د جرمني احتمالي راتلونکي صدراعظم اعلان کړی چې د افغان کډوالو د داوطلبانه منلو برنامه به ودرول شي او بله نوې هېڅ برنامه به پیل نه شي.
فریدریش مرتس، د مسیحي دموکراتیک اتحاد (CDU) مشر او د جرمني احتمالي صدراعظم، تازه په یوه خبري ناسته کې ویلي چې
د هغو کډوالو لپاره به د کورنيو د يوځای کېدو پروګرام بند کړي چې فرعي ملاتړ یې ترلاسه کړی، د پناه غوښتنې وضعیت یې بشپړ نه دی، خو یوازې د خپل هېواد د بېثباتۍ له امله جرمني کې منل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې له احتمالي ائتلافي شریکانو سره هوکړې ته رسېدلی چې پر غیر قانوني کډوالۍ لا سخت محدودیتونه ولګوي.
ښاغلي مرتس ویلي چې د دې هېواد په پولو کې به د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شي او جرمني به خپلې پولې لا تر سخت څار او کنټرول لاندې ونيسي څو غیر قانوني کډوالي کمه کړي.
په همدې حال کې، یو شمېر افغان کډوال چې په جرمني او یا درېیمو هېوادونو کې د انتقال په تمه دي، وایي د جرمني نوی حکومت باید په افغانستان کې د بشري حقونو ښکاره سرغړونې له پامه ونه غورځوي.
یو افغان کډوال سيد اکرم چې په پاکستان کې جرمني ته د کډوالۍ قضيه لري، د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۱۰) يې ازادي راډيو ته وویل: "زه درې کاله انتظار وم چې جرمني به څه وخت زما د کډوالۍ قضيه تأییدوي او ځواب راکوي، خو پرون مې واورېدل چې دا برنامه ژر بندېږي، دا زموږ لپاره ډېر ستونزمن دی، ځکه موږ بله هېڅ لاره نه لرو او افغانستان ته هم نه شو تلی. د جرمني نوی حکومت باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې حالات ښه نه دي او د بشري حقونو سرغړونه هره ورځ دوام لري."
حلیم همراز چې مخکې یې د جرمني قبولي ترلاسه کړې او اوس په پاکستان کې دې هېواد ته د لېږد په تمه دی، وایي: "سره له دې چې مرکې مې بشپړې شوي او د ویزې په تمه یم، خو بیا هم زیات اندېښمن یم. موږ له فشار ډک ژوند تېروو. اوس به وګورو چې څه پرېکړه کوي او هره پرېکړه چې وکړي، خامخا به یې عملي کوي."
فریدریش مرتس چې د جرمني په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د بریالي ګوند مشر دی، په خپلو خبرو کې ویلي چې د جرمني فدرالي پولیسو ته به لا زیات صلاحیت ورکړل شي، څو هغه غیر قانوني کډوال ونیسي چې د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.
ارشاد عظیمي، یو افغان کډوال چې په جرمني کې د ايستل کېدو له ګواښ سره مخ دی، ازادي راډيو ته يې وویل: "زه په ایټالیا کې ثبت شوې ګوتې لرم. دوه ځله مې مرکه کړې او وروستی ځل د جرمني د پرېښودو امر راکړل شو، خو د ناروغتیا له امله درې میاشتې مهلت راکړل شو. زه ډېر اندېښمن یم، ځکه نوی صدراعظم به کار پیل کړي او د کډوالو ضد پلانونه به عملي کړي. نه پوهېږم، زموږ برخلیک به څه شي."
د یادولو وړ ده چې د افغان کډوالو دوه الوتنې چې د جرمني د پارلماني ټاکنو وروسته د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې وې بالاخره د فبروري په ۲۵مه او د مارچ په ۴مه يې الوتنه وکړه چې په ټولیز ډول ۲۸۵ افغانان له اسلامآباد څخه برلین ته انتقال شول.
د دویچه وله د راپور له مخې د جرمني د مسیحي سوسیال او مسیحي دموکرات ګوندونو سیاستوالو چې په وروستیو انتخاباتو کې یې زیاتې رأیې ترلاسه کړي، د ځینو ایالتي وزیرانو په ګډون په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د انتقال له دوام سره مخالفت کړی او هممهاله یې د افغانانو د ايستلو د اسانتیا لپاره د لا زیات کوښښ غوښتنه کړې.
د جرمني "ولت آم زونتاګ" ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، جرمني ته ۳۵,۵۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه لېږدول شوي او ۳,۰۰۰ نور په شرايطو برابر لا هم دې هېواد کې د بیا مېشتېدو په تمه دي.
د جرمني د فدرال احصائیې د ادارې د معلوماتو له مخې تر ۲۰۲۴ کال پورې، په جرمني کې د افغان کډوالو شمېر لږ تر لږه ۴۴۲ زرو ته رسېدلی دی