د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستاني چارواکو له لورې په بلوچستان کې د سیاسي فعالانو نیول د اندېښنې وړ دي
تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۰

د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستاني چارواکو له لورې په بلوچستان کې د سیاسي فعالانو نیول د اندېښنې وړ دي


د بخښنې نړیوال سازمان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني چارواکو له خوا د سیاسي فعالانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو دې مدافع ډلې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې بلوڅ فعالان او مخالفین د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د غیرقانوني نیونو په لړۍ کې د پاکستان د بشري حقونو له مکلفیتونو سره په تضاد کې په نښه کېږي.

د بخښنې د نړیوال سازمان بیان د بلوڅ د یکجهتۍ د کمیتې تنظیموونکی بیبیرګ بلوچ او د هغه ورور همال بلوچ د مثال په توګه یادوي او وايي چې دوی د تروریزم پرضد د مبارزې د ادارې چارواکو پرون په کوټه کې له خپل کور څخه ونیول.

بیان زیاتوي چې په همدې ورځ د بولان د طبي کالج مرستیال الیاس بلوچ وروسته له هغه ونیول شو چې چارواکو ته یې د نجونو پر لیلیه د چاپې اجازه ورنه کړه.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز په جبري ډول د لادرکه شویو بلوڅانو د کورنیو د پنځو غړو د نیولو خبر هم ورکوي او د بلوچستان پر ایالتي چارواکو غږ کوي چې د غیرقانوني نیونو لړۍ ودروي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې تراوسه یې نیولي دي.

د پاکستان حکومت د دې فعالانو د نیونو لړۍ وروسته له هغه چټکه کړه چې وسله والو په بلوچستان ایالت کې د مسافرو پر یوه اورګاډي د برید پرمهال له ۴۰۰ ډېر کسان یرغمل کړل او له ډلې یې لسګونه کسان ووژل.

د دې برید پړه د بلوڅانو د ازادي بښونکي پوځ په نوم د بېلتونپالو ډلې ومنله.

XS
SM
MD
LG