د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

رانا ثناالله وايي، پاکستان په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو حق لري


د پاکستان د صدراعظم سلاکار رانا ثناالله
د پاکستان د صدراعظم سلاکار رانا ثناالله

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی، د پاکستان د صدراعظم سلاکار رانا ثناالله پرون وویل پاکستان دا حق لري چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پرضد عملیات وکړي.

ښاغلي ثناالله له سما ټلویزیون په یوه مرکه کې دې پوښتنې ته چې، آیا پاکستان به د افغانستان په خاوره کې ځمکني عملیات وکړي که نه، په ځواب کې، د ده په وینا د دهشتګرو پرضد د پوځي عملیاتو د دوام خبره وکړه.

هغه د بلې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا عملیات به د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې کېږي که نه وویل چې د پاکستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو په اړه خو هېڅ شک نه شته خو ښاغلي ثناالله د کرښې بلې غاړې ته د عملیاتو په اړه په څرګندو ټکو د هغو نړیوالو قوانینو یادونه وکړه چې که یوه هېواد ته د بل هېواد له قلمروه د برید ګواښ متوجه وي، یا د برید تیارۍ روانې وي، نو لومړی هېواد دا حق لري چې د ځان د خوندیتوب لپاره هلته عملیات وکړي.

 د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی او دواړو خواوو پر یوبل لفظي حملو ته زور ورکړی.

د ناثناالله له څرګندونو مخکې د پاکستان صدراعظم شهبازشریف د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ پوځي برید پاکستاني طالبانو ته غاښ ماتوونکی ځواب وباله. هغه د خپل حکومت مخالفان خوارج وبلل او پرته له دې چې د ځانګړي هېواد نوم واخلي ویې ویل چې د پاکستاني طالبانو د تحریک- TTP ترشا بهرني لاسونه دي. ښاغلي شریف وویل چې د دې ډلې د پوره له منځه وړلو وخت رارسېدلی او ژمنه یې وکړه چې د TTP پرضد اقدامات به روان وي.

طالبانو د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزي پرون په یوه وینا کې چې پر ایکس شبکې خپره شوه دې ګواښونو ته تند ځواب ووایه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی

ښاغلي ستانکزي وویل "زموږ په ګاوڼد کې ملکونه شته چې په خپلو وسلو مغروره دي او وايي چې امارت زموږ په مخ کې هېڅ هم نه دی او موږ داسې وسلې لرو. دویته موږ دا وایو چې که تا پر میزایل احمد او محمود نوم ایښی نو له موږ سره هغه احمد او محمود موجود دي. تا پر میزایل غزنوي نوم ایښی، بابر نوم دې پرې ایښی، ابدالي نوم دې پرې ایښی، زما ملک له ابدالیانو ډک دی. زما ملک له محمودانو ډک دی. زما ملک له بابرانو ډک دی. هر یو یې اټوم بم دی. که له دې سرحد څخه پنځه د محمود او ابدالي او بابر زامن در ایله کړو، بیا به دې څوک د هند په بحر کې هم نه شي ټینګولای."

د طالبانو پوځي وړتیا او د پاکستان د بیاځلي احتمالي حملې عواقب

د پاکستاني چارواکو ګواښونو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال تند ځواب ووایه.

که د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا کړکېچ لوی شي څه به پېښ شي؟ د چارو شنونکی او پخوانی افغان ډيپلومات زردشت شمس وايي چې طالبان پرمختللې وسلې نه لري او ښايي ونه شي کولای د پاکستان حملو ته په وسلو ځواب ورکړي خو د هغه په وینا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کړکېچ به لازیات شي.

ښاغلی شمس پاکستاني طالبان او بلوڅ بیلتونپال د مثال په توګه یادوي او وايي چې پاکستان هغو مات نه کړل نو طالبان هم نه شي ماتولای خو ښاغلی شمس په عین حال کې پاکستان ته خبرداری ورکوي چې افغان طالبان دې نه همکارۍ ته نه اړباسي او زیاتوي چې "تراوسه خو افغان طالبان له پاکستان سره همکار دي او هغه مرسته یې چې په وس یې پوره وه کړې ده او د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ یې منځګړتوب کړی. خو که پاکستان تاوتریخوالي ته دوام ورکوي یا داسې حملي کوي نو دا احتمال شته چې طالبان عدم همکارۍ ته واوړي. که عدم همکارۍ ته واوړي نو دا امکان زیاتېږي چې لاندې صفوف یا په قبایلي سیمو کې چې د ټي ټي پي خواخوږي دي د هغوی له خوا په پاکستان کې بریدونه زیات او تاوتریخوالی لوړ شي."

د چارو شنونکی په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات زردشت شمس
د چارو شنونکی په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات زردشت شمس

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا ناندرۍ وروسته له هغه راپورته شوې چې د پاکستان جنګي جټ الوتکو د مرغومي په ۴مه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر اړوندو سیمو بمبارۍ وکړې او ویې ویل چې په دې بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو د تحریک مرکزونه په نښه کړي دي.

خو د طالبانو حکومت وویل چې په دې حملو کې وژل شوي له ۵۰ ډېر کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي دي.

له دې بمبارۍ وروسته څوځلې په خوست ولایت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG