د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د شاه و عروس بند ګټې اخیستنې ته وړاندې شو


 د شاه او عروس بند، ارشیف
د شاه او عروس بند، ارشیف

د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه بند چې د جوړېدو چارې یې د پخواني جمهوري نظام پر مهال پيل او طالبانو بشپړې کړې، پرون سه شنبه د طالبانو د کابینې لوړپوړو غړو افتتاح کړ.

د کابل د شاه و عروس بند له کلونو انتظار وروسته داسې مهال ګټې اخیستې ته وسپارل شو چې د همدې پلازمېنې اوسیدونکي اوس تر بل هر وخته زیات د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وایي، د شاه و عروس بند به د کابل شمال کې پر نورو محیطي ګټو سربیره شاوخوا شل زره کورنیو ته پاکې اوبه برابرې کړي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ د دغه بند د پرانستې په مراسمو کې وویل" پر دغه بند باندې څه باندې دوه پنځوس میلیونه ډالره مصرف راغلی دی، ګټه یې داده چې په دې کې به تر دیرش میلیونه مترمکعبه اوبه زخیره کیږي. د کابل شل زره کورنیو ته به له دې بنده د څښاک اوبه برابریږي."

د کابل د شمال یوه اوسیدونکي‌ احمد شاکر ازادي راډیو سره خبرو کې د بند جوړولو ته خوښي وښوده او په وینا یې د اوبو د کمښت ستونزه به یې تر یوې کچې هواره کړي. " وروستیو کلونو کې کابل د اوبو له کمښت سره مخامخ دی، له دې بند سره به شل زره کورنۍ اوبه ترلاسه کړي، ځمکې به هم خړوبې شي. مونږ هیله من یو چې ورته نورې پروژې هم بشپړې شي او د کابل اوسیدونکي له ستونزو خلاص شي."

شاه و عروس بند د کابل د شمال په شکر درې ولسوالۍ کې پروت دی چې د چارواکو په خبره په کال کې د شاوخوا درې نیم زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو او یو اعشاریه دوه میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.

د شاه و عروس بند د جوړېدو چارې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱هجري لمریز کال کې پيل، خو په همغه کال یې په ظاهره د تخنیکي ستونزو له کبله چارې په ټپه و درېدې.

د دویم ځل لپاره په ۱۳۹۵ کال کې د بند چارې پيل شوې چې وروسته په کې د استملاک په ګډون یوشمېر حقوقي ستونزې رامنځته شوې او کار یې نیمګړی پاته شو.

د چاپیریال ساتنې متخصصان په اوس وخت کې چې کابل د اوبو له کمښت سره مخامخ دی، د دغه بند جوړېدل ډير ګټور بولي.

د دوی له ډلې انجینر خلیل احمد نادم ازادي راډيو ته وویل" د شاه و عروس بند لکه نور بندونه ډير ارزښت لري، هم د څښاک د اوبو په برخه کې او هم د زراعت او اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې په برخه کې. دلته د ماهیانو فارمونه جوړیدای شي، هم تفریحي ځای دی. له هره اړخه یوه ګټوره پروژه ده."

تر دې وړاندې د قوشتیپې د کانال په ګډون یوشمېر نورې داسې پروژې پلې شوي چې د اوبو د زیرمه کولو او چاپيریال لپاره مهمې ګڼل شوي دي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د اغیزمنو هېوادونو په ډله کې دی او د چارو کتوونکي وایي، که د اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د کچې زیاتولو ته جدي کار ونه شي، اوږدمهال کې به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG