د کړکیچ نړیوالې ډلې کارپوهان وايي، د نړیوالې ټولنې لخوا له طالبانو سره د تعامل په برخه کې ځنډ د دوی د حکومت په لومړیو میاشتو کې د سخت دریځي د پیاوړي کیدو لامل شو.
دې کارپوهانو «د افغانستان تیروتنې په سوریه کې مه کوئ» په نوم په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، ډېری هېوادونه د دې پر ځای چې د ښځو د حقونو او نورو نړیوالو نورمونو د ودې په برخه کې له طالبانو سره تعامل وکړي، پریکړه یې وکړه چې په تمه شي او وګوري چې طالبان په خپله په دې برخه کې څه اقدام کوي.
په دې راپور کې چې د جنوري په ۲مه خپور شو د کړکیچ د کارپوهانو ډلې ویلي، چې نړیوالو چارواکو د سوریې له اوسني حکومت «هیئت تحریر شام» سره په تیرې میاشت کې دومره تعامل لرلی چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې دوی سره نه درلوده.
د کړکېچ نړیواله ډله په خپل راپور کې وايي، د سوریې وسله وال ځینې هغه تېروتنې تکراروي چې مخکې طالبانو کړې دي.
خو په راپور کې زیاته شوې چې له بده مرغه ډیری بهرني لوبغاړي بیا په سوریه کې هغه تیروتنې تکراروي چې په افغانستان کې یې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته کړې وې.
راپور کې راغلي، دا ناشونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د بهرني کړنو اغیزې محاسبه شي، ځکه د راپور په ټکو هیڅوک نشي کولی د نړیوالو پالیسیو او د طالبانو د ناوړه واکمنۍ اغیزې سره جلا کړي.
راپور وايي، د کابل له سقوط یوازې شپږ میاشتې وروسته، کله چې قحطي رامنځ ته شوه، بهرنیو حکومتونو خپل بندیزونه د بحران له کچې سره برابر تنظیم کړل.
یو شمیر افغان فعالانې برعکس د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر نه اقدام نیوکه کوي او وايي چې نړیوالې ټولنې باید د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د افغان میرمنو د حقونو د تضمین په برخه کې اقدام کړی و.
د کړکېچ نړیواله ډله په خپل راپور کې وايي، د سوریې وسله وال ځینې هغه تېروتنې تکراروي چې مخکې طالبانو کړې دي.
یوې میرمنې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل چې "په لومړیو کې چې کله د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول که هماغه وخت نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ډلو طالبانو سره په دې برخه کې تعامل کړی وای او د هغه ستونزو د له منځه وړلولپاره یې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې وې له طالبانو سره مرسته کړې وای نو فکر نه کوم چې نن به په افغانستان کې د نجونو او میرمنو وضعیت تر دې حده خرابیده چې ان په طبي انسټیټوتونو کې له زده کړو منع شي."
یوه بله مېرمن، چې هغه هم د طالبانو له وېرې د خپل نوم له ښودلو ډډه کوي وايي "نړیوالې ټولنې د ښځو د حقونو په برخه کې تل ځنډ کړی، دوی باید د ښځو د حقونو په برخه کې جدي اقدام کړی وای. څرنګه چې نړیوالې ټولنې دې موضوع ته په جدي سترګه ونه کتل طالبانو هم بندیزونه لا زیات کړل."
د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته پر افغان میرمنو ګن محدودیتونه او بندیزونه ولګول چې د وخت په تیریدو دا بندیزونه زیات شول.
دوی له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونونو د نجونو پر زده کړو، د میرمنو په کار، او د دوی پر ټولنیز، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو یې هم بندیزونه ولګول.
که څه هم نړیوالې ټولنې په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې پر افغان میرمنو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د طالبانو په رسمیت پیژندل یې د ټولو افغانانو د حقونو خوندي کولو او د یوه ټول شموله حکومت جوړولو پورې مشروط ګڼلی، خو تر اوسه په دې برخه کې د طالبانو حکومت لخوا کوم نرمښت نه دی ښودل شوی.