خبرونه
د بریکس له غړیو د امریکا د ولسمشر غوښتنه او د ۱۰۰٪ تعرفې د لوړولو خبرداری

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پرون (پنجشنبې، د جنورۍ ۳۰مه) وویل چې امریکا له هغو هیوادونو چې د بریکس سازمان غړي دي، غواړي چې ژمنه وکړي چې نه به د بریکس نوې اسعار جوړوي او نه به د امریکايي ډالر د بدیل په توګه د نورو اسعارو ملاتړ کوي، که نه نو د ۱۰۰ سلنه تعرفو (مالیاتو) له ګواښ سره به مخامخ شي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ مخکې له دې، د بریکس سازمان غړو هېوادونو، برازیل، روسیې، هند، چین، او جنوبي افریقا ته د امریکايي ډالر د بدیل په اړه خبرداری ورکړی و.
د بریکس د غړیو هیوادونو په وروستۍ غونډه کې، چې د لړمږ عقرب په میاشت کې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه، روسیې په یوه اعلامیه کې د بریکس د داخلي بانکي شبکو د پیاوړتیا ملاتړ اعلان کړ، خو د غونډې په پای کې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، خبریالانو ته وویل چې د سوېفټ د بدیل مالي سیستم په جوړولو کې کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکراین په اړه د خپل دریځ ننګه وکړه

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د خپلو هغو خبرو ننګه کړې چې ویلې يې و، په اوکراین کې د اروپا د سوله ساتو ځواکونو ځای پر ځای کول به د روسیې د بیا حملې د مخنیوي لپاره کافي نه وي.
د ونس دې خبرو توند غبرګونونه پارولي و، خو هغه سه شنبه د خپل دریځ د دفاع ترڅنګ وویل، یوازنی کس چې ښکاري یوه ستراتیژي لري، هغه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی.
جي ډي ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوه ویلي، اوکراین ته به ښه داوه چې له واشنګټن سره یې د خپلو معدني موادو د هوکړې پیشنهادي متن لاسلیک کړی وی.
د ونس په خبره له دې سره به اوکراین ته امنیتي تضمین ورکړل شوی و او دا تضمین به د هغه هېواد له شل زره سرتیرو څخه ښه و چې دیرش-څلویښت کاله یې جګړه نه ده کړې.
دا مرکه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو د ډونالډ ټرمپ او ولودمیر زلنسکي تر لفظي شخړې وروسته خپره شوه.
ټاکل شوې وه چې هغې غونډه کې د اوکراین معدني زیرمو ته د امریکا د لاسرسي هوکړه لاسلیک شي، خو داسې ونه شول او بیا ټرمپ زلنسکي تورن کړ چې سولې ته چمتو نه دی.
بنو کې د پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز برید کې لږ ترلږه ۸ ملکیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
دا خبره یوې ځایي سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته د نوم نه ښودو په شرط کړې ده.
دوو تنو ځانمرګو بریدګرو پرون ماښام د روژه ماتي پرمهال لومړی په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول او نور وسله وال مرکز ته دننه شول.
تر برید څو ساعته وروسته هم د مرکز دننه ډزې روانې وې، خو پوځ خپلو ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر بیګا نیمې شپې څه نه و ویلي.
د بريد مسوليت د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی دی.
تېر کال اوړی هم په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز موټر بم برید کې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.
فعالان، اوس افغانستان کې د عدالت او حساب ورکونې وخت دی

د افغانستان یوشمېر مدني او حقوقي فعالانو په برلین کې د جرمني له چارواکو سره پرون تر غونډې وروسته ویلي اوس تر هر وخته زیات افغانستان کې " د عدالت او حساب ورکونې" وخت دی.
د افغانستان د شاوخوا پنځوس مدني او بشري بنسټونو استازیو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب دغې غونډه کې ویلي، د افغانستان اوسني واکمنان باید د سیډاو (CEDAW) کنوانسیون د نقض له کبله ځواب ویونکي وګڼل شي.
دغو بنسټونو پرون سه شنبه ترغونډې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو په وړاندې ۱۳۸ فرمانونه او اقدامات کړي چې دوی له تبعیضه ډک بللي دي.
دوی په خپله اعلامیه کې ویلي چې د عدالت غوښتنې له غږه یې باید نړیوال په ځانګړې توګه د سیډاو کنوانسیون د رهبرۍ غړي ملاتړ وکړي.
سیډاو یا د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون د ملګرو ملتونو له تایید وروسته له ۱۹۸۱ کال راهیسې نافذ دی.
افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې دغه کنوانسیون سره یوځای شو.
طالبانو بیا ویلي، دوی هغو ټولو کنوانسیونونو ته ژمن نه دي چې پخوانیو حکومتونو لاسلیک کړي دي.
حوثي وسله واله ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامله شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یمن انصارالله وسله واله ډله چې په حوثیانو مشهور دي، د " نړیوالو ترهګرو" په نوملړ کې شامله کړه.
دغه وزارت پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حوثي وسله والو له ۲۰۲۳ کال راهیسې په سره سمندر او عدن خلیج کې پر سوداګریزو بیړیو سلګونه بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنو له مخې شوی او زیاته شوې چې امریکا به له حوثیانو او نورو ترهګرو ډلو سره د هیڅ هېواد اړیکې ونه زغمي.
حوثیانو تر دې وړاندې ویلي چې په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف یې په اسراییلي او امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي.
حوثیان له سعودي سره پولې ته نژدې د یمن شیعه مسلمانان دي چې د لویدیځو چارواکو په وینا، ایران یې ملاتړ کوي.
د اتلانو لیګ د فاینل لپاره نن جنوبي افریقا او نیوزیلاند خپل بخت ازمایي

د کریکټ د اتلانو جام ( چمپینز ترافۍ) لوبو دویمه نیمه پایلوبه نن د نیو زیلاند او جنوبي افریقا ترمنځ ترسره کیږي.
دغه لوبه د لاهور په قذافي ستډیوم کې، د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلیږي.
د نن ورځې بریالۍ لوبډله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ ( د مارچ په نهمه) له هند سره پایلوبه ولري.
هند پرون استرالیا ته په څلورو ویکټو ماته ورکړه او نیمې پایلوبې ته یې لاره پيدا کړه.
بلوڅ بیلتونپالو د هغه برید مسولیت ومنه چې پاکستاني پوځیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه

بلوڅ بیلتونپالو د هغې ځان وژونکې حملې مسوولیت منلی دی چې د بلوچستان ایالت په کلات سیمه کې یې یو سرتېری وواژه.
په دې حمله کې چې د یوې ښځې په وسیله ترسره شوه، د ملېشه ځواکونو د موټرو کاروان په نښه شو.
د بلوڅانو د ازادۍ د پوځ په نوم ډلې نن په یوه بیان کې وویل چې دا عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره کړل.
په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې برید ښځې کړی و، که نارینه خو د یوه سیمه ایز چارواکي پرون وویل چې د ملېشه ځواک د موټرو پر کاروان د یوې ښځې په وسیله په ځانمرګي برید کې یو سرتېری ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
بلوڅ بیلتونپال له څو کلونو راهیسې د غني طبیعي زیرمو د لرونکي خو بېوزلي د بلوچستان د آزادولو لپاره جګړې کوي او په دې ترڅ کې د انرژۍ تاسیسات، په تېره هغه پروژې چې چینایانو پانګونې پکې کړې دي په نښه کوي.
په بلوچستان ایالت کې د یوې ښځې په وسیله د ځان وژونکي برید پړه بلوڅ بېلتونپالو ومنله

بلوڅ بیلتونپالو د هغې ځان وژونکې حملې مسوولیت منلی دی چې د بلوچستان ایالت په کلات سیمه کې یې یو سرتېری وواژه. په دې حمله کې چې د یوې ښځې په وسیله ترسره شوه، د ملېشه ځواکونو د موټرو کاروان په نښه شو.
د بلوڅانو د آزادۍ د پوځ په نوم ډلې نن په یوه بیان کې وویل چې دا عملیات یې په بریالیتوب سره ترسره کړل. په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې برید ښځې کړی و، که نارینه خو د یوه سیمه ایز چارواکي پرون وویل چې د ملېشه ځواک د موټرو پر کاروان د یوې ښځې په وسیله په ځانمرګي برید کې یو سرتېری ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
بلوڅ بیلتونپال له څو کلونو راهیسې د غني طبیعي زیرمو د لرونکي خو بېوزلي د بلوچستان د آزادولو لپاره جګړې کوي او په دې ترڅ کې د انرژۍ تاسیسات، په تېره هغه پروژې چې چینایانو پانګونې پکې کړې دي په نښه کوي.
ولسمشر ډونالډټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي

په پام کې ده چې ډونالډټرمپ د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا وکړي.
ټرمپ پرون (د مارچ ۳مه) پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت ولیکل چې د ده وینا به "ستره" وي. هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو تمه ده چې دی به هڅه وکړي په خپله وینا کې له اوکراین سره د مرستو د بندولو په ګډون د خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د اجنډا د دوام لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.
ښاغلي ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په تېرو شپږو اونیو کې د فشار او ناڅاپي پرېکړو له لارې په کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ کې د پام وړ بدلونونه اعلان کړل او په دې ترڅ کې یې تر ډېره له اجرایي فرمانونو څخه کار اخیستی او کانګرس یې له پامه غورځولی دی څو هغه ژمنې عملي کړي چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال یې له خلکو سره کړې وې.
جمهوریپال ټرمپ د نورو اقداماتو ترڅنګ د دولتي ادارو زرګونه کارکوونکي له دندو لیرې کړل، د چین، مکسیکو او کاناډا پر وارداتو تعرفې یې لوړې کړې، سلګونه غیرقانوني کډوال یې له متحدوایالتونو وایستل او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هیله یې له روسیې سره ډیپلوماتیک اړیکي بيا پیل کړل.
د اوکراین صدراعظم وايي چې هېواد یې له امریکا سره د اړیکو دوام غواړي

د اوکراین صدراعظم له خپل هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو د ځنډېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي دي چې کییف له متحدوایالتونو سره د اړیکو دوام ته ژمن دی.
د امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره په خپل دفتر کې له لفظي لانجې وروسته له اوکراین سره د امریکا ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.
که څه هم امریکايي چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اوکراین صدراعظم دینيس شمیهال نن (د مارچ ۴مه) یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو په اړه تراوسه معلومات نه شته مګر هغه ټینګار وکړ چې اوکراین قطعي پرېکړه کړې چې له متحدوایالتونو سره همکارۍ ته به دوام ورکوي.
ښاغلي شمیهال دا یادونه هم وکړه چې امریکا د اوکراین یو مهم شریک دی او غواړي له امریکا سره اړیکي وساتي. نوموړي زیاته کړه چې کییف چمتو دی له امریکا سره د اوکراین د طبیعي منرالونو اړوند تړون چې په سپینه ماڼۍ کې د زیلینسکي او ټرمپ له لفظي شخړې وروسته بې برخلیکه پاتې شو، لاسلیک کړي.
د اسټرالیا د کرکټ د اتلانو په جام کې د هند سیالې لوبډلې ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه

اسټرالیا نن د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافۍ د لوبلړۍ په نیم پایلوبه کې هند ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې چې په ډوبی کې ترسره شوه اسټرالیايي لوبغاړو په پنځوسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۴ منډې یې وکړې. په څو شېبو کې به د هند د کرکټ ملي لوبډله توپوهنه پیل کړي.
اسټرالیا چې له افغانستان سره په بې ګروپ کې وه د کرکټ د اتلانو په جام کې له انګلستان او جنوبي افریقا څخه لوبې وګټلې او له افغانستان سره یې لوبه د باران له کبله مساوي شوه.
هند چې له نیوزیلنډ، بنګلدېش او پاکستان سره په الف ګروپ کې و، ټولې لوبې وګټلې او نیم پایلوبې ته ووت.
د کرکټ د اتلانو دجام دوهمه نیم پایلوبه به سبا د پاکستان په لاهور ښار کې د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ وي.