یو شمیر زرګرانو هم ازادي راډیو ته تایبد کړه چې په دې ورستیو کې د طلا بیه لوړه شوې ده.
دوی یې لامل په نړیوالو بازارونو کې د بیو پورته کېدل ګڼي.
د پلازمینې کابل اوسېدونکی مشعل وايي، د همدې میاشتې په پنځه ویشتمه یې واده دی.
" د طلا بیه په افغانستان کې ډیره لوړه شوې، دا د هغو ځوانانو لپاره ډیره ستونزمنه ده، چې ودونه مخکې لري."
زما خپله له اختر نه ورسته واده دی، په دې هڅه کې یم چې یو څه برابر کړم، لږ طلا واخلم، خو ماته ډیره ګرانه او ستونزمنه ده، ځکه طلا ديره ګرانه شوېمشعل
مشعل ازادي راډیو ته وویل، غوښتل یې چې واده لپاره یو څه طلا واخلي خو په خبره یې،
" زما خپله له اختر نه ورسته واده دی، په دې هڅه کې یم چې یو څه برابر کړم، لږ طلا واخلم، خو ماته ډیره ګرانه او ستونزمنه ده، ځکه طلا ديره ګرانه شوې، هغه هم په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې د خلکو اقصادي ستونزې او بیکاري پراخه شوې ده."
معصومه د کابل ښار بله اوسېدونکی ده چې وايي د خوريي واده یې دی، ولاړ ول چې ناوې ته طلا واخلي، خو وسه یې ونشوه.
" اوس دا غریب خلک څه وکړي؟ وايي طلا راته واخلئ، طلا راته واخلئ، له کومه یې کړي په دې غریبۍ او ناچارۍ کې."
کابل کې یو شمیر زرګران هم تایدوي چې په دې ورستیو کې د سرو زرو یا طلا بیه لوړه شوې ده.
اوس دا غریب خلک څه وکړي؟ وايي طلا راته واخلئ، طلا راته واخلئ، له کومه یې کړي په دې غریبۍ او ناچارۍ کېمعصومه
د ننګرهار په نوم د یوې زرګرۍ خاوند جاوید ازادي راډیو ته وویل،
" دا نړیوال نرخ دی، د دې نرخ خو له لندن نه راځي، مونږ یې د همغې له مخې خرڅوو، مخکې یوه توله طلا په ۸۰۰ تر اته نیم سوه ډالره وه خو اوس په ۱۱۵۰ ډالره شوې ده."
د هارون په نوم د یوې زرګرۍ خاوند هم چې خپل نوم یې همدا دی، ازادي راډیو ته دا خبره تایید کړه:
" یو ګرام ۲۱ طلا فعلا د کابل په بازرونو کې په ۶۵۰۰ افغانۍ ده او ۱۸ طلا ګرام ۴۵۰۰ ته رسېدلې ده، لامل یې دا دی چې په نړیوالو بازرونو کې یې بیه لوړوه شوې ده."
هارون وايي دا چې ولې په نړیوال بازار کې د طلا بیه لوړ شوی دوی یې په لامل نه پوهېږي خو په خبره یې د زرګرانو تر منځ اټکل دا دی چې نوره هم ګرانېږي.
په هغه نرخ پاڼه کې چې کابل کې د زرګرانو ټولنې کابو پنځه ورځې مخکې زرګرانو ته ویشلې او دوی یې تصویر ازادي راډیو سره شریک کړی، په نړیوالو بازارونو کې د یو اونس طلا بیه ۳۰۳۵ ډالره ښودل شوې ده.
په نرځ پاڼه کې راغلي چې د کابل زرګران باید یو ګرام ۲۲ عیاره طلا په ۶۹۳۰ افغانۍ، یو ګرام ۲۱ عیاره طلا يه ۶۶۰۰ او یو ګرام ۱۸ عیاره طلا په ۵۶۰۰ افغانۍ خرڅه کړي.