د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

نړۍ

هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال ۱۵ کسان مړه شوي

هند کې د مذهبي مراسمو یوه څنډه، ارشیف
هند کې د مذهبي مراسمو یوه څنډه، ارشیف

د هند په یوه مذهبي مېله کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږترلږه ۱۵کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دا مرګ ژوبله د “کومب مېله” په نوم مراسمو کې پېښه شوې ده.

په هند کې د مذهبي جشنونو پرمهال ډېر کله د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مرګ ژوبله پېښېږي او له دې مخکې د کومب مېلې په مراسمو کې هم ورته پېښې شوي.

کومب میله چې شپږ اونۍ دوام کوي، د هندوانو په مذهبي کلیزه کې له خورا مهمو مراسمو څخه شمېرل کېږي.

د دې مراسمو په دوام به نن شاوخوا سل میلیون کسان په ګنګ او جمنا سیندونو کې د سپېڅلي غسل مراسم پرځای کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په یونان کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت نوی موزیم جوړېږي

د یونان اکروپولیس نامتو موزیم (آرشیف)
د یونان اکروپولیس نامتو موزیم (آرشیف)

یوناني چارواکي پلازمېنې آتن ته نژدې په ساحلي ښار پیرائوس کې د ۹۳ میلیون یورو په لګښت د یوه موزیم د جوړولو خبر ورکوي.

دا موزیم به، چې د یونان تر ټولو لویه فرهنګي پروژه بلل شوې او اروپايي ټولنه یې مالي لګښت ورکوي، راتلونکی کال پرانیستل شي.

په دې موزیم کې به د یونان ۲۵۰۰ تاریخي آثار چې د سمندر له تل څخه ترلاسه شوي دي، نندارې ته وړاندې شي.

پیرائوس په لرغونو زمانو کې د آتن اصلي بندر و، او د دې ښار کشتیو به له دې ځایه د مدیترانې سمندرګي بېلابېلو برخو ته سفرونه کول.

ترکیې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ۲۸۲ کسان نیولي دي

د ترکیې امنیتي ځواکونه (آرشیف)
د ترکیې امنیتي ځواکونه (آرشیف)

د ترکیې پولیسو د کردستان د کارګرانو له ممنوع ګوند پي کې کې PKK سره د اړیکو په لرلو مشکوک ۲۸۲ کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا نن (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې د تېرو پنځو ورځو په عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې خبریالان، سیاستوال او محصلان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور د منتخبو ښاروالانو د لیرې کولو لړۍ هم روانه ده. د دې هېواد د کورنیوچارو وزیر ویلي چې دا کسان PKK ته په تبلیغ، دې ډلې ته د مالي سرچینو او کسانو په راجلبولو او په اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن دي.

دا ځپونکي اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې د PKK او حکومت ترمنځ د څلورو لسیزو جګړو د پای ته رسېدو لپاره هیلې په زیاتېدو دي. څلور میاشتې مخکې د ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه متحد سیاستوال د PKK له بندیوان مشر عبدالله اوجالان څخه وغوښتل چې خپل وسله وال له جګړو لاس اخیستو ته وهڅوي.

روسیې یو امریکایی زنداني له بنده خوشې کړ

امریکایی کالوب وېن بایرز له خوشې کېدو مخکې
امریکایی کالوب وېن بایرز له خوشې کېدو مخکې

د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو په درشل کې روسیې امریکایي وګړی کالوب وېن بایرز له بنده خوشې کړ. ۲۸ کلن بایرز د روان کال د فبروري په ۷مه د چرسو د ډېرې لږې اندازې د لرلو په تور په مسکو کې نیول شوی و.

د امریکايي او روسي رسنیو د راپورونو له مخې بایرز د متحدوایالتونو او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې بېګا د روسي چارواکو له خوا خوشې شو.

دا اقدام څو ساعته مخکې له هغه وشو چې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په ریاض کې خبرې پیل شي.

د روسیې او امریکا پلاوو د اوکراین د جګړې په اړه په ریاض کې خبرې پیل کړې

ریاض، د فبروري ۱۸مه- د امریکا او روسیې پلاوي او سعودي کوربانه
ریاض، د فبروري ۱۸مه- د امریکا او روسیې پلاوي او سعودي کوربانه

د روسیې او متحدوایالتونو جګپوړو چارواکو نن د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې.

د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو د وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیوچارو د وزیر سیرګي لاوروف په مشرۍ پلاوو نن په ریاض کې سره وکتل. د دې خبرو هدف د متحدوایالتونو او روسیې د ولسمشرانو ډونالډټرمپ او ولادیمیر پوتین د سرمشریزې لپاره د لارې اوارول دي.

اوکرایني چارواکي به په دې خبرو کې ګډون ونه لري او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل چې هېواد به یې د دې خبرو نتایج ونه مني.

ولسمشر ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وویل چې ده او ښاغلي پوتین موافقه کړې چې دا جګړه به ژترژره د خبرو له لارې پای ته رسوي.

مصر وايي فلسطین کې درې امن سیمې رامنځته کوي او بیا د غزې په ودانولو کار پیلوي

د ورانې شوې غزې یوه څنډه
د ورانې شوې غزې یوه څنډه

مصر د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره یوه بدیله تګلاره وړاندې کوي چې په اساس یې فلسطینیان اړ نه دي غزه پرېږدي. دا تګلاره داسې وخت جوړیږي چې عربي هېوادونه هڅه کوي له غزې تړانګې د فلسطینیانو د ایستلو د تګلارې په وړاندې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مطرح کړې ودریږي.

د مصر د الاحرام دولتي ورځپاڼې د راپور په اساس د فلسطین خاورې دننه به دری امن سیمې رامنځته کېږي چې د غزې اوسیدونکي به پکې مېشت شي او ورسره به د مصر او نړۍ ودانیز شرکتونه د غزې د ورانو شویو سیمو په بیا رغونې پيل کوي.

په فلسطین کې به دا دری سیمې په شپږو میاشتو کې جوړې او موقتې سرپناوې به د خلکو لپاره ترتیب شي.

مصري چارواکو ویلي چې قاهره د دې پلان په خاطر د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره په تماس کې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له صدراعظم سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د فبروري په څلورمه وویل چې امریکا دې د غزې کنټرول په لاس کې واخلي.

هغه وویل امریکا به دا سیمه ورغوي او فلسطینیان به د تل لپاره په نورو عرب هېوادونو کې مېشت شي. د ټرمپ له دغه پروګرام سره د عرب نړۍ هېوادونو، فلسطینیانو او ځینو لویدیځو هېوادونو کلک مخالفت څرګند کړ.

په کاناډا کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال اوښتې او لږ تر لږه ۱۷ کسان پکې ټپیان شوي

ټورنټو کې د چپه شوې الوتکې انځور
ټورنټو کې د چپه شوې الوتکې انځور

دا الوتکه د امریکا له مینه سوتا ایالته الوتې وه او د تورنتو پیرسون هوايي ډګر ته د رسېدو سره سم واوښته. په الوتکه کې شاوخوا اتیا کسان ناست وو.

له ډلې یې ۱۷ تنه ټپيان دي.

له ټپیانو د یو ماشوم او دوو زړو کسانو وضعیت نازک دی.

په تورنتو کې د دې پېښې پر مهال سخته واوه اورېده او په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ژغورونکي د خلکو په ایستلو او د الوتکې د اور اخیستو د مخنیوي په هڅه کې دي.

د بشري حقونو د موسسو راپور: اروپايي اتحادیې یوسلو ۲۰ زره پناه غوښتونکي شړلي

په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې اروپايي اتحادیې په ۲۰۲۴ کې له خپلو پولو تر یوسلو ۲۰ زره ډېر پناه غوښتونکي بیرته شړلي دي.

راپور وايي، په اروپا کې د مهاجرو د شړلو پېښې "سیسټماټیکې" شوي دي

د بشري حقونو نهو موسسو په خپل تازه راپور کې، چې پرون خپور شو، ویلي چې په اروپا کې د مهاجرو د شړلو یا له خپلو پولو څخه د بېرته ایستلو پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي، تر دې چې دا عمل اوس پر یوه منظم سیستم بدل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د اروپایي اتحادیې له پولو د مهاجرو د شړلو تر یوسلو ۲۰ زره زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د بشري حقونو د موسسو په راپور کې راغلي چې د اروپايي اتحادیې سرحدي ځواکونو دا کار د دې لپاره کړی چې مهاجر د پناه غوښتنې له پروسې بې برخې کړي، خو دا په داسې حال کې ده چې د پناه غوښتونکو دا حق د اروپایي اتحادیې او نړیوالو قوانینو له خوا تضمین شوی دی.

راپور زیاتوي چې ډېر ځله پناه غوښتونکي په وهلو – ټکولو شړل شوي او داسي موارد هم ثبت شوي چې هغوی په سمندر کې یا د سړې هوا له امله په ځنګلونو کې مړه شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې چاودنې دوه پوځیان وژلي

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د کلاچي ولسوالۍ په بای پاس سړک کې د امنیتي ځواکونو د موټر په لاره کې د چاودنې له امله دوه پاکستانی پوځیان وژل شوي او څو نور ژوبل دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو پرون (دوشنبې) رسنیو ته وویل چې چاودنه د سړک په غاړه د اېښودل بم له امله شوې، چې پکې د امنیتي ځواکونو دوه وسایط په نخښه شوي.

په همدې حال کې ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د دې حملې مسوولیت منلی دی.

تر دې دوه ورځې وړاندې، په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ د یوه افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، بهرنۍ اړیکې د ایالتي حکومت په صلاحیت کې نه دي

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت د هغه اعلان په غبرګون کې چې غواړي افغانستان ته دوه پلاوي ولېږي، پرون وویل چې بهرنۍ اړیکې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون وویل: «د اساسي قانون له مخې، د بهرنیو اړیکو چارې د فدرالي حکومت صلاحیت دی.»

د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سلاکار، محمد علي سیف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ایالت حکومت به دوه پلاوي افغانستان ته واستوي چې له کابل سره خبرې وکړي.

د محمدعلي سیف په وینا دا پلاوي د دې لپاره کابل ته استول کېږي چې د خبرو اترو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او ډیپلوماټیکې چارې تنظیم کړي.

تر دې مخکې د جنورۍ په ۶ مه د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیر علی امین ګنډ‌اپور ویلي و چې په دې ایالت کې د زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو د مخنیوي لپاره به له فدرالي حکومت سره له مشورې وروسته یوه جرګه افغانستان ته ولیږي، چې د ده په خبره د بیلابیلو قومونو استازې به پکې ګډون ولري.

ګڼ شمېر اسراییلیانو د اوربند د دوام او د یرغملو د خلاصون لپاره مظاهرې وکړې

د حماس د افراطي ډلې له خوا د اسراییل پر خاوره د برید او په غزې کې د جګړې د پیل له ۵۰۰مې ورځې سره سم، پرون (دوشنبې) په ټول اسراییل کې ګڼ شمېر خلکو د اوربند د غځولو او د زیات شمېر بنديانو د خوشي کېدو په ننګه مظاهرې وکړې.

مظاهره چیانو په تل ابیب ښار کې یوه مهمه څلورلاره بنده کړه، او یو شمېر معترضانو له هغو بنديانو سره د همغږۍ په نښه، چې لا هم د حماس په کنترول کې دي، د ۵۰۰ دقیقو لپاره د لوږې اعتصاب وکړ.

یوه خوشي شوي یرغمل اوهاد بن آمي، د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره په کتنه کې وویل: یوازې هغه څه چې دی یې غواړي د خپلو دوستانو خوشي کېدل او بیرته راستنیدل دي.

اوهاد بن آمي، چې لس ورځې پخوا خوشي شوی، همداراز وویل، په شپږ متره ځای کې له شپږو کسانو سره په خورا بد حالت کې بندي و، دی ازادی شو خو نور لا هم بندیان دي.

هغه زیاته کړه چې برمته د اسارت ورځې نه بلکې ثانیې او دقیقې شمېري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG