د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
نوروز، د طبیعت هغه جشن چې طالبان یې ناروا بولي، خو ځينې خلک یې په پټه او ښکاره لمانځي
تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

نوروز، د طبیعت هغه جشن چې طالبان یې ناروا بولي، خو ځينې خلک یې په پټه او ښکاره لمانځي


د کابل کارته سخي‌ زیارت، ارشیف
د کابل کارته سخي‌ زیارت، ارشیف

دا څلورم پرله پسې کال دی چې د افغانانو لرغونی او کلتوري جشن ( نوروز) هیڅ ډول رسمي مراسم نه لري. طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د نوروز رسمي رخصتي او مراسم لغو کړل خو وې ویل چې خلک خپلې پسرلنۍ میلې کولای شي. سبا جمعه د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لومړۍ نیټه یا د نوروز ورځ ده.

کله چې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال د جشن یادونه کیږي، نو د تاریخي بلخ ولایت او په مزار شریف کې د روضې مبارکې نوم جوخت ورسره د انسان ذهن ته راځي.

د نوروز او نورو عادي ورځو هیڅ توپیر نشته
د بلخ یو فرهنګي فعال

دا هغه جشن دی چې له اوږدو زمانو را پدیخوا افغانستان کې د یوې دودیزې میلې په توګه لمانځل کېږي، خو اوس یې ورځ تر بلې رنګونه پیکه کیږي.

" د نوروز او نورو عادي ورځو هیڅ توپیر نشته"

جلال شیرزاد د بلخ ولایت یو فرهنګي فعال دی. هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دا مهال په بلخ کې د نوروز هیڅ ډول رسمي مراسم نشته." مونږ د معمول په څېر د نوي کال په ورځ خپل کاري دفتر ته ځو، دوکانداران خپلو کارونو ته ځي، نه په دولتي ادارو کې رخصتي شته او نه هم په موسساتو کې."

د افغانستان په بلخ ولایت، مزارشریف کې
د افغانستان په بلخ ولایت، مزارشریف کې

پخوا به د نوروز په ورځ د مزار شریف په روضې مبارکه کې د جنډې پورته کولو رسمي مراسم ترسره کېدل چې د کابل او نورو ولایتونو لوړپوړو چارواکو په کې برخه اخیسته.

طالبانو د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته د نوروز پر رسمي لمانځلو بندیز ولګوه او له جنتري نه یې رسمي رخصتي هم لغو کړه.

هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دوی نوروز په رسمي ډول نه لمانځي، خو په وینا یې د خلکو له خوا یې د لمانځلو مخه نه نیسي.

بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه چارواکي وویل چې سږ کال هم د نوروز لپاره هیڅ رسمي پروګرام په پام کې نشته.

له جلال شیرزاد نه مې د نوروز په درشل کې د مزارشریف د ګڼې ګوڼې او بازار د وضعیت په اړه وپوښتل، هغه وویل چې اوس د نوروز شور او زوږ نشته." بلخ ولایت کې به خورا ګڼه ګوڼه وه، د نوروز په مناسبت به نوي تغیرات او مثبت بدلونونه راتلل. ښار کې به تغیرات راتلل، اشارې به ورته جوړېدلې او ښار به صفا کېده. اوس دا نشته. تفریح شته، خو هغسې نه لکه پخوا. پخوا به خلک له نورو ولایتونو راتلل، دلته به یې شپې کولې او د نوي کال په شپه به ډيره ګڼه ګوڼه وه، د روضې لارې به د موټرو پر مخ بندېدې."

نوروز د منځنۍ اسیا د هېوادونو او ایران ملي جشن دی. دغه جشن په افغانستان، عراق، ترکیې، سوریې او یوشمېر نورو هېوادونو کې هم لمانځل کیږي.

د نوروز په درشل کې یوشمېر افغانان هفت مېوه او سمنک هم جوړوي چې د یوشمېر افغانانو په خبره، د اقتصادي ستونزو له کبله دغه دود هم ټکنی شوی دی.

د کابل اوسیدونکی محمد طاهر وایي، پخوا یې نوروز ته جامې کولې او نور چمتوالی یې ورته نیوه، خو په خبره یې اوس د نوروز نوم هم نه شي اخیستلی.

هغه نو یو وخت و، اوس څوک د نوروز په قصه کې نه دي، ولا که یې څوک یاد هم کړي
د کابل اوسیدونکی محمد طاهر

" هغه نو یو وخت و، اوس څوک د نوروز په قصه کې نه دي، ولا که یې څوک یاد هم کړي. پخوا به چا جامې کولې او چا به هفت میوه، هر چا به د خپل وس په اندازه یو څه خوشالي کوله. اوس دا نشته. عمده دلیل یې د اقتصاد خرابوالی دی، بله دا چې ( امارت اسلامي) دغه میلې، پزیرایي ګانې او نورې خوښۍ بندې کړې."

د کابل یوه اوسیدونکې مرسل وایي، پارکونو او تفریح ځایونو ته د دوی په تګ بندیز هغه یوازنی لامل دی چې د دې سږنی نوروز پخوانیو هغو ته کمرنګه دی.

" د پخوا پرتله مې سږ کال نوي کال ته ځانګړی چمتوالی نه دی نیولی، له کله چې حکومت بدل شوی ( د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته) ښځې اجازه نه لري چې تفریح ځایونو ته ولاړې شي. مونږ له طالبانو مخکې د نوروز په ورځ تفریح ته وتلو، اوس هغه پخوانی شور او شوق نه دی پاتې."

د کابل بله اوسیدونکې بیا د نوم نه ښودو په شرط وایي چې هفت میوه یې جوړه کړې او ماشومانو ته یې د نورزو لپاره کالي کړي، خو وایي د پخوا پرتله یې تیاری کم دی.

" فعلا د امارت په حکومت کې یو، خاصه ازادي نه لرو. چکر ته نه شو تللی، ګرځیدلی نه شو. نور کله به چکر ته تللو، څو فامیلونه به یوځای شولو. اوس مې ماشومانو لپاره کالي او هفت میوه تیاره کړې ده، نور نو په دې حکومت کې خاصه امادګي نه شو نیولی."

د پکتیا د مرکز ګردیز د وچې میوې یو دوکاندار وایي، پخوا به د نوروز په درشل کې خلکو د هفت میوې په خاطر له دوی څخه میوه اخیسته خو وایي، سږ کال دې شپو ورځو کې هیڅ یو مشتري د هفت میوې لپاره نه دی ورغلی.

"په پکتیا ولایت، په ځانګړي ډول په ګردېز ښار کې دا دود دی چې موږ هفت میوه تیاروو، خو سږکال، باور وکړئ، لکه څنګه چې په ټوله افغانستان کې بدلون راغلی، دلته هم هماغسې ده. هېڅوک د نوروز په اړه خبرې نه کوي، او هېڅوک د هفت میوې پوښتنه نه کوي. اقتصادي وضعیت ښه نه دی."

خو په افغانستان کې شته داسې ځوانان چې وایي، د نوي کال په ورځ مېله ځایونو ته ځي او غواړي چې له خپلو ملګرو سره دا خوښي او د طبیعت جشن ولمانځي.

د کندهار اوسیدونکی نصیب الله اڅکزی چې کابل کې اوسیږي وایي، هوډ یې درلود چې د نوي کال لپاره مزار شریف ته ولاړ شي، خو په وینا یې سالنګ لاره کې د ستونزې له کبله غواړي د کندهار میله ځایونو ته ځان ورسوي " سږ کال نوروز کې مې اراده ده چې د کندهار خواته ولاړ شمه، نورو کلونو کې به مزار ته تللم، سږ کال د سالنګ لاره فکر کوم بنده ده، که یې جوړوي، نو ځم کندهار خواته، ځکه په تنګ یم او غواړم په میله باندې کندهار ته ځم."

د نوروز له لمانځلو سره پخوا ځوانانو په میله ځایونو کې په ډاډه زړه موسیقي اورېده او ګډا او اتڼونه یې کول.

کابل، مزارشریف او کندهار کې ملي او محلي سندرغاړو کنسرتونه او د ټنګ ټکور محفلونه جوړول، خو اوس پر دې هر څه بندیز لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG