د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د ډیورند کرښې دواړو غاړو دوهمه غونډه


د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو لسګونه قومي مشران او سوداګر نن په تورخم ښارګوټي کې راټول شول او په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې د دایمي حل لپاره یې بحثونه وکړل.

د جرګې یو غړي او په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دکتور مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل: "دواړو لورو په لانجمنو ټکو یو وار بیا بحثونه وکړل، دواړه لوري به د بحثونو پایلې له خپلو مشرتابه سره شریکوي چې د ستونزو لپاره د حل لارې پیدا شي، نن تر ماښامه به د جرګې غړي یو بل سره خپل پیغامونه شریکوي او دواړه لوري د لانجمنو مسایلو د حل تر څنګ به د خپلو اړخونو د کمیسارانو سره ناسته کوي تر څو لاره په عاجل ډول خلاصه شي."

نوموړي دا هم وویل چې د کرښې دې غاړه د طالبانو له لوري د پوستې د جوړېدو مسئله چې پاکستاني اړخ ته د منلو نه ده ښايي د کابل او اسلام اباد ترمنځ پرې په لوړه کچه خبرې وشي او ستونزه حل شي.

د کرښې بلې غاړې ته د جرګې یوه غړي ملک صدر شاه خالد ازادي راډيو ته وویل چې په جرګه کې پرېکړه وشوه چې دورازه باید ژر خلاصه او اوربند ټینګ شي، خو په خبره یې په لانجمنه سیمه کې د طالب ځواکونو له لوري په پوسته د کار د درېدو په برخه کې افغان لوري تر نن ماښامه وخت وغوښت: "په ډزبندۍ او د دروازې په خلاصېدو دواړو لورو د رایې یووالی درلود، خو درېیمه مسئله چې په لانجمنه سیمه کې د تأسیساتو جوړول دي، افغان جرګې وخت وغوښت، دوی به تر ماښامه موږ ته خبر راکوي، موږ هیله لرو چې افغان مقامات او جرګه به په لانجمنه سیمه کې کار دروي او دا ستونزه به حل کېږي."

د جرګې د نن ورځې په ناسته کې د افغانستان له اړخه ۲۵ او د پاکستان له اړخه ۳۶ قومي مشرانو او سوداګرو برخه اخیستې وه.

دا په تورخم کې د رامنځته شوې شخړې او د دروازې له بندېدو وروسته دوهمه ناسته ده چې د دواړو لورو سوداګر او قومي مشران یې ترسره کوي.

دا ناسته تېره اوونۍ پلان شوې وه، خو د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېده.

له دې وړاندې د مارچ په نهمه د جرګې د غړو ترمنځ لومړنۍ ناسته شوې وه، خو د دروازې د خلاصون په هدف یې ښکاره پایله نه وه ورکړې.

د تورخم دروازه چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه ظاهرا پاکستان کرښې ته نږدې د طالب ځواکونو د یوې پوستې د جوړېدو په غبرګون کې وتړله، نن د ۲۴مې ورځې لپاره لا هم تړلې ده.

د دغه دروازې د تړلو له امله دواړو لورو ته زرګونه مسافر او دغه راز زرګونه سوداګریزې موټرې بند پاتې دي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکی نور رحمان ازادي راډيو ته وویل چې د لارې د بندېدو له امله په جلال اباد کې د لومړنیو خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې دي: "سبزیجات قیمته شوي دي، غوړي، بوره او دغه راز سمنټ چې مخکې یوه بورۍ په ۳۵۰ وه، خو نن سبا یې بیه ان ۵۰۰ افغانیو ته لوړې شوه ده، نورې اغېزې هم لري."

د پېښور یو شمېر اوسېدونکو هم مخکې ازادي راډيو ته ویلي چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله په دې ښار کې د بېلابېلو توکو په بیو کې بدلون راځي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسؤلینو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دغه لارې د تړل کېدو له امله په ورځني ډول سوداګرو ته شااوخوا یو میلیون ډالر زیان اوړي.

XS
SM
MD
LG