که څه هم معلومه نه ده چې دا کمپاین څو ورځنی دی خو دغه بنسټ ویلي چې د پولیو ضد واکسینو تر څنګ به په دې دوره کې ماشومانو ته "ویټامین اې" هم ورکول شي.
دا هم ویل شوي چې "ویټامین اې " د بیلابیلو ناروغیو په وړاندې د ماشومانو دفاعي سیستم پیاوړي کوي او دا چې د دوی د سترګو دید ساتي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کمپاین په دې دوره کې به ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
خو یو شمېر کورنۍ وايي چې په وروستیو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین د دوی د هیلې سره سم نه ترسره کیږي.
هغسې چې تمه کیږي دا کمپاین په هغه شکل په ټول هیواد کې نه ترسره کیږي، د حکومت له لوري په دې برخه کې هم محدودیتونه شته، لکه ښځینه واکسیناتورانې کمې ديد بغلان یو اوسیدونکی
د بغلان ولایت یو اوسېدونکي چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د کور په کور واکسین نه کول دوی له ستونزو سره مخ کړي دي. "هغسې چې تمه کیږي دا کمپاین په هغه شکل په ټول هیواد کې نه ترسره کیږي، د حکومت له لوري په دې برخه کې هم محدودیتونه شته، لکه ښځینه واکسیناتورانې کمې دي، یا بیخي نشته، د همدې لپاره لکه څنګه چې کورنۍ تمه لري دا کمپاین هغه ډول نه پلي کیږي."
په دې وروستیو میاشتو کې د ماشومانو لپاره د پولیو واکسین پر کمپاینونوهم د طالبانو له لوري محدودیتونه لګول شوي دي او د کور په کور واکسین پر ځای په جوماتونو او روغتیايي مرکزونو کې دا پروسه ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان "ډبیلو. ایچ. او" لس ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ویروس پېښې په افغانستان کې څلور او په پاکستان کې دولس برابره زیاتې شوي دي.
ډبیلو ایچ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کډوالو تګ راتګ د دغه ویرویس د پراختیا یو اصلي عامل بللی دی.
په ورته وخت کې یو شمېر واکسیناتوران له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو د شدت له امله د پولیو واکسین د دې دورې پیل مهم بول.
کومې کورنۍ چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان لري، باید دا ماشومان د تورخم په پوله، ولایتونو، ولسوالیو او ټولو سیمو کې د واکسیناتورانو د ګرځنده ټیمونو له لوري واکسین شيیو افغان واکسیناتور
په بلخ ولایت کې یو واکسیناتور چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له پاکستانه د پولیو ویروس د انتقال د مخنیوي لپاره راستنو شویو ماشومانو ته د واکسین تطبیق مهم دی."د پولیو د واکسین دا پړاو په ډېر مهم وخت کې شروع کیږي، له پاکستان او ایرانه په ځانګړي ډول له پاکستانه ډېر زیات افغانان افغانستان ته اړول شوي دي، کومې کورنۍ چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان لري، باید دا ماشومان د تورخم په پوله، ولایتونو، ولسوالیو او ټولو سیمو کې د واکسیناتورانو د ګرځنده ټیمونو له لوري واکسین شي."
د یادونې وړ ده چې سږ کال تر اوسه پورې د افغانستان په بادغیس ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
که څه هم د طالبانو حکومت تېر کال د پولیو کومه مثبته پېښه نه وه تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له "پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ دوه اونۍ وړاندې د ماشومانو د واکسین پر کمپاین ټینګار کړی وو او له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو سره د پولیو ویروس د لېږد د خطر په اړه یې خبرداری ورکړی و.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پربنسټ د روانې اپریل په لومړیو دوه اونیو کې شاوخوا ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یواځیني دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.