د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په منځ کې ایران وايي، پر امریکايي اډو برید به برید وکړي
تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۱

د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په منځ کې ایران وايي، پر امریکايي اډو برید به برید وکړي


په داسي حال کې چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدا ده، د ایران د پارلمان رئیس ویلي چې که امریکا پر ایران برید وکړي، ایران به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.

له بلې خوا راپورونه ښيي چې واشنګټن د ایران پر اتومي تأسیساتو د احتمالي برید او همداراز په یمن کې له حوثیانو سره د مقابلې لپاره په بې‌ساری پوځي چمتووالي بوخت دی.

د امریکا دفاع وزیر، پیت هیګست، د هري ترومن الوتکې وړونکې بیړۍ ماموریت تمدید کړی او د کارل وینسن بیړۍ یې هم دې سیمې ته استولې ده

د امریکا د پوځ دا پراخ استقرار د دې نښه بلل کېږي چې د پراخو هوايي عملیاتو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د ایران د پارلمان رييس محمد باقر قالیباف د جمعې په ورځ، د حمل۸مه، د واشنګټن له لوري پر ایران د برید د ګواښ په اړه وویل، که امریکا پر ایران برید وکړي، تهران به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

د ایران د پارلمان رئیس په عین حال کې د سیمې هیوادونو ته هم غیر مستقیم ګواښ وکړ او ویې ویل: «امریکایان پوهېږي چې څومره زیان‌منونکي دي، او که زموږ پر خاوره یرغل وکړي، نو دا به د باروتو په ګودام کې د اور بلېدو په شان وي، چې له کبله به یې په ټوله سیمه کې چاودنه وشي، او بیا به نه د دوی اډې او نه یې متحدان خوندي پاتې شي.»

تر دې مخکې، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د ایران مشر علي خامنه‌يي ته په یوه لیک کې ټینګار کړی و چې «ایران یوازې دوه لارې لري: یو نوی توافق، یا نظامي مقابله.»

محمد باقر قالیباف ادعا کړې چې د ټرمپ په لیک کې د بندیزونو د لرې کولو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

له بلې خوا ایراني رسنیو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي له قوله، پرته له دې چې جزییات ورکړي، راپور ورکړی چې د دونالد ټرمپ لیک که څه هم د ګواښ بڼه لري، خو د دیپلوماسۍ لپاره یو څه دروازې هم پرانیزي.

د پنجشنبې په ورځ، د ایران د رهبر علي خامنه‌يي سلاکار او د بهرنیو اړیکو د ستراتېژیکې شورا رئیس، کمال خرازي وویل، ایران لا هم له امریکا سره د شخړو د حل ټولې لارې نه دي بندې کړي، او چمتو دی چې له امریکا سره غیر مستقیم مذاکرات پیل کړي.

دونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ایران له اتومي تړون څخه ووت، بندیزونه یې بېرته ولګول او لا یې سخت کړل.

وروسته، ایران هم په تدریجي ډول د اتومي تړون د شرایطو سرغړونه پیل کړه او د یورانیمو زېرمه او د هغې غني‌کول یې زیات کړل.

د ایران د شپېتو سلنې غني شویو یورانیمو د زېرمو د زیاتوالي له امله، لوېدیځ ځواکونه تهران په پټه د اټومي وسلو په جوړولو تورنوي.

خو ایران تل ټینګار کړی چې د دوی اتومي پروګرام سوله‌ییز دی، که څه هم یو شمېر ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د «اتومي ستراتیژۍ د بدلون» یادونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG