د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د امریکا په نیو اورلینز کې خونړی برید داعش پورې اړوند بلل شوی


د امریکا پولیس د یوې پیښې د څيړنې پر مهال، ارشیف
د امریکا پولیس د یوې پیښې د څيړنې پر مهال، ارشیف

د امریکا په نیو اورلینز ښار کې پر خلکو د موټر خیژولو پرونۍ پیښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته پورته شوی دی.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې د موټر په وسیله دغه بریدګر ۴۲ کلن شمس الدین جبار یاد شوی چې د امریکا د پوځ پخوانی کارکوونکی و او افغانستان کې یې هم د امریکا لپاره پوځي دنده ترسره کړې.

جبار چې ویل کیږي موټر کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش بیرغ موندل شوی، پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

پيښه چې شاوخوا دیرش کسان په کې ټپيان شوي، د نوي کال په لومړیو ساعتونو کې د نیو اورلینز ښار هغې سیمه کې شوې چې د لرغوني قدامت او هلته د بارونو د موجودیت له کبله ګڼ شمېر ګرځندویان ورمات وي.

د امریکا د فدرالي څیړنو ادارې ( ایف.بي.ای) ویلي، د بریدګر له موټره وسلې او یوه احتمالي چاودیدونکې وسیله ترلاسه شوې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډڼ پر پیښه خواشیني وښوده او وې ویل، بریدګر له داعشه انګیزه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG