د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۰

بریتانیا کې د یوې افغان فعالې د پنا ردېدو ته غبرګونونه

د یوشمېر افغان ښځو اعتراض، ارشیف
د یوشمېر افغان ښځو اعتراض، ارشیف

وروسته له هغه چې د بریټانیا د حکومت لخوا د یوې افغان ښځې د پناه غوښتنې د ردولو په اړه راپورونه خپاره شول، په دغه هیواد کې یو شمیرمېشتو افغان ښځې د بریټانیا دا پریکړه غیر عادلانه بولي او په دې اړه د بیا غور غوښتنه کوي.

په بریټانیا کې ځینو میشتو د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو پراخوسرغړونو او په افغانستان کې د بشري حقونواوسني وضعیت ته په کتو، دغه هیواد ته د یادې ښځې بېرته ستنول به له ګواښه خالي نه وي.

له دې ډلې مریم مصطفوي وویل"دا واقعاً د اندېښنې ځای دی، د افغان ښځو د پناه غوښتنو ردول په ځانګړې توګه د هغو چې د بشري حقونو په فعالیتونو اواعتراضونو کې یې برخه اخیستې، ډېره اندېښمنوونکې ده، د بریټانیا په شان د ښځو د حقونو ملاتړو هېوادونو له لوري دې ددې وضعیت او ترخو حقایقو نادیده نیول د دغو ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کوي،دا پریکړې باید د سیمو شرایطو او اصليګواښونو په بشپړه پوهه ولاړې وي، نه د عمومي ارزونو پر بنسټ."

په بریټانیا کې د ښځو د حقونو بلې مېشتې فعالې نظیفې حقپال ازادي راډیو ته وویل"په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې،جنسیتي اپارټاید روان دی او افغان ښځې او د هغوی د حقونو فعالانې له ګڼومحدودیتونو سره مخ دي، دوی شکنجه کېږي او حقونه یې نقضېږي او هر هغه څوک چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي،افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، نو په دې دلیل دا پرېکړه ناسمه ده او په دې پرېکړه د برټانسا حکومت باید له سره غوروکړي.

بریټانیوۍ ورځپاڼې ګارډین تازه راپور ورکړی چې د بریټانیا حکومت د مستعار “مینا” نومې یوې افغانې ښځې د پناه غوښتنه رد کړې ده.

په راپور کې راغلي چې مینا په افغانستان کې د بشري حقونو د دفاع لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ او وروسته یې بریټانیا پناه وړې ده.

د ګارډین په ټکو، د برټانیا د کورنیو چارو وزارت وړاندې معمولا د هغو مېرمنو چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره یې د کار له امله د طالبانو لخوا د هدفګرځیدو خطر سره مخ وې او دا چې د لویدیځو پروژو سره به یې د همکارۍ اسناد او شواهد وړاندې کړل، د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې منل.

خو د ۲۰۲۴ کال د وروستیو دریو میاشتو د کډوالۍ د احصایو له مخې، د ۲۶ افغان میرمنو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه هم د بریټانیا د حکومت لخوا رد شوي دي.

د ګارډین په راپور کې دا هم راغلي چې د مینا دوسیې ته د رسېدنې مامور ورته ویلي: "تشخیص شوې چې که ته بېرته افغانستان ستنه شې، دځورونو یا زیان له رښتیني خطر سره به مخ نه شې."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو وروسته، افغان ښځې د تعلیم او کار په ګډون له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

یو شمېر هغو ښځو چې د دې محدودیتونو په غبرګون کې یې اعتراضونو پیل کړي وو، د طالبانو لخوا بندیانې شوې او څه مودې یې د دوی په زندانونو کې تیرې کړې.

د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو په وړاندې د دې ټولو محدودیتونو لګولو او له سختو اقداماتو وروسته، ډیری افغان ښځې له دغه هیواده ووتلې اوګاونډیو هیوادونو یا اروپا او امریکا ته کډوالې شوې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG