د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۰

اوکراین وايي، روسیه د پراخ یرغل لپاره تیاري نیسي


د اوکراین پوځي شنونکي او دولتي چارواکي خبرداری ورکوي چې روسي ځواکونه په راتلونکو اوونیو کې نوي پراخ یرغل ته تیاری نیسي.

د دې یرغل هدف، د اوکراین پر ضد د پوځي فشار زیاتېدا او د اوربند د خبرو پر مهال د کرملین د دریځ پیاوړتیا بلل شوی دی.

د اوکرایني چارواکو په وینا، دا اقدام کیدای شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا انګېزه ورکړي چې د سولې خبرې وځنډوي او د نورې خاورې د نیولو هڅه وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، د پنجشنبې په ورځ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته د سفر پر مهال وویل:


«هغوی مذاکرات اوږدوي، چې امریکا په بې‌پایه او جعلي خبرو بوخته وساتي، یوازې د دې لپاره چې وخت ومومي او نورې سیمې ونیسي.»

د جمعې په ورځ (د حمل ۸)، روسیې د اوکراین پر جنوب ختیځ ښار دنیپرو د بې‌پیلوټه الوتکو برید وکړ، چې له امله یې ۴ تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.

په دې برید کې یو هوټل، رستوران او څو کورونو اور واخیست.

زیلنسکي وویل، په ټپیانو کې یوه امیندواره مېرمن هم شامله ده، او زیاته یې کړه:
«روسیه د سولې لپاره پر نړیوالو هڅو ملنډې وهي.»

د روسیې د برید په غبرګون کې، د اوکراین هوایي ځواکونو د روسیې پر بریانسک سرحدي پوستې برید وکړ، چې پکې پوځي، مخابراتي او د څارنې تاسیسات ویجاړ شول.

اسوشیټید پریس خبري اژانس د پوځي شنونکو په حواله ویلي چې روسیه د اوکراین د ۱۰۰۰ کیلومتره سرحدي کرښې په اوږدو کې د څو اړخیزو بریدونو پلان لري.

د استخباراتي راپورونو له مخې، روسیې سومي، خارکیف، او زاپوریژیا پر سیمو ځانګړی تمرکز کړی دی.

د امریکا له خوا د ۳۰ ورځو لپاره د اوربند وړاندیز د روسیې له مخالفت سره مخامخ شوی، او په تور سمندرګي کې د محدود اوربند مذاکرات هم له خنډ سره مخامخ شوي دي.

روسیه غواړي چې د اوربند په بدل کې یې خپل دولتي بانک د سویفټ SWIFT له نړیوال بانکي سیسټم سره بېرته ونښلول شي، خو اوکراین او اروپایي اتحادیې دا غوښتنه رد کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د مارچ په ۲۶مه په مورمانسک بندر کې وویل:


«د جګړې ستراتیژیک نوښت زموږ په لاس کې دی. زموږ ځواکونه هره ورځ پرمختګ کوي او یو په بل پسې سیمې ازادوي.»

په پوکروفسک ښار کې، چې د اوکراین د دفاعي مرکزونو له مهمو ځایونو څخه ګڼل کېږي، جګړه په ځانګړي ډول شدیده شوې ده.

دا ښار د دونیڅک په سیمه کې د اکمالاتي لارو د ساتلو لپاره ډېر اهمیت لري.

د اوکراین د پوځ ویاند، سُرګر ویکتور ترهوبوف، ویلي چې روسیې د مارچ په لومړیو ورځو کې د لنډ وخت لپاره بریدونه درولي وو، خو د میاشتې په نیمایي کې یې بیا له سره پیل کړل، چې دا په دې مانا ده چې روسي ځواکونه بېرته راټول شوي او خپل توان یې بېرته ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG