د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
ان ار سي: افغانان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري خو زموږ بودیجه کمه، او مرستې مو محدودې شوي دي
تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۲

ان ار سي: افغانان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري خو زموږ بودیجه کمه، او مرستې مو محدودې شوي دي


افغان ماشومان په سړکونو کې پلاستیکونه ټولوي
افغان ماشومان په سړکونو کې پلاستیکونه ټولوي

په افغانستان کې د بشري مرستو په کمېدو سره، ملیونونو اړمنو کسانو سره د مرستې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو کمښت، خلک له جدي ناورینونو سره مخ کوي او د بشري سازمانونو فعالیتونه یې په جدي ډول محدود کړي.

(ان ار سی) د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۴ نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ستونزه به ښې پایلې ونه لري او په خطرناک ډول به د ښځو او ماشومانو پر ژوند اغیز وکړي.

په اعلامیه کې افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا د مرستیال اسوز وان میګن له قوله ویل شوي،

"په داسې حال کې چې نارینه، ښځې او ماشومان بیړنیو مالي مرستو او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، (ان ار سي) اوشریکان یې د مهمو مرستندویانو له‌خوا د جدي بودجوي کمښت سره مخ دي."

افغانان جدي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د ان ار سي په ګډون نورو بشري سازمانونو مرستې په کافي اندازه کمې شوي دي
په افغانستان کې د ان ار سي مرستیال

(ان ار سي) زیاته کړې چې، د ډېری نورو بشري سازمانونو په څېر دوی هم اړ شوي چې په یو شمېر ولایتونو کې خپلې دفتري چارې وتړي، او ځینې نور دفترونه یې هم د بندېدو له خطر سره مخ دي.

د ان ار سی د معلوماتو له مخې دا مرکزونه بیا راستندونکو کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو سره د سرپناه، خوړو، او روغتیا په برخه کې په ځانګړي ډول میرمنو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د یو شمیر موسسو کارکوونکي افغانان هم په ځینو ولایتونو کې د بشري مرستو بندېدل او محدودېدل تاییدوي.

په بغلان کې د یوې مرستندویه مؤسسې یوه ځایي رضا کار، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

"تقریباً تر دلوې میاشتې پورې مرستې روانې وې، خلکو ته د خوراکي توکو، جامو او نورو شیانو مرسته کېده، خو له حوت میاشتې وروسته دا مرستې بندې شوې."

په سمنګان کې د یوې بلې مرستندویه مؤسسې پخواني کارکوونکي هم تایید کړه چې هلته د ډېری مؤسسو فعالیتونه درېدلي، او که کومه مؤسسه فعاله هم وي، په خبره یې د مرستو ویش یې محدود شوی دی.

تقریباً تر دلوې میاشتې پورې مرستې روانې وې، خلکو ته د خوراکي توکو، جامو او نورو شیانو مرسته کېده، خو له حوت میاشتې وروسته دا مرستې بندې شوې
د مرستندویه موسسې کارکوونکی

"تقریبا ټولو موسسو خپل کارونه دلته درولي، که کومه یوه فعاله هم وي مرستې یې محدودې دي، مرستې نشته او د خلکو اقتصادي وضعیت ډیر خرابه دی."

خو اړمن وايي، دوی بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

وجیهه، چې د پروان ولایت اوسېدونکې ده، ازادي راډیو ته یې وویل:

"هیڅ مرسته مو نه ده ترلاسه کړې، درې ماشومان مې ناروغان دي، اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی، کاشکې خدای غریبان هیڅ نه پیدا کولای".

نظیفه، چې په کابل کې ژوند کوي، وایي:

"زه خپله ناروغه یم، لوړ فشار ستونزه لرم، کرایې کور کې اوسېږم، مېړه مې تقاعد شوی، هیڅ ډول عاید نه لرم، تر اوسه له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې."

د یادونې ده چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې د یو اجرائیوي فرمان له مخې، د امریکا ټولې بهرني مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې دي، او ویلي یې دي چې د امریکا بهرني مرستې د دې هېواد له ګټو سره همغږي نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG