د ملګروملتونو امنیت شورا پرون (د کب ۲۷مه) په هغه پرېکړه لیک کې چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما ماموریت تمدید شو ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې طالبان پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار او په عام محضر کې د خبرو کولو بندیز لیرې نه کړي.
امنیت شورا په دې غونډه کې د رایو په اتفاق د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷پورې وغځوله.
طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته نه یوازې د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ولګاوه، بلکې له ټولنیز ژوند څخه یې هم څنډې ته کړې او په رسنیو کې د ښځو د غږ پر خپرولو یې بندیز ولګاوه. امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د لګولو له پالیسیو سمدستي لاس واخلي.
که طالبان په رښتیا په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ګډون غواړي نو باید په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي روزا اوتونبایووا
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایووا تېره اونۍ د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې که طالبان په رښتیا په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ګډون غواړي نو باید په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکس په یوه بیان کې د یوناما د ماموریت د تمدید په غبرګون کې وویل، د ملګروملتونو استازولي باید د افغانستان او ملګروملتونو او د نورو هېوادو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کولو، د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په ملاتړ او سم انعکاس، د افغانانو د نړیوالو حقونو د ترلاسه کولو، د بېځایه تحریمونو د لیرې کولو، د افغانانو د شتمنیو د غصب په پای ته رسولو او افغانانو ته په دې سازمان کې د افغانستان د کرسۍ پر سپارلو تمرکز وکړي.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی چې د دې عمده علت پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه بلل کېږي.
مېرمن اوتونبایووا د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته د وینا پرمهال وویل، افغانان په خپل شخصي ژوند کې د طالبانو له لاسوهنو پوزې ته راغلي او له نورې نړۍ د افغانستان د لا منزوي کېدو له پلوه اندېښنه لري. هغې زیاته کړه چې افغانان طبعا خوشاله دي چې جګړه پای ته رسېدلې، ثبات راغلی او لږترلږه نارینه آزادانه هرځای تللی شي خو د نوموړې په وینا دا هغه سوله نه ده چې خلک په عزت او خپلو بشري حقونو ته په درناوي د یوې ډاډمنې راتلونکې په هیله ژوند وکړي.
د امنیت شورا پریکړه لیک د افغانستان د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې ده. د ملګروملتونو د راپورونو له مخې شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان چې د افغانستان د ټولو وګړو نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
همداراز د یوناما مشرې تېره میاشت وویل چې په افغانستان کې له ۲۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه د بودیجې د کمښت له کبله تړل شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۱،۸ میلیون افغانان له هغې ډلې هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته دي له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي