د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو او طوفانونو سره همهاله د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت او ځیني ځايي سرچینې وايي چې د سختو ورښتونو له کبله یو شمېر لویې لارې تړل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن جمعه په خپلې اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د واورو د ورېدو له کبله د ټرافیکو پرمخ د سالنګ تونل، د کابل – بامیان، کابل- غور، او د سرپل ولایت د قم کوتل د تړلو خبر ورکړی دی.
د سالنګ، کابل- بامیان، کابل- غور، د سرپل ولایت قم کوتل او نورې په ټړل شویو لویو لارو کې شاملې دي.
په ورته وخت کې یو شمېر ځايي سرچینې وايي د ډایکنډي مرکز نیلي ته د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو غځېدلې لارې، د هرات - تورغونډۍ لویه لار او د ځینو ولایتونو مرکزونو ته د ولسوالیو غځېدلې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي.
یو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د لویو لارو په تړل کېدو له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.
د یوه لوی مسافر وړونکي بس چلوونکی محمد اسماعیل نن د (د مرغومي ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لویه لار د ټولو نقلیه وسایطو پرمخ تړل شوې ده. نوموړی وايي "موږ د سالنګونو د ساتنې او څارنې له رییس سره اړیکه ونیوله، هغه وویل چې دلته تر یو مترو پورې واوره ورېدلې او لاره د وړو او غټو موټرو پرمخ بنده ده. موږ ونشوای کړای چې د سفر ټوکن واخلو، دغه ټوکن د قره باغ په کمربند کې چک کیږي او له هغه پرته د سفر اجازه نه ورکول کیږي. له همدې امله موږ سفر ونه کړ چې د مسافرو غږ هم پورته شو او شور، ځوږ یې جوړ کړ."
په یوشمېر سیمو کې د ولایتونو له مرکزونو سره د ولسوالیو لارې هم بندې شوې دي.
د هرات- تورغونډۍ د مسیر یوه اوسېدونکی چې د لارې د بندېدو له کبله یې په وخت خپل ناروغ هرات ښار کې روغتون ته نه دی رسولی د نوم نه ښودولو په شرط ازادي راډيو ته وویل "ناروغ مې هرات ښار ته لیږداوه، له بده مرغه د شپې تر ۸ بجو په تمه وم خو لاره خلاصه نه شوه. له دواړو خواوو لار تړل شوې ده ان د فواید عامې موټرو چې چینونه یې هم لرل له خلکو سره مرسته ونشوای کړای."
د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکي یحی عزیزي هم نن د مرغومي ۱۴مه ازادي راډيو ته وویل چې لاهم دا لار تړلې ده. دی وايي "خلک تر پوستې پیاده لاړل، د ټولګټو چارو وزارت اړوند موټرو یوازې وکړای شول چې خلک له موټرو وباسي او موټر لاهم بند پاتې دي ځکه چې پرون شپه هم واوره ورېدلې وه."
موټر چلونکي او مسافر وايي چې د لویو لارو بندېدو له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خبره د کابل- بامیان لویه لار هم د سختې واورې د ورېدو له کبله د میدان وردګو ولایت په اړونده د «اوني کوتل» سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د کابل بامیان د لویې لارې یوه موټر چلوونکي نن (د مرغومي ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې "د کابل- بامیانو لار تراوسه تړلې ده، د حاجيګک، شاتو او اونی کوتلو اړوند سیمو کې واوره پرته ده، او طوفانونه هم شته، د واورې پاکونې چارې او د لارې د خلاصېدو هڅې روانې دي."
په افغانستان کې هر کال د ژمي پرمهال د سختو ورېدنو له کبله ډېرې لویې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل کیږي چې خلک د تګ راتګ په برخه کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ کوي.
د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ادارې پرون پنجشنبه تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې د ورښت اټکل کړی و.