د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ولسمشر ډونالډټرمپ اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې وځنډولې


له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو یوه زېرمه (آرشیف)
له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو یوه زېرمه (آرشیف)

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تېره شپه وویل چې متحدایالات له اوکراین سره ټولې پوځي مرستې ځنډوي او له څېړنې وروسته به دا خبره یقیني کړي چې آیا دا مرستې د اوکراین د جګړې له حل سره مرسته کوي که نه.

دې چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي زیاته کړه چې د ولسمشرډونالډټرمپ دریځ روښانه دی او غواړي د اوکراین د سولې په اړه تمرکز وکړي. ټرمپ ټینګار کړی چې د امریکا شریکان باید دې هدف ته ژمن واوسي.

خو په عین حال کې فاکس نیوز د ټرمپ د ادارې د یوه چارواکي له قوله په خبر کې ویلي دي چې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې بندې شوې نه دي بلکې ځنډېدلې دي.

ټرمپ او زیلینسکي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې لفظي شخړه وکړه.

د فاکس نیوز او بلومبرګ د راپور له مخې مرستې به تر هغه مهاله ځنډېدلې وي چې ټرمپ دې نتیجې ته ورسېږي چې اوکرایني مشران د سولې لپاره ښه نیت لري.

په عین حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وانس له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې کله زیلینسکي ووايي چې د سولې په جدي خبرو کې ګډون ته چمتو دی نو متحدایالات به له اوکراین سره حتما خبرې وکړي.

د پوځي مرستو ځنډېدل د تېرې جمعې په ورځ (د فبروري ۲۸مه) په سپینه ماڼۍ کې د زیلینسکي او ټرمپ د ادارې په اړیکو کې رامنځ ته شوی واټن لا پراخ کړي.

دې پرېکړې، داسې مهال چې روسیې له څو میاشتو راهیسې د جګړې په ډګر کې ډېر پرمختګ کړی، د روسیې د یرغل پر وړاندې له کییف څخه د امریکا د ملاتړ په برخه کې شکونه رامنځ ته کړي دي.

له بلې خوا د اوکراین پوځ په دې جګړه کې چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو لویه جګړه ده، ډېر تلفات ورکړي او د سرتېرو له کمښت او نورو ستونزو سره لاس ګریوان دی.

له اوکراین سره د پوځي مرستو ځنډولو همداراز کییف او د اوکراین لویدیځ متحدان اندېښمن کړي دي. دوی وېره لري چې که اوکراین په جبري ډول سولې ته اړ شي نو ښايي د سولې موافقه د مسکو په خوښه وشي.

اوکراین ته هغه پوځي مرستې هم ځنډېدلي چې تراوسه په لاره کې وې.

مسکو د دې خبر هرکلی کړی. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، که دا خبره دقیقه وي، نو دا پرېکړه به په رښتیا کییف سولې ته اړ کړي.

بلومبرګ راپور ورکړی چې اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې چې په لاره کې وې، حتی هغه تجهیزات چې په الوتکو او کشتیو کې بار وو، او د استولو لپاره د پولنډ په ترانزیت کې ساتل کېدل هم ځنډول شوې دي.

د پوځي چارو خپلواک کارپوه یوري فیدیروف د آزادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې ته وویل، که اوکراین د امریکا له پوځي او مالي مرستو بې برخې شي نو ناوړه اغېز به ولري. نوموړی یادونه کوي چې د امریکا په مرستو کې یوازې وسلې او مهمات نه بلکې استخباراتي اطلاعات هم شامل دي.

فیدیروف وايي ډېری کارپوهان باور لري چې اوکرایني ځواکونه ښايي د شپږو میاشتو لپاره اوسنۍ وضعیت وساتلی شي او پوځي عملیات پراخ کړي، خو دی زیاتوي چې نه پوهېږي دا اټکل به سم وي که ناسم.

XS
SM
MD
LG