د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د پاکستان لخوا د افغان کډوالو په زوره ایستلو پلان د نړیوالو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او اسلام اباد باید په دې موضوع له سره غور وکړي.
دې سازمان په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ یې پر خپلې ویب پاڼې خپره کړي ویلي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو ګواښل غیر عادلانه دي او یوازې هغه کډوال اغیزمنوي چې له کلونو راهیسې له خپلو حقونو څخه بې برخې دي او له سختو شرایطو یې هلته پناه وړی ده.
د پاکستان حکومت د اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه د افغان کډوالو د وتلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نیټه ټاکلې ده، چې پنځه نورې ورځې یې هم پاتې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دا پریکړه بیرته واخلي او د افغان کډوالو حقونه تر پښو لاندې نه کړي.