د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

مقدم: اعدام شوي افغانان، د ټولنې تر ټولو کمزوری قشر و


ایران کې د اعدامونو خلاف د یوه اعتراض شعار
ایران کې د اعدامونو خلاف د یوه اعتراض شعار

د ایران د بشري حقونو یو غیردولتي سازمان وايي، په ۲۰۲۴م کال کې افغانان په ایران کې د اعدام شویو تر ټولو زیانګالی قشر و.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته په ایران کې د افغانانو اعدامونه زیات شوي، خو په ۲۰۲۴م کال کې دغه شمېر تر ټولو لوړ و.

په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو بنسټ وايي زیات افغانان د عمدي قتل، مخدره موادو د کار بار او نورو تورونو له کبله اعدام شوي دي.

د دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم پرون پنج شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

«پر دوی لګېدلي تورونه قتل، د مخدره موادو قاچاق او د جنسي تېري څو موارد دي. د ایران په قضايي سیسټم کې عادلانه محاکمه نه شته، ځکه نو افغان وګړي د ټولنې تر ټولو کمزوری قشر دی، دوی د عدالت غوښتنې له عادلانه بهیر بې برخې وو. په ۲۰۲۴م کال کې د افغانانو تر ۷۰ زیات اعدامونه، د مخکنیو کلونو پر تله یو شدید زیاتوالی ښيي. دا د ۲۰۲۳م کال پر تله ۳ برابره زیاتوالی او د ۲۰۲۲م کال پر تله ۵ برابره زیاتوالی ښيي، چې دا زیاتوالی د ډېرې اندېښنې وړ دی.»

تېره چهارشنبه هم په ایران کې د درېیو افغان وګړو په ګډون ۵ کسان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو بل سازمان هه‌نگاو راپور ورکړی، چې دغه کسان د بندرعباس په مرکزي زندان کې د مخدره موادو د کار و بار په تور اعدام شوي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم وايي، ایران دغه اعدامونه د حکومت ضد معترضانو د ډارولو لپاره کوي:

«د ایران اسلامي جمهوریت د خپل ژوند تر ټولو ستر بحران کې دی او فکر کوو چې په راتلونکي کې به د اعدامونو شمېر تر دې هم زیات شي. د دغو اعدامونو قربانیان د ټولنې تر ټولو کمزوری قشر دی، چې په دغه ډله کې افغان وګړي هم شامل دي.»

ډېری اعدام شوي کسان په عمدي قتل، د مخدره موادو په کاروبار، جنسي تېري او بریدونو محکوم شوي دي.

د بشري حقوقو مدافعانو او بنسټونو پر ایران تور لګولی، چې د قضیو د څېړلو بهیر یې عادلانه نه دی او بندیان په زیاتو مواردو کې مدافع وکیل نه لري.

XS
SM
MD
LG