په داسې حال کې چې په پاکستان کې بې اسنادو افغان کډوالو او د «اې سي سي» کارتونو لرونکو د اوسیدو وروستۍ نیټې ته له دوو اونیو کم وخت پاتې دی، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد حکومت د دې مودې د غځولو لپاره د طالبانو د حکومت غوښتنه رد کړې ده.
له دې ډلې ایکسپریس ټریبیون د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۷ د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې له ډیپلوماټیکو لارو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي او دوی ته نور وخت ورکړي.
وړاندې د پاکستان د حکومت د یوه چارواکي په حواله چې راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی راغلي چې پاکستان د دې غوښتنې په ردولو ټینګار کړی، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۳۱مې وروسته د بې اسنادو افغان کډوالو او «اې سي سي» کارت لرونکو د ایستلو پرېکړه وروستۍ ده.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
له دې سره د «اې سي سي» کارتونو درلودونکي افغانان افغانستان ته یې د احتمالي شړلو له امله سخت اندېښمن او له پاکستانه د لا زیاتې مودې ورکولو غوښتونکي دي.
افغان کډوال عبدالله چې په اسلام اباد کې مېشت دی، ازادي راډیو ته یې وویل چې دوی ځوروري:
“موږ ته یې وویل چې له دې ځایه ولاړ شئ، له سختیو سره به مخ شئ، موږ ورته وویل چې دلته زموږ کار اوبار دی چېرې ولاړ شو؟موږ ته یې وویل چې د مارچ تر ۳۱ مې وخت لرئ که له دې ځای ولاړ نه شئ له ډېر بې عزتۍ سره به مخ شئ، اوس ډېر اندېښمن یو.”
یو بل افغان کډوال رحمت الله هم ورته اندېښنه څرګندوي:
“نه کار ته تللی شو او کار کولای شو، پرون ناوخته یې ېما د تره زامنو په ګډون ځینې کسان ونیول، هغوی یې تر تکسیلا سیمې بیولي وه او خوشې یې کړل، یوازې یې ونیول او پیسې یې ترې واخیستې، موږ غواړو چې زموږ د اقامې وخت وغځول شي او موږ تر لوی اختره وخت راکړي.”
د پاکستاني رسنۍ ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان مرکزي حکومت ایالتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره لازم تدابیر ونیسي.
خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی نه باید په زوره له پاکستانه وایستل شي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي چې د افغان کډوالو په اړه د مرکزي حکومت پالیسي نیمګړې ده او وروستي چلند یې د بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي.
«اې سي سي» د افغان کډوالو د پېژندلو کارتونه دي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ په ۲۰۱۷ کال کې د یوې هوکړې له مخې، سلګونه زره افغانانو ترلاسه کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې کابو ۸۰۰ زره افغان کډوال د «اې سي سي» کارتونه لري.
د پاکستان حکومت د مارچ په ۷مه اعلان وکړ چې ټول هغه افغان کډوال چې بې اسناده دي او هغه کسان چې د «اې سي سي» کارتونه لري باید د مارچ تر ۳۱مې له هېواده ووځي، که نه نو د روان کال د اپریل له لومړۍ نېټې به د دوی شړلو بهیر پیل کړي.
د "اې سي سي" کارتونو لرونکو سربیره یو شمیر نور افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، هم د وېزو د غځولو د ځنډیدو له امله اندیښمن دي او وایي چې که د ایستلو له خطر سره مخامخ او افغانستان ته د ستنیدو لاره نه لري.