د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
ایراني تېرو لسو میاشتو کې افغانستان ته د نږدې ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي
تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۹

ایراني تېرو لسو میاشتو کې افغانستان ته د نږدې ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي


له تجارتي اموالو ډکې لارۍ - انځور پخوانی دی
له تجارتي اموالو ډکې لارۍ - انځور پخوانی دی

ایراني چارواکی وايي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې، افغانستان ته د ایران د غیرنفتي صادراتو ارزښت شاوخوا دوه ملیارد ډالرو ته رسېده. په دې وروستیو کې چې د طالبانو او پاکستان اړینکې ترینګلې شوي او سوداګري تر ډېره اغېزمنه شوې ایا ایران د افغانستان د وارداتو او صادراتو لپاره بدیل کېدای شي؟

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د خونې د نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ ویاند روح الله لطیفي ویلي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ فیصده زیات شوي دي.

د ایران د انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼې ایران ټایمز هم د لطیفي له قوله ویلي چې ایران په تیرو لسو میاشتو کې افغانستان ته د یو میلیارد او ۹۷۲ میلیونو ډالرو په ارزښت غیر نفتي توکي صادر کړي دي.

د لطیفي په وینا، په تیرو لسو میاشتو کې، افغانستان د ایران د ګاونډیانو په منځ کې څلورم لوی صادراتي هدف و.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي افغانستان ته د ایران د صادراتو د زیاتېدو په اړه وویل:

«له ۲۰۱۷ کال راهیسې، کله چې د پاکستان سره د افغانستان سوداګري کمه شوه، د نورو ګاونډیو لکه ایران، ازبکستان او چین سره سوداګري زیاته شوې ده. د پخواني حکومت له سقوط څخه مخکې، له ایران سره د سوداګرۍ حجم دوه میلیارده او ۵۷۲ میلیونو ډالرو ته رسېده.»

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې له سختو ترینګلتیاو سره مخ دي، او د تورخم په څېر مهمې ترانزیتي لارې څو اوونۍ بندې دي، ایا ایران د افغانستان د وارداتو، صادراتو او له نورو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو لپاره بدیل لاره کیدی شي؟

اذرخش حافظي یې په اړه وايي:

«پخوا، د پاکستان سره د افغانستان رسمي او غیر رسمي سوداګري شاوخوا پنځه ملیارده ډالر وه، چې نیمایي یې رسمي او نیمایي یې غیرقانوني وه. خو، رامنځته شوې ستونزې او ګډوډۍ د دې لامل شوې چې له پاکستان سره سوداګري کمه شي او اوس له یو ملیارد ډالرو څخه کمه ده، هر څومره چې له پاکستان سره سوداګري کمه ش،ي بدیل یې ایران، چین او ازبکستان کېږي.»

تېر کال په اګست میاشت کې، د ایران یوه سوداګریز پلاوي په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او ویې ویل چې ایران د کانونو د صنعت د پراختیا، د لمریزې برېښنا د تولید او په افغانستان کې د اورګاډي د ترانسپورت د پراخولو لپاره د پانګونې لیوالتیا لري.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ایران تجارتي اتشې حسین روستايي په دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان په بازارونو کې د ایران د حضور د پراختیا لپاره، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري باید د همکارۍ نوي ماډلونو ته مخه کړي.

د روستايي په وینا، افغانستان د خپل بازار له ۸۰ سلنې څخه زیاتې اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي، چې له ایران څخه واردات ۲۵ فیصده دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG