ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هیواد د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
میرمن اوتونبایوا د لیندۍ په ۲۲مه د امنیت شورا غونډې ته په خپل پخواني راپور کې په افغانستان کې له طبي انستیتوتونو څخه د ښځو او نجونو د منع کېدو د ویجاړوونکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو یې غوښتي چې په دې اړه بیا غور وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه نوي راپور کې، چې تېره اونۍ ناوخته خپور شو، ویلي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د خپل واک د پیاوړتیا لپاره نور ګامونه پورته کړي دي.
د راپور په یوه برخه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د حکومت دوامداره محدودوونکي سیاستونه او کړنې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې، په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو او د خلکو د معیشت د کمښت لامل شوي دي.