د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د کابل ښار کارګران: د روژې په ورځو کې هم د کار په لټه راوځو خو تش لاس ستنېږو
تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۸

د کابل ښار کارګران: د روژې په ورځو کې هم د کار په لټه راوځو خو تش لاس ستنېږو


د روژې په دې ورځو کې هم د کابل ښار په واټونو د هغو کارګرانو ګڼه ګوڼه ډېره تر سترګو کېږي، چې ورځنۍ مزدورۍ کوي.


یوشمېر یې وايي، له سهاره تر ماښامه د کار موندلو په موخه په واټونو سرګردانه وي، خو بېرته تش لاس کور ته ستنېږي.

په کابل کې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست، سید محمود هم یو له دغو کارګرانو څخه دی. هغه هره ورځ د کابل ښار پر یو واټ د کار موندلو لپاره راځي، خو وايي تش لاس او پیاده کور ته ستنېږي، ځکه چې د موټر کرایه هم ورسره نه وي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، کار نشته، سهار ځو چوک ته، خو څوک موږ کار ته نه بیايي. باور وکړئ د پنځوس افغانۍ کار هم نشته. له چوک نه بېرته خالي لاس کور ته ځو. روژه ده، د څلورو ډوډیو پیسې هم نه پیدا کېږي.»

اکبر هم وايي، چې د لمر خاته سره سم له کوره د کار موندلو لپاره وځي، خو کله کار پیدا کوي او کله هم ناهیلی بېرته کور ته ستنېږي.

«ستونزې ډېرې دي، د روژې میاشت ده، کار هم نشته. کله کار پیدا کېږي، کله نه. زموږ شپه او ورځ په ډېره سختۍ تېریږي. له روژې میاشتې مخکې ښه وو، یو څه کار پیدا کېده، اوس هېڅ کار نشته.»

دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله خلک د کارګرانو د ګومارلو توان نه لري.

د طالبانو حکومت: د بېکارۍ د کچې کمولو لپاره هڅې روانې دي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د بېکارۍ د کمولو لپاره هڅې کوي او غواړي هغو کسانو ته چې کار ته اړتیا لري، د کار زمینه برابره کړي.

دغه وزارت د روان کال د جدي ۱۵مه په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې دوی د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو او د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې سره په ګډه پنځه اړخیزه غونډه کړې.

د یاد وزارت په وینا، په دې غونډه کې بهر ته د ماهرو کارګرانو د لېږلو، هلته ورته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه همغږي شوې ده.

د فقر پراخوالی او د خلکو اقتصادي ستونزې

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په دې هېواد کې د فقر او بېکارۍ بحران پراخ شوی او د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي.

په افغانستان کې د بېکارۍ د کړکېچ زیاتوالی د دې لامل شوی، چې په تېرو څو کلونو کې یو زیات شمېر خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، هېواد پرېږدي. دوی د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه، له غیر قانوني او ستونزمنو لارو ګاونډیو یا د سیمې هېوادونو ته ځي، خو د دې لارو له ستونزو سره مخ کېږي.

یوشمېر دا ځوانان خپل منزل ته نه دي رسېدلي او په لاره مړه شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د افغانستان له نیمايي ډېر نفوس، یعني ۲۲.۹ میلیونه وګړي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG