چې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د تدفین مراسم به د راتلونکې شنبې په ورځ د واتیکان په سن پیټر میدان کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د نړۍ له بیلابیلو سیمو جګپوړي چارواکي په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

په دې ترڅ کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ کې اعلان کړی دی چې له خپلې میرمنې ملانیا ټرمپ سره به د پاپ د خاورته سپارلو په مراسمو کې برخه واخلي.

دا به وروسته تر دې چې د جنوري په شلمه ښاغلي ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، بهر ته د ده لومړی سفر وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو دفاع وزیر پاکستان ته خبرداری ورکړی

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد خبرداری ورکړی: "که کابل هدف ګرځول کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي."

له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو د نښتو په لړ کې مجاهد دا خبره له طلوع ټلویزیون سره په یوه مرکه کې کړې چې د شنبې په شپه خپره شوه.

«که کابل نا امنه کېږي. اسلام اباد به نا امنه وي. که کابل ویشتل کېږي. اسلام اباد به ویشتل کېږي. دوی دې دا فکر نه کوي چې کابل کې موږ خلک شهیدانوو او خلک به ویروو او د کابل امنیت به خرابوو او دی به په اسلام اباد کې کرار ناست وي.»

پاکستان لا د ملا یعقوب د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې ګواښ کړی چې د افغانستان په هره سیمه کې که وغواړي د دوی په خبره هغه وسله وال هدف ګرځوي چې پاکستان کې بریدونه کوي.

شنبه لسمه پرلپسې ورځ وه چې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو نښتې وکړې.

پاکستان په دې لړ کې په پلازمینې کابل او څو نورو ښارونو هوايي بریدونه هم کړي چې د راپورونو له مخې ملکیانو ته پکې مرګژوبله اوښتې.

ملګري ملتونه: له ایرانه د کډوالو ستنېدونکې څپې ته چمتوالی نیسو

له ایرانه د کډوالو ایستل، ارشیف
له ایرانه د کډوالو ایستل، ارشیف

ملګري ملتونه وايي، له ایرانه په راتلونکو میاشتو کې د ستنېدونکو افغانانو ملاتړ ته د چمتوالي په حال کې دي.

ملګرو ملتونو تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه دغه اعلان کړی دی او ویلې یې دي چې سیمه ییزو زیاتیدونکو شخړو ته په پام، داسې چمتوالی نیسي.

دوی لیکلي چې د دغه وضعیت په اړه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای.او.ایم) او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري ټیمونه به د ایران او افغانستان ترمنځ دروازو ته ځانونه ورسوي.

په ایران کې جګړې هلته د میشتو افغانانو ژوند هم تریخ کړی او یوشمېر یې افغانستان ته په تلو بریالي شوي دي.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره به یوازې د بې‌قیده او شرطه تسلیمېدو په صورت کې موافقه وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، وایي چې له ایران سره به له «بې‌قیده او شرط تسلیمېدو» پرته هېڅ ډول موافقه ونه شي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۶ مه) په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل Truth Social کې لیکلي چې:

«له ایران سره به هېڅ موافقه نه وي، مګر دا چې بې‌قید او شرطه تسلیم شي، او وروسته یو لوی او د منلو وړ رهبر یا رهبران وټاکل شي.»

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې نه ستړې کېدونکې هڅې به وکړي څو ایران د «له منځه تلو له څنډې» بېرته را وګرځوي او له اقتصادي پلوه تر پخوا لوی، ښه او پیاوړی کړي.

په همدې حال کې د ایران پخواني ولیعهد، رضا پهلوي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري پر ګاونډیو عربي هېوادونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي دي.

رضا پهلوي د جمعې په ورځ وویل چې په سیمه کې د اسلامي جمهوریت لاسوهنه هیڅکله د ایران د ملت غوښتنه نه وه. هغه زیاته کړه چې د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب مخکې ایران له عربي مشرانو سره نژدې همکاري درلوده او په راتلونکې کې به هم «ریښتیني شریکان» وي.

پر ایران د امریکا او اسراییل هوايي بریدونه، چې د فبرورۍ په ۲۸ پیل شوي، لا هم دوام لري.

په کراچۍ کې تر ۲۵۰ ډېر بې اسناده افغان کډوال نیول شوي

پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د دې هېواد پولیسو په کراچۍ ښار کې تر ۲۵۰ ډېر هغه افغان وګړي نیولي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.

د راپورونو له مخې، پولیسو دا کسان د کراچۍ په بېلابېلو سیمو لکه ختیځې ناحیې، جنوبي ناحیې او د ښار په مرکزي برخو کې نیولي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې نیول شوي افغانان به د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته د افغان کډوالو ځانګړو کمپونو ته ولېږدول شي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ زیاته شوې ده.

په همدې منځ کې په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیونې په اوج کې دوې ورځې وړاندې امر وشو چې تر بلې خبرتیا پورې دې د افغان کډوالو نیونې ودرول شي.

په لبنان کې د بې‌ځایه شویو د زیاتېدو اندېښنه

د اسراییل له خوا د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د پراخې تخلیې د امر له صادرېدو وروسته اټکل کېږي چې د بې‌ځایه شویو شمېر په چټکۍ سره زیات شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو یوه چارواکي ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ زره کسان په ۴۷۷ ډله‌ییزو پناهځایونو کې مېشت شوي او د دغو پناهځایونو ظرفیت په چټکۍ سره ډکېږي.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه نوره هم شدیده شوې ده. د اسراییل پوځ د بیروت د جنوبي لمنو، د بقاع درې او د لبنان د جنوبي سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د مرستو سرچینې ډېرې محدودې دي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د لبنان د مرستو له ۱.۶ میلیارده ډالرو غوښتنې څخه تر اوسه یوازې ۲۰ سلنه برابرې شوې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۲۳ کسان وژل شوي او ۶۸۳ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د فوري کمېدو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.

د افغانستان کرنیز محصولات د روسیې بازار ته صادریږي

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د ایران له لوري د خوراکي توکو د صادراتو له بندېدو وروسته، د روسیې د میوو او سبزیجاتو د بازار د اړتیا یوه برخه به د افغانستان له لارې پوره شي.

روسي رسنیو پرون (جمعه- د کب ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز له قوله راپور ورکړی چې د ایران له لوري د کرنیزو او خوراکي محصولاتو د صادراتو د نامحدود بندیز له اعلان وروسته، په روسیه کې له افغانستانه د محصولاتو واردولو ته غوښتنې زیاتې شوې دي.

د دې مرکز د مسوولانو په وینا، ایران د سیمې د پوځي شخړو د پراخېدو له امله هڅه کوي خپل کورنی خوراکي امنیت خوندي کړي. له همدې امله هغه سرچینې چې مخکې د روسیې د خوراکي توکو بازارونو ته ځانګړې شوې وې، اوس د ایران د دولتي زېرمو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز رئیس رستم حبیب الله ویلي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو د واردولو ډېرې غوښتنې ترلاسه شوې دي.

هغه زیاته کړه:

«له افغانستانه مخکې لا د ۱۰۰ ټنه مڼو یوه محموله روسیې ته لېږل شوې او د مرچکو، وچو مېوو، کرفس، کدو، بادنجڼو، نارنجبابو، بېلابېلو توتانو، تازه سبزیجاتو او نورو محصولاتو د لېږلو چمتووالی هم روان دی.»

د هغه په وینا، هڅه دا ده چې د روسیې د بازار تقاضا تر ممکنه حده پوره شي څو د دغه هېواد مصرف کوونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ نه شي.

روسیې له طالبانو او پاکستانه د جګړې د درولو غوښتنه وکړه

روسیې د طالبانو له حکومت او پاکستانه وغوښتل چې په خپل منځ کې د نښتو د زیاتېدو مخه ونیسي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفووا پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله‌والو نښتو د راپورونو له امله اندېښنه لري.

هغې وویل چې په وروستیو ورځو کې په دغو جګړو کې، چې د راپورونو له مخې الوتکې او درنې وسلې هم پکې کارول شوې دي، دواړو لورو ته تلفات اوښتي او ملکي وګړي هم اغېزمن شوي دي.

زاخارووا زیاته کړه چې په اغېزمنو کسانو کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغې له دواړو لورو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخه ونیسي او خپل اختلافات د متقابل درناوي پر بنسټ له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

روسیې دا غوښتنه په داسي حال کې کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو لس ورځې پوره کېږي او دواړه لوري یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي.

د پاکستان او افغان طالبانو د نښتو دوام؛ یوناما وايي ۵۶ افغان ملکیان په یوه اوونۍ کې وژل شوي

د پاکستان د بریدونو په نتیجه کې یو وران شوی کور
د پاکستان د بریدونو په نتیجه کې یو وران شوی کور

یوناما ویلي تېره څه باندې یوه اوونۍ کې ۵۶ افغان ملکیان وژل شوي او ۱۲۹ تنه ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د ننني بیان له مخې افغان ملکیانو ته دا مرګژوبله د فبروري له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې د پولې په اوږدو کې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو په غیرمستقیمو ډزو او هوايي بریدونو کې اوښتې.

۵۵ فیصده مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې.

د بېلګې په توګه د پکتیکا پر برمل د یوه هوايي برید یادوونه شوې چې د فبروري په ۲۷مې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان (څلور ښځې، دوه نجونې، دوه هلکان او درې سړي) وژل شوي او شپږ نور ټپیان شول.

یوناما همداراز ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د ۱۰تر ۱۷مې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په نښتو او د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان دي.

اخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو او پاکستاني ځواکونو غوښتي چې سمدستي نښتې ودروي ځکه د غچ اخیستنې او تاوتریخوالي دا بهیر یواځې لا ډېر خلک اغېزمنوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۱۵ زره افغان ملکیان د نښتو د دوام په سبب له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي او اخوا په پاکستان کې هم درې زره تنه د جګړو د دوام په خاطر له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتې؛ طالبان پاکستاني ځواکونو ته د زیاتې مرګژوبلې ادعا کوي

طالب عسکر سرحدي سیمه کې
طالب عسکر سرحدي سیمه کې

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه کندهار، پکتیا، خوست او ننګرهار کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې کړي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې طالب ځواکونو د کندهار شورابک ولسوالۍ سره د پاکستان په یوې لویې پوستې برید کړی او شاوخوا ۳۰ پاکستاني عسکر یې وژلي.

خوارزمي همداراز په ننګرهار او خوست کې هم پاکستاني ځواکونو ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کړې.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا شوې شمېرې نه شي تاییدولی.

د پاکستان حکومت تازه د بیګانۍ جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه اوومې ورځې ته ورسېدل

د ایران یوه ړنګ شوې سیمه
د ایران یوه ړنګ شوې سیمه

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي هېواد یې چمتو دی د ایراني ډرونونو په وړاندې د امریکا او خلیجي هیوادونو سره مرسته وکړي.

هغه ویلي چې امریکا له اوکراین څخه د ایراني ډرون په وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له پیل وروسته دغه هېواد په منځني ختيځ کې په لسګونو اهدافو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې سیمه یې له کړکېچونو سره مخ کړې ده.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د "وعده صادق ۴" د د بریدونو بلې څپې پیل اعلان کړی، چې پکې په اسراییلو باندې د توغندیو او ډرون بریدونه شامل دي.

ایراني چارواکو ادعا کړې چې د دوی «ډرونونه د باران په څېر په تل ابیب وریږي»

اخوا بیا جمعه سهار وختي اسراییلو پر ایران بیا بریدونه کړي. د بریدونو په لومړۍ څپه کې، په تهران، قم، اصفهان، رشت، پاوه، یزد او څو نورو ښارونو کې ډیری ځایونه په نښه شوي او د درنو چاودنو خبر ورکړل شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG