د طالبانو د مشر د نيولو د حکم غوښتنه په څه معني ده او ولې مهمه ده؟
د طالبانو د مشر د نيولو د حکم غوښتنه په څه معني ده او ولې مهمه ده؟
د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان غوښتنه کړی چې د طالبانو د مشر ملاهیبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم دې صادر شي. د هغه په وینا معقول دلایل شته چې د طالبانو دا دوه مشران د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت په غاړه لري. يو شمېر د بشري حقونو فعالانو، د معترضو ښځو بېلابېلو بنسټونو او يو شمېر نړيوالو سازمانونو له دې پرېکړې تود هرکلى کړى او د دې حکم د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده. طالبانو د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د دوی د رهبر هیبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو جلب دوه ګونی چلن او سیاسي هڅول شوې موضوع بللې ده. د بشري حقونو فعاله شبنم صالحي راسره په خپرونه کې میلمنه ده له هغې به د دي محکمې او د یادي پریکړي په اړه معلومات واورو.