د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

بلوچستان کې د یو کان د نړیدو په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي


د بلوچستان په کویټه کې نړیدلی کان
د بلوچستان په کویټه کې نړیدلی کان

که څه هم نن او پرون د پاکستان پلازمینه اسلام اباد په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ د نړیوالې غونډې کوربه دی، خو په وروستیو دوو ورځو کې په دې هیواد کې داسې پېښې رامنځته شوې چې په لسهاوو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د خیبرپښتونخوا په کوهاټ سیمه کې یوه ټرلر موټر پر عام خلکو وربرابر شوی چې ۱۲ تنه یې وژلي او ۲۰ نور ټپیان کړي دي.

ویل کیږي د دغې ټرلر موټر بریک خراب و، او موټروان یې کنټرول له لاسه ورکړی و.

د کرک په سیمه کې یوې انتظامي ادارې د شنبې په ورځ د (جنورۍ ۱۱مه) ویلي، پېښه د کرک په امبیري قلعه کې د اندس پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د ټرلر موټر په پېښه چې پر عامو خلکو ور برابر شوی ۱۲ تنه وژل شوي دي
د خیبرپښتونخوا یو چارواکی

د کرک سیمې کمیشنر مرستیال د پاکستان جیونیوز ته ویلي، دا پېښه د ټرلر د بریک د خرابوالي له کبله رامنځته شوې او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په وژل شویو کې یو ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د کرک په حوزوي رغتون یوې سرچینې د امریکا غږ ډیوې راډیو ته ویلي، د ډیرو ټپیانو روغتیايي حالت نازک او یو شمیر یې پېښور ته انتقال شوي دي.

په یوې بله پېښه کې د بلوچستان په مرکز کویټه کې د سکرو د یوه کان تر نړیدو وروسته په دې کان کې یو شمیر کارګر بند پاتي دي.

د سکرو د کان کېندونکو د خوندیتوب یوې حکومتي ادارې مشر وړمه ورځ د ازادي راډیو مشال برخه ته ویلي و، تراوسه یې له ۱۲ بندو پاتي شویو کارګرو چې ټول یې مړه دي، یوازې د څلور کارګرو جسدونه راویستلي دي.

له ۱۲ بندو پاتي شویو کارګرو چې ټول یې مړه دي، یوازې د څلور کارګرو جسدونه راویستلي دي
د سکرو د کان کېندونکو د خوندیتوب یوې حکومتي ادارې مشر

د دغې چارواکي په خبره، د نورو کارګرو د مړو د رایستلو لپاره کار په چټکۍ روان دی.

خو د پاکستان د کانونو د کارګرو ټولنه مشر سلطان لالا وايي، د کارګر د جسدونو په رایستلو کې خپله د کان مزدورانو خپله اخیستې ده.

د سلطان لالا په خبره، په کان کې د چادونې له کبله کارګر په کان کې بند پاتې شول. هغه وړاندې مشال راډیو ته ویلي، په وژل شویو کارګرانو کې ۱۱ یې د سوات د شانګلې سیمې دي.

د بلوچستان د معدنیانو وزیر میر شعیب نوشیرواني په یو بیان کې ویلي، د پېښې په اړه پلټې روانې دي او د کانونو د قانون د سرغړونو په صورت کې به د کان د مالک پرضد قانوني اقدام وکړي.

له دې وړاندې د جنورۍ په لومړی نیټه د بلوچستانو په یو شمیر نورو کانونو کې په بیلابیلو پېښو کې درې کارګر وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

د کانونو د کارګرو ټولنه وايي، حکومت د غفلت او بې پروايي له کبله دغه ډول پېښې رامنځته کیږي.

د پاکستان د کانونو د کارګرو د ټولنه مشر وايي، د کانونو د څارنې لپاره د څارونکو کمښت د دې پېښو یو لوی علت دی.

د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د بلوچستان په کانونو کې نژدې څلورسوه کسان وژل شوي چې د وړم ۲۰۲۳ کال پرتله چې ۲۸۸ کارګران په کانونو کې وژل شوي وو، لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG