د استانبول د ښاروال د بندي کېدو پر ضد د اعتراضونو په دوام کې د شنبې په ورځ (د وري ۹مه) یو ځل بیا په مالتپه سیمه کې، چې د دې ښار په اسیایي برخه کې موقعیت لري، پراخ لاریون وشو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په دې مظاهره کې "سلګونو زرو" کسانو ګډون کړی و، چې دا یې په تېرو لسو کلونو کې د ترکیې یوه تر ټولو لویه اعتراضي غونډه بللې ده.
خلک په داسې حال کې د اکرم اماماوغلو په ملاتړ سړکونو ته راووتل، چې د رجب طیب اردوغان حکومت په تېرو لسو ورځو کې هڅه کړې، چې دا اعتراضونه وځپي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دې اعتراضونو له پیله تراوسه نژدې ۲،۰۰۰ کسان د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
اکرم اماماوغلو، چې د استانبول ۵۴ کلن ښاروال دی، دوې اوونۍ مخکې د چهارشنبې په ورځ، د لسګونو نورو کسانو، چې سیاستوال، خبریالان او سوداګر پکې شامل وو، د مالي فساد د یوې قضیې د تحقیقاتو په ترڅ کې ونیول شو.
هغه د "جرمي سازمان په جوړولو او مدیریت، بډې اخیستلو او اخاذۍ" تورن شوی، خو نوموړي دا تورونه رد کړي دي. د جمهوریپال خلق ګوند مشر، اوزګور اوزل، چې د اردوغان د حکومت د اپوزیسیون مشري کوي، تېره اوونۍ د استانبول د ښاروالۍ مخې ته د پراخې غونډې پر مهال د اماماوغلو پر ضد تورونه "بېاساسه، بېمدرکه او بېپایه" وبلل.
نوموړي د شنبې د ورځې د مظاهرې پر مهال وویل، چې د ترکیې میلیونونه خلک د اکرم اماماوغلو د آزادېدو او د ولسمشرۍ د مخکینیو انتخاباتو غوښتونکي دي. هغه د استانبول د بندي ښاروال پر ضد لګېدلي تورونه په سیاسي انګیزه او بېبنسټه" وبلل.
په دې غونډه کې د اماماوغلو یو لیک د اعتراض کوونکو پر وړاندې ولوستل شو، چې پکې راغلي وو: "هر څومره چې وغواړي، ما بندي وساتي او محاکمه دې کړي، خو ملت ثابته کړې، چې ټولې دسیسې او لومې به له منځه یوسي."
د اکرم اماماوغلو نیونه د یوه سیاسي اقدام په توګه ارزول کېږي، څو نوموړی د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو لرې وساتل شي. خو حکومت ټینګار کوي، چې د ترکیې محکمې په خپلواک ډول پرېکړې کوي.