د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
طالبان له پاکستانه غواړي چې افغان کډوال په عزت سره افغانستان ته ستانه کړي
تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

طالبان له پاکستانه غواړي چې افغان کډوال په عزت سره افغانستان ته ستانه کړي


افغان کډوال په چمن کې د خپلو اسنادو کنټرول ته ناست دي
افغان کډوال په چمن کې د خپلو اسنادو کنټرول ته ناست دي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د " اې سي سي " کارتونو لرونکو افغان کډوالو ته د دې هیواد د حکومت له خوا د وتلو ورستي مهلت ته نژدې یوه اونۍ پاتې ده، د طالبانو حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې د جبرې ستنولو پر ځای افغان کډوال په تدریجي او ابرومندانه ډول خپل هیواد ته ستانه کړي.

دا غوښتنه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کابل ته د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په لیدنه کې کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د پاکستان ځانګړي استازي په دې لیدنه کې د افغانستان امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه بللی او ژمنه یې کړې ده چې افغانانو ته د ویزو د ورکړي او پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو اړین اقدامات به کوي.

له تورخم له لارې د افغانانو جبري ایستل پخوا پیل شوي دي

د طالبانو حکومت له پاکستانه دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې تازه د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې پرون شنبه د مارچ په ۲۲ مه پاکستان د تورخم له لارې ۲۱۵۰ بې اسناده افغان کډوال په جبري ډول له کرښې اړوي او د طالبانو حکومت ته یې تسلیم کړي دي.

د پاکستان حکومت مخکې د طالبانو د حکومت دا غوښتنه، چې له پاکستانه یې د افغان کډوالو د ایستلو نېټه وځنډېږي رد کړې وه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا غوښتنه له دیپلوماتیکو لارو شوې وه خو د تېرې پنجشنبې ورځ د مارچ شلمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې د افغان تابعیت کارتونو "اې سي سي" لرونکو او نورو ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوې نېټه نه ده بدله شوی.

تورخم- یوه ماشومه له خپلې اوه میاشتنۍ خور سره افغانستان ته د اوښتو پرمهال (آرشیف)
تورخم- یوه ماشومه له خپلې اوه میاشتنۍ خور سره افغانستان ته د اوښتو پرمهال (آرشیف)

پاکستان د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د "اې سي سي " کارتونو لرونکو او نورو ناقانونه افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړه او ویې ویل چې که دوی په خپله خوښه ولاړ نه شي نو په وړاندې به یې له زوره کار واخیستل شي.

افغان کډوال وايي، ورکړل شوی مهلت کافي نه دی

په پاکستان کې میشت د " اې سي سي " کارت لرونکو یو شمېر افغان کډوال وايي ورکړل شوی مهلت ډېر کم دی او په دومره کمه موده کې دوی نه شي کولای له دې هیواده وتلو ته ځانونه چمتو کړي.

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې میشت افغان کډوال عباد الله ازادي راډيو ته وویل"ستونزه داده چې زموږ اولادونه دلته زده کړې کوي، زموږ دلته کاروبار دی، زندګي روانه ده، هلته به موږ څه وکړو؟ موږ له پاکستان غوښتنه کوو چې په خپله دې پرېکړه بیا غور وکړي."

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کراچۍ کې میشت افغان کډوال حاجي تور باز چې دا هم د ای سي سي کارت لري وايي درې نسله یې په دې هیواد کې راستر شوي او دا چې اوس بېرته خپل هیواد ته ستنیږي ورته ډیره سخته ده. نوموړی وايي"نه په هغه وطن بلد یو، ماشومان مو دلته رالوی شوي دي، هغه وطن یې نه دی لیدلی، نه هلته ځمکه لرو، نه کور او نه دومره وس لرو چې ولاړ شو، نو موږ به هلته څه وکړو چې ولاړ شو."

کوم افغانان اې سي سي کارتونه لري؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د راپور بر بنسټ په پاکستان کې څه دپاسه ۸ لکه افغان کډوال د " اې سي سي " کارتونه لري. دا کارتونه په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته ورکړل.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې وروسته له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړه.

یو این ایچ سي ار ویلي له دې اعلان وروسته نږدې اته لکه پنځوس زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG