خوشحالي هغه نعمت چې افغانان ترې یو ځل بیا محروم اعلان شول.
د خوشحالۍ په ۱۳ کلني راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۰مه، د خوشحالۍ د نړیوالې ورځې سره هممهاله خپور شوی، افغانستان یو ځل بیا د ۱۴۷م مقام په ترلاسه کولو سره د لړ لیک په ورستي ځای کې دی.
سیرالیون، لبنان، مالاوي او زیمبابوې هم له افغانستان وروسته د لړلیک په اخر کې دي.
فنلنډ بیا د اتم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد اعلان شوی، ورپسې ډنمارک، ایسلنډ، سویډن او هالنډ دوهم، دریم، څلورم او پنځم ځایونه خپل کړي دي.
فنلنډ بیا د اتم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد اعلان شوی، ورپسې ډنمارک، ایسلنډ، سویډن او هالنډ دوهم، دریم، څلورم او پنځم ځایونه خپل کړي دي
د دې راپور له مخې، چې د ګالوپ مؤسسې، د آکسفورډ د هوساینې د مطالعاتو مرکز، د ملګرو ملتونو د پایدار پرمختګ د حللارو شبکې او د خوشحالۍ د کلني راپور اداري بورد په ګډه چمتو کړی، افغانان تر ټولو کمې د مثبت او تر ټولو زیات د منفي احساساتو فریکونسۍ لري.
په راپور کې راغلي چې افغانستان د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نږدې ۲.۷ امتیازه له لاسه ورکړي، او د ژوند د ارزونې اوسط یې اوس ۱.۳۶ ته راټیټه شوې، چې دا تر ټولو ټیټ اوسط دی، چې تر اوسه ثبت شوی دی.
سربېره پر دې، په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې ژوند، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، ډېر سخت دی.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې وايي، د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه یې خوشحالۍ او هیلې له منځه وړی دي.
د دې مېرمنو له ډلې یوه، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه له ښودلو غوښتنه وکړه، ازادي رادیو ته یې وویل،
"د خبریالانو نیول روان دي او خبریالان لا هم معلوماتو ته لاسرسی نه لري، تل د امنیتي ځواکونو لخوا ځورول کېږي، دوی ان نه شي کولای چې له خلکو سره په سمه توګه خبرو ته لاسرسی ولري."
برسیره پر محدودیتونو، یو شمېر افغانان د خپل خپګان اصلي لامل بې وزلي او اقتصادي ستونزې او بېکاري بولي.
یوه بله مېرمن، چې هغې هم ونه غوښتل نوم یې خپور شي، وویل،
"په افغانستان کې هر خوا چې وینې خپګان دی، هره ورځ، هره شیبه، داسې ده چې مړه کیږو، بې مرګه مرګ دی. زه ځکه خپه یم چې ماشومان مې راته وايي، مورې موږ ته کالي، موږ ته دا شی واخله، هاغه شی واخله خو توان یې نلرم، دوی ته چې وینم او بیا خپلې بې وسې ته چې وینم خپه کیږم."
موسی احمد، چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، وايي،
زموږ د خپګان لامل دا دی چې په افغانستان کې څوک خپل غږ نه شي پورته کولای، خپل حقونه نه شي غوښتی، ټول په زندان کې ديد کابل اوسیدنکی
"زموږ د خپګان لامل دا دی چې په افغانستان کې څوک خپل غږ نه شي پورته کولای، خپل حقونه نه شي غوښتی، ټول په زندان کې دي، دغه شان کله چې ماشومان دې درنه کالي وغواړي، میوه وغواړي او ته ورته ډوډۍ او اوبه هم تیار نه شې کړای، دا ټول خپګان او جګرخوني ده."
طالبانو په افغانستان بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر زدهکړو، کار، ټولنیزو، سیاسي او کلتوري فعالیتونو او آزاد تګ راتګ پراخ محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کړل شوي دي.
بیلابیلو نړیوالو سازمانونو مخکې راپور ورکړی و، چې دغه محدودیتونه د ښځو ترمنځ د ژور خپګان او نا هیلو لامل شوي دي.
دغه شان په دغه موده کې بې وزلي او بېکاري په افغانستان کې زیاته شوي، چې دا هېواد یې د نړۍ د تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ کړی دی.
نن د مارچ ۲۰مه د خوشحالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
سږ کال د ورځې شعار " پالنه او شریکول" دي چې ټولنو کې مهرباني او سخاوت پیاوړی کوي او هوساینه رامنځته کوي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال کې د مارچ ۲۰مه د خوشحالۍ د نړیوالې ورځې په نوم اعلان کړه، څو د خلکو د خوښۍ او سوکالۍ ارزښت ته پاملرنه وشي.