خبرونه
د ایران د خصوصي سکتور استازو له طالب چارواکو سره کتلي دي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ایران د خصوصي سکټور استازو د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او نورو مسایلو اړوند خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د دلوې په ۷ مه نېټه په یوه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو له چابهار بندره د اعظمي ګټې اخیستنې، افغانستان د بې کیفیته سوداګریزو توکو او د پولو پر کوچینو بازارونو بحثونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران د خصوصي سکټور استازو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کانوتو، کرنې او صنعت برخو کې پانګونې ته لېواتیاښودلې ده.
د ایران د خصوصي سکټور استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د یو لوړپوړي پلاوي په ترکیب کې پرون کابل ته تللي دي.
عراقچي کابل ته د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو موضوعاتو خبرېکړي او بیا د ورځې په پای کې د مازدیګر چای لپاره د کابل یو رسټورانت ته تللی وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان اعلان کړی چې د افغان تابعیت کارتونو لرونکي کډوال باسي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرۍ UNHCR او د کډوالو نړیوال سازمان IOM اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د وتلو لپاره نوې رسمي لارښوونې خپرې کړي دي.
په یوه بیان کې چې نن د سلواغې ۱۳مه په پاکستان کې د UNHCR پر وټس اپ چینل خپور شوی، ویل شوي چې ټول هغه افغانان چې د افغانستان د تابعیت کارتونه یا ACC لري، باید ژر تر ژره د اسلامآباد او راولپنډۍ له اړوندو سیمو ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
همداراز، په اعلامیه کې راغلي، چې هغه افغانان چې د کډوالو د ثبت کارتونه PoR لري باید د اسلامآباد او راولپنډۍ له ښارونو ووځي، خو هغوی ته د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.
په بیان کې د هغو کډوالو یادونه هم شوې، چې دریمو هېوادونو ته د کډه کېدو پروسه یې بشپړېدو ته نژدې ده، یا د بېلابېلو سفارتونو له لارې د خوندي تګ راتګ په پروګرام کې شامل دي. دغو کسانو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړل شوی، چې له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه ووځي.
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی، چې که افغان کډوال له دې ټاکل شویو مهلتونو سرغړونه وکړي، نو د نیولو او جبري ایستلو له ګواښ سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR او د کډوالو نړیوال سازمان IOM دا پریکړه د پاکستان مېشتو افغان کډوالو لپاره خواشینونکې بللې او وایي چې دوی به د دې پریکړې د تطبیق په اړه د وضاحت غوښتنه وکړي، څو د کډوالو حقونه خوندي شي او د خوندیتوب لپاره یې لازم اقدامات وشي.
سرچینه؛ سیدرحیم سعیدي د یوې نجلۍ په اړه د یوه فلم د جوړولو لپاره په بند محکوم شوی
یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل ،سید رحیم سعیدي، چې د طالبانو له لوري په درې کاله بند محکوم شوی، د یوه داسې فلم د جوړولو له امله نیول شوی چې لا تر اوسه بشپړ شوی نه و.
یادې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت او د طالبانو د تهدید له امله نه غواړي هویت یې یاد شي، همداراز وویل، یوازې یو نیمه دقیقه د فلم د ازمایښتي ثبت لپاره اخیستل شوې وه.
د سرچینې په وینا، "د دې فلم موضوع د یوې نجلۍ د ژوند کیسه ده، چې د شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته د دوام لپاره مجبوره شوې چې د هلکانو جامې واغوندي."
شاوخوا درې میاشتې مخکې، سید رحیم سعیدي د طالبانو له لوري د هغه څه په تور، چې "د نظام پر ضد تبلیغ" بلل شوی، په درې کاله بند محکوم شو او دا مهال د کابل د څرخي زندان کې بندی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نوموړي محکمه د هغه او همدارنګه د مدافع وکیل یا د کورنۍ د غړو له ګډون پرته ترسره شوې.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټې (CPJ) د دلوې په ۱۲مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
سید رحیم سعیدي د یوټیوب د یوه چینل چلوونکی او د رسنیزو موادو تولیدونکی دی، چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه.
حماس درې اسراییلي برمته او اسراییلو لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړل
حماس د شنبې په ورځ د غزې په سویل کې درې یرغمل شوي بندیان خوشې کړل او اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې په ترڅ کې د تبادلې په څلورم پړاو کې اسراییلو هم 183 فلسطینیان خوشې کړل.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
اوربند، چې د جنورۍ په ۱۹ پیل شو، موخه یې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې تر منځ د تر ټولو خونړۍ او ویجاړونکې جګړې ختمول دي.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه د سیګار راپور رد کړ
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش او ځینو نورو ډلو د فعالیت په اړه د سیکار راپور رد کړی دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت رسنیو ته په یوه بیان کې په افغانستان کې د داعش او ځینو نورو ډلو د فعالیت په تړاو د سیګار د راپور په اړه وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او په خبره یې، په دې اړه اندېښنې د داعش لپاره "کمپاین" دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې د جنوري په ۳۰مه نېټه یې کانګرس ته وړاندې کړ او پرون د جنوري په ۳۱مه یې خپور کړ، ویلي دي چې طالبانو له یوې خوا په عراق او سوریه کې د داعش او د خپلو نورو مخالفو ډلو پرضد اقدامات کړي، خو د القاعده شبکې او د پاکستانی طالبانو د تحریک په څېر د نورو تروریستي ډلو پر فعالیتونو چوپه خوله پاتې دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د داعش ډلې خراسان څانګه لاهم د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره یو لوی ګواښ وه او په ټول کال کې یې په افغانستان، ایران، روسیه، پاکستان او ترکیه کې د ۶۰ حملو پړه منلې ده.
په بلوچستان کې له وسله والو سره په جګړه کې ۱۸ سرحدي ملېشه وژل شوي دي
د بلوچستان ایالت په منګوچر سیمه کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ په یوه نښته کې ۱۸ سرحدي پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور زخمیان شوي دي
د سیمې د چارواکو په خبره په یاده پیښه کې لسګونه وسله وال هم وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره دا پیښه پرون د (جنورۍ ۳۱) د بلوچستان ایالت د کوټی ښار په منګوچر سیمه کي هغه وخت رامنځ ته شوې ده کله چي د پنجګور څخه دکوټي په لور د سرحدي عسکرو راروان یو موټر د ناڅرګند وسله والو له لوري په نښه شو.
د کابل غزني پر لویه لاره ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده
په غزني ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کابل-کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبری اژانس د غزني د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد سرحدي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، دا پېښه د مقر ولسوالۍ په لړمې سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې. د سرحدي په وینا په پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه مړه او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
خراب سړکونه، د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی او د موټر چلوونکو لهخوا د ترافیکي مقراراتو نه مراعتول، هغه څه دي چې په افغانستان کې نږدې هره ورځ د ورته خونړیو ترافیکي پېښو سبب کېږي.
حماس نن دوه نور اسراییل یرغمل خوشې کړل
حماس د شنبې په ورځ له اسراییلو سره د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د غزې په سویل کې دوه یرغمل شوي بندیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې فلسطیني چارواکي وایي اسرایبلو موافقه کړې چې له حماس ډلې سره د اوربند د موافقې په ترڅ کې به لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
اوربند، چې د جنورۍ په ۱۹ پیل شو، موخه یې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې تر منځ تر ټولو خونړۍ او تر ټولو ویجاړونکې جګړه ختمول دي.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.
د کډوالو د ملاتړ یوې ټولنې پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو جبري ستنول بند کړي
د بې ځایه شویو کسانو نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
دغه سازمان نن شنبه پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بندولو په تړاو د دوی غوښتنه بشپړه شوې ده.
دغه سازمان زیاته کړې چې دا غوښتنه ښيي چې نړۍ لا هم د افغانانو ستونزو ته پام کوي.
په ورته وخت کې د ناروې د مهاجرینو د شورا مشر یان ایګلنډ وايي، له لسیزو کړکېچونو، له سقوط سره مخ اقتصاد او د اقلیم له ناوړه پېښو وروسته، افغانستان د هغو میلیونونو افغانانو منلو ته تیار نه دی چې په ګاونډیو هېوادونو کې د اخراج له خطر سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو کور په کور تلاشۍ دوام لري او د کډوالو ستونزې یې نورې هم زیاتې کړي دي.
دا مهال په ایران او پاکستان کې سلګونه زره افغان کډوال د اخراج له خطر سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په تېر کال کې څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کابل سیرینا هوټل له نژدې شل کلن فعالیت وروسته بندېږي
د کابل سیرینا هوټل په یوه بیان کې چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالو مېلمنو او دولتي پلاوو له نژدې دوو لسیزو کوربه توب وروسته له نن څخه چې د فبروري لومړۍ نېټه ده، خپل فعالیت پای ته رسوي.
د کابل سیرینا هوټل په ۲۰۰۵ کال کې هغه مهال چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه په افغانستان کې دېره وو، ارګ ته نژدې د پخواني کابل هوټل پرځای جوړ شو او څو ځلې وسله والې حملې پرې وشوې چې مسوولیت یې طالبانو او نورو وسله والو ډلو منلی و.
کابل سیرینا په خپل بیان کې زیاتوي چې له دې وروسته د هوټل چارې د HSOC په نوم د هوټلونو یوبل شرکت سمبالوي.
ایریک چیسون؛ د کابل د فرانسوي روغتون له نیمایي ډېرو ښځینه روغتیاپالو دندې پریښې دي
د کابل د فرانسوي روغتون مشر وايي چې د دې روغتون د ښځینه ډاکټرانو له نیمايي ډېرو، د طالبانو د محدودیتونو له کبله خپلې دندې پریښې دي.
دا روغتون چې د ښځو او ماشومانو د علاج لپاره وړیا روغتيايي خدمات وړاندې کوي، د "امید د کړیو" په نوم د فرانسوۍ خیریه ټولنې له خوا اداره کېږي.
د دې ټولنې مشر ایریک چیسون Eric Cheysson د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته ویلي دي چې پر دوی د ناروغانو خورا ډېره ګڼه ګوڼه وي خو د نوموړي په وینا د طالبانو د ښځو ضد پالیسیو له کبله په افغانستان کې د ښځینه روغتیا پالو شمېر په کمېدو دی.
ښاغلی چیسون زیاتوي چې د فرانسوي روغتون په ټولو ۹۶۰ کارکوونکو کې پخوا د ښځینه روغتیا پالو شمېر ۲۸۰ و، خو ۱۵۶ تنو یې اوس دندې پریښې دي.
چیسن وايي چې د سره صلیب نړیواله کمیټه ورو ورو له افغانستانه په وتلو ده او د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه دوی ته خورا ډېر ناروغان معرفي کوي.
طالبانو په تېرو نژدې درې نیمو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي دي، د نجونو د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو له بندولو وروسته، د روان کال په لیندۍ میاشت کې د طبي زدهکړو موسسې او انستیتوتونه هم د ښځو او نجونو پر مخ وتړل.