پاکستان بیا د افغان کډوالو د نیولو او ان جبري ایستلو د بهیر د پیل خبره کړې ده.
په پلازمېنه اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوال او د کډوالو شورا وایي چې د دغه هېواد حکومت او پولیسو له پرون (دوشنبې) راهیسې کابو۸۰ افغانان نیولي دي.
دوی وایي دا شمېر افغانان وروسته له هغه ونیول شول چې ویزې یې ختمې او په اسلام اباد کې د “ډي سي “ په نوم د کډوالو یو دفتر ته د راجسټر کارتونو او د "ان او سي" د تر لاسه لپاره تللي وو.
په اسلام اباد کې یوې افغان کډوالې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې خاوند یې نیول شوی دی:
«خاوند مې پرون وتلی و چې هغه کارت تر لاسه کړي چې په اسلام اباد کې پرې اوسېدلی شو، زموږ ویزې په پروسس کې دي خو دوی د دسمبر په وروستیو کې د ویزو تمدید بند کړی، نو خاوند مې د همدې لپاره چې پرون د سهار له ۷ بجو وتلی، ماښام چې شو راته یې زنګ وواهه چې موږ یې ټول په یوه خونه کې بندیان کړي یوو، زه هیڅ چاره نه لرم، نابلده او بې برخلیکه دلته له درې ماشومانو سره مې ناسته یم، هېڅ نه پوهېږم چې څه وکړو، نه خپل وطن ته تللی شو او نه دلته ارامه یوو.»
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند علمي د نیول شویو کسانو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«دوی شاخوا اتیا کسه دي، دا هغه افغانان دي چې اکثریت یې له تېر ۲۰۲۱ کال راهیسې پاکستان ته راغلي او کم تعداد یې بیا هغه پخواني افغان کډوال دي، نو دوی چې د ډي سي دفتر ته ورغلي وه د هغو این او سي (NOC) کارتونو لپاره چې د چا ویزې یې کتلي چې ختمې شوي، دوی یې ټول له ځان سره ساتلي، موږ تر درې بجو د شپې له وکیلانو سره ورغلي وو، ورسره وو، اوس هم یو ټیم ورغلی او هڅه کېږي چې دا ثبت شوي کسان نن راخوشې شي.»
په اسلام اباد کې میشت افغان کډوال داسې مهال دا اندېښنې څرګندوي چې د تېرې مرغومې په پنځمه، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې په خبري غونډ کې خبرداری ورکړی و چې له اسنادو پرته افغانان دې له اسلام اباده ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تازه د دسمبر په ۲۷ مه عصمت الله شاه په اسلام اباد کې د افغان کډوالو لپاره د لوی کمېشنرپه توګه ګومارلی دی.
داسې ښکاري چې د دغو افغانانو نیول په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو د بهیر د بیا پیل بېلګې دي.
تازه د پاکستان د حکومت ځینو سرچینو خبر ورکړی چې دوی به ډېر ژر د هغو افغانانو د جبري ایستلو بهیر پیل کړي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پېژندنې په کارتونو (ACC) ژوند کوي.
د پاکستان د حکومت دغو سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې ځینې دغه افغان کډوال یې د بېرته ستونې په نیت نیولي هم دي.
اېسيسي (ACC) د افغان کډوالو د پېژندنې هغه کارتونه دي چې د افغانستان او پاکستان د وخت د حکومتونو د هوکړې پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې نژدې ۸۴۰ زره افغان کډوالو تر لاسه کړي دي.
په پاکستان کې مېشت د افغان تابعیت کارت لرونکي (ACC) هم له دې امله اندېښمن دي او وایي چې د کلونو کلونو سرمایې او ژوند به یې ګډوډ شي.
له دې ډلې په پېښور کې مېشت افغان کډوال فرید انصاري ازادي راډیو ته وویل:
“زموږ اندېښنې دا دي چې که چېرې افغانان ستانه شي، نو د ماشومانو تعلیم به یې په نیمایي کې پاتې او موږ دلته چې کومې شتمنۍ لرو اوپانګونه مو کړې دا به په بشپړه توګه بېرته تر لاسه نه کړی شو، دا زیانونه به افغانانو ته ورسېږي، زه اې سي سي کارت لرم، زه د پاکستان له حکومته غواړم چې افغانان دې په جبري توګه نه شړي.”
د پاکستان حکومت د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ چټګه کړه.
وړاندې د طالبانو حکومت د ریاست الوزار مرستیال ویلي و چې له تېر یو کال راهیسې افغانستان ته له پاکستانه کابو ۸۰۰ زره افغانان ستانه کړل شوي دي.
د پاکستان حکومت ویلي چې په دغه هېواد کې له ۱.۷ میلیونو ډېر افغان کډوال پرته له قانوني اسنادو ژوند کوي او دوی به ټول له خپلې خاورې وباسي.