یو شمیر دوی د ازادي راډیو په واتسپ رالېږلو پیغامونه کې ویلي، له دې امله اړ شوي چې خپل ځوانان د کار لپاره نورو هیوادونو ته ولېږي.
ان دوی وايي، د اختر په دې شپو ورځو کې یې هم د کار بازارونه ساړه دي.
د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت وايي، "دلته کار و بار نشته، په دا ټوله منطقه کې د سل روپیو کار نشته، خلک ګرځي، ټول ګرځي کار نشته"
دلته کار و بار نشته، په دا ټوله منطقه کې د سل روپیو کار نشته، خلک ګرځي، ټول ګرځي کار نشتهنعمت
نعمت د ازادي رادیو په واتسپ په خپل رالېږلي پیغام کې ویلي، د دوی د سیمې سلګونه ځوانان د کار او مزدورۍ د پیدا کولو لپاره ایران ته تللي دي:
" زمونږ د منطقي خو ډیر خلک ایران ته ځي، تقریبا یونیم زر تر شپاړلس سوو ځوانان په ایران کې په کار لګیا دي، د ایران تومن هم ډیر لوېدلی دی."
ایران هغه هیواد چې په افغانانو یې د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ د کار بندیز هم لګولی دی.
ایراني چارواکو خپلو وګړو ته یې ویلي چې بهرنیو اتنباعوو ( افغانانو) ته کار ورنه کړي او که چا سرغړونه وکړه جریمه به شي.
د کندهار ولایت اوسېدونکي بخت محمد روشان هم په خپل پیغام کې د بې کارۍ له ستونزې سر ټکولی دی:
" دلته یو څه اقتصادي ستونزې شته او د معاش نه شتون، یو څه کسان معاش اخلي خو په ټوله کې ډیر خلک شته چې بیکاره دي، ځکه کار له سره نشته."
دلته یو څه اقتصادي ستونزې شته او د معاش نه شتون، یو څه کسان معاش اخلي خو په ټوله کې ډیر خلک شته چې بیکاره دي، ځکه کار له سره نشتهبخت محمد روشان
ازادي راډیو ته د سه شنبې په ورځ ( د کب په ۲۸) مه د دولتي ادارو یو شمیر کارکونکو ویلي وو چې د دوو میاشتو دلوې او حوت معاشونه یې نه دي اخیستي.
خو د طالبانو حکومت د مالیې وزارت بیا ویلي چې همدا روانه اونۍ به دولتي کارکونکو ته معاشونه ورکړل شي.
دا ستونزه داسې مهال ده چې اختر ته څو ورځې پاتې دي او خلک پیسې نه لری.
د هلمند ولایت یو اوسېدونکی چې خپل نوم یې نه دی اخیستی خو وايي خیاط دی، د ازادي راډیو واټسپ ته یې په خپل رالېږلي پیغام کې ویلي چې د خياطانو کارونه هم اوس هغه پخواني نه دي پاتې:
" زه خپله خیاطي کوم، کارونه یو څه کمزوري دي، چندان شی نشته، دا نورو کلونو غوندي نه دي خلک جامې نه شی کولای، خلک یو څه کمزوري دي وس او قدرت یې نه لري."
دا په داسې حال کې ده چې مخکې کلونو کې به له روژې مخکې خیطانو ته د ګنډلو لپاره جامې وروړلې ځکه ورسته به یې د کار د زیاتېدو له امله نه اخیستې.
د یادونې ده چې مخکې هم د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو اوسېدونکو د بیکارۍ ستونزه له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده.
د طالبانو حکومت په وار وار ژمنه کړې چې خلکو ته به د کار زمینه برابروي.
د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په مرغومي میاشت کې بهر ته د ماهرو کارګرانو د لېږلو لپاره هم له یو شمیر نورو اړوندو ادارو سره په ګډه غونډه کړې وه، خو د دې غوندې عملي پایلې بیا له رسنیو سره نه دي شریکې شوي.