تمه ده نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) د مأموریت د تمدید لپاره د پرېکړه لیک مسودې ته رایې ورکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۱۵مه په خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي و چې دوی به د یوناما مأموریت د مسودې د لومړیتوبونو له بدلولو پرته، د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې تمدید کړي.
د دې شورا د راپور له مخې، د دې مسودې په پرېکړه لیک کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت، د ترهګرۍ ضد مبارزه، د نشه یي توکو قاچاق او د داخلي بې ځایه شویو وضعیت له مهمو موضوعاتو دي.
ځیني افغانان په افغانستان کې د یوناما مأموریت په بشري برخه کې مهم بولي، خو ځیني نور بیا وايي چې په سیاسي او د ښځو د حقونو په برخه کې بې ګټې دی.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې او د طب پوهنځي محصلې چې اوس له زده کړو محرومه ده او نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د دوشنبې په ورځ (مارچ په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل: "د یوناما مأموریت ډېر مهم دی، د دې ادارې مسؤلیت د بشري حقونو ساتل، د خلکو ملاتړ او د نړیوالو اړیکو همغږي کول دي، خو د ښځو د حقونو پر نجونو د زده کړو او ګڼو نورو محدودیتونو په اړه یې تر اوسه یوازې اعلامیې خپرې کړي او عملي اقدامات یې نه دي کړي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راپور په ټکو، که څه هم د دې شورا غړو د یوناما د مأموریت د مسودې د لومړیتوبونو د نه بدلونونو اړوند تر یو بریده موافقه کړې، خو په ټکو یې د دې مسودې ځینې مسایل لکه په دې کې پراختیايي مرستې، د افغانستان کنګل شوې مالي او بانکي شتمنۍ، د یوناما ښکېلتیا او ژمنې، حساب ورکول ځیني نور مسایل یې لانجمن پاتې دي.
د زابل ولایت اوسېدونکی او د حقوقو او سیاسي علومو لېسانس، روزي محمد زابلي هم ازادي راډیو ته وویل: "یوناما ده چې تر اوسه یې هم له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ساتلې دي، بل د نړۍ د اکثرو لویو هېوادونو له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره یې همغږي کړې، که څه هم دا مرستې په اساسي برخو نه دي لګېدلي، خو یوناما او په ټوله کې ملګرو ملتونو تر اوسه د افغانستان اساسي سیاسي ستونزې حل کړي نه دي او د دې هېواد په سیاسي ثبات کې یې رغنده رول نه دی لوبولی."
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د یوناما د مأموریت د بیا تمدیدېدو په اړه د ملګرو ملتونو دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو شاوخوا یوه نیمه اوونۍ مخکې د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون سره خبرو کې د یوناما مأموریت ننګولی و.
مجاهد ویلي و چې یوناما د افغانستان او دوی پر ضد نړۍ ته منفي ذهنیت ورکوي، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې په خپل رغنده او مثبت رول ټینګار کړی دی.
یوناما د ۲۰۰۱ کال د بُن کنفرانس او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱م پرېکړه لیک پر بنسټ د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
د دې مأموریت صلاحیت هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا ارزول کېږي او د یوناما فعالیتونه د بشري مرستو د تنظیم او په افغانستان کې د سولې د هڅو د ملاتړ لپاره حیاتي بلل کېږي.