د اروپايي کمیسیون مشرې اورزلا وان دیرلین پرون پنج شنبه د لبنان د ولسمشر په توګه د پوځ د پخواني مشر جوزیف عون (Joseph Aoun) د غوره کېدو هرکلی وکړ.
وان دیرلین دا تحول، د جګړه ځپلي لبنان لپاره د هیلې یوه شېبه وبلله.
د اروپايي کمیسیون مشرې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې اوس په لبنان کې ثبات او اصلاحاتو ته لار پرانیستل شوې ده.
هغې وړاندې لیکلي، چې اروپا د دې لارې ملاتړ کوي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار د لبنان نوي ولسمشر جوزیف عون ته مبارکي ویلې ده او هیله یې ښوولې چې له دې سره لبنان د ثبات پر لوري ګامونه واخلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې هیله ښوولې چې د ولسمشر په توګه د جوزیف عون غوره کېدل به په لبنان کې د امن او ثبات د ټینګښت سبب شي.
د فلسطینیانو ولسمشر محمود عباس ویلي، چې لبنان به وکړای شي د اسرائیل د تهاجم په وړاندې غلبه خپله کړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د لبنان د پارلمان له خوا د ولسمشر په توګه د جوزیف عون د غوره کولو هرکلی کړی او دا یې په لبنان کې د اصلاحاتو لپاره یو فرصت بللی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هیله لري چې په لبنان کې د نوي ولسمشر غوره کېدل په دغه هېواد کې سیاسي ثبات ته زمینه برابره کړي.
د لبنان پارلمان پرون پنج شنبه د ولسمشر په توګه د جوزیف عون د غوره کولو لپاره رایه ورکړه.
له څه باندې دوو کلونو په لبنان کې چې له ناکراریو سره هم مخامخ و، د ولسمشرۍ د قدرت خلا وه.
پارلمان دا رایه داسې وخت ورکړه، چې څو اوونۍ مخکې د اوربند موافقې، د اسرائیل او د لبنان د حزب اله ډلې ترمنځ ۱۴ میاشتنۍ جګړه ودروله.
په همدې حال کې د لبنان چارواکي هڅه کوي، چې د دغه هېواد د بیارغونې لپاره نړیوالې مرستې جلب کړي.
جوزیف عون چې له پخواني ولسمشر میشال عون سره کومه خپلوي نه لري، تر ډېره د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان لپاره له غوره کاندیدانو و.
امریکا او عربستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لبنان به یې د بیارغونې لپاره مرستې ته په تمه وي.
دا د پارلمان ۱۳مه غونډه وه، چې د پخواني ولسمشر میشال عون د ځایناستي د ټاکلو لپاره وشوه. د میشال عون د ولسمشرۍ دوره د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې ختمه شوې ده.