د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
حال‌وش په ایران کې، جبري کارونو ته افغانانو د اړیستلو په اړه اندېښنه ښودلې
تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

حال‌وش په ایران کې، جبري کارونو ته افغانانو د اړیستلو په اړه اندېښنه ښودلې


سیستان بلوچستان ولایت- د ایران سرحدي ځواکونه
سیستان بلوچستان ولایت- د ایران سرحدي ځواکونه

د حال وش په نوم د بشري حقونو ډلې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سپاه پاسداران ځواک له خوا جبري کارونو ته د تازه ورغلو افغان کډوالو د اړ ایستلو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د حال وش د بشري حقونو سازمان ادعا کوي چې سپاه پاسداران د ایران په جالق ښار کې ځواکونو په زور افغان کارګران راټول کړي او په دې ښار کې یې د دې ځواکونو د یوې اړوندې یوې ودانۍ د رغولو کار ته اړ کړي دي.

دغه سازمان پرون (د مرغومي ۲۸مه) د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې افغان کارګران ګواښل شوي چې که کار ونکړي بیرته به یې افغانستان ته ستانه کړي او ډیری کارګران له همدې ویرې په دې ډول پروژو کې کار کوي.

حال وش وايي چې افغان کارګران په جالق ښار کې د سپاه لپاره د ودانۍ د جوړولو جبري کار ته اړ ایستل شوي دي.

جالق د ایران په سیستان وبلوچستان کې وړوکی ښار ګوټی دی چې د ستراتیژیک موقعیت له کبله یې د افغان کډوالو تګ راتګ پکې زیات دی. د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه په داسې حال کې زیات شوي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډیری افغانان دغو دواړو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د سراوان سرحدي سیمه
د سراوان سرحدي سیمه

یوشمېر افغانان وايي چې ساختماني شرکتونه یې پیسې نه ورکوي

د تېر جمهوري نظام یو پوځي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او په ایران کې په ساختماني کارونو بوخت دی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل "په ساختماني کارونو چې ډېر سخت دي اخته یم، دا کار د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره کوم خو له بده مرغه د کار خاوندان مو له دغه بدبختۍ او مجبورۍ ناسمه استفاده کوي او پیسې مو په وخت نه راکوي که یې راکوي هم په ډېر په مشکل ټولې نه بلکې نیمايي راکوي او له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو."

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د کارونو خاوندان یې پیسې په وخت نه ورکوي.

د حال وش په راپور کې همدا راز راغلي هغه افغان کاریګران چې د سپاه له لوري د ورسپارل شوي کارونو څخه انکار وکړي د ستنولو له ګواښ سره مخامخ دي.

د تېر جمهوري نظام د ملي اردو یوه غړي د نوم دنه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې "ډیر داسې کسان شته چې پیسې نه راکوي او ځوروي مو، که دوه میاشتې کار وکړئ د یوې میاشتې پیسې درکوي او د بلې نه، او بله ستونزه دا ده چې د ډوډۍ په څېر توکي په ایراني پیسو په یوه بیه دي او په افغانیو په بله بیه یعنې قیمت یې لوړ دی."

ایران په دې ورستیو کې په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو په ځانګړي توګه هغوی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري فشارونه ډېر کړي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره همهاله ډیری افغانان پاکستان او ایران ته کډوال شول چې په ایران کې افغان کاریګرانو وخت ناوخت د ډول ډول ستونزو په اړه شکایت کړی دی.

XS
SM
MD
LG